د سیډني پېښه؛ پاکستان د ترهګرۍ نمایشي قرباني که اصلي صادروونکی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسټرالیا پولیسو رسماً ومنله، چې پرون (یکشنبه، لېندۍ ۲۳مه) د سیډني ښار اړوند په بونډي ساحل کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو «حنوکا» بریدکوونکي پاکستاني وګړي دي. د اسټرالیا اې‌بي‌سي خبري شبکې د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې بریدکوونکي ۵۰ کلن ساجد اکرم او د هغه ۲۴ کلن زوی نوید اکرم دي. په راپور کې د استخباراتي او امنيتي چارواکو له قوله راغلي، چې نوید اکرم په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې له دا/عش سره د نږدې اړیکو لرلو په تړاو تر څار لاندې هم نیولی و او د برید پر مهال د دا/عش بیرغ هم د هغه له موټره ترلاسه شوی دی.

د اسټرالیا نیو‌ ساوټ‌ولز پولیسو مشر مال‌لانیون هم رسنیو ته ویلي، چې د اطلاعاتي راپورونو پر بنسټ او د نوید اکرم له موټره ترلاسه شوي اسناد او شواهد ښیي، چې هغه په اصل کې پاکستانی او د دا/عش غړی دی. د پولیسو په خبره، ۲۴ کلن نوید اکرم د ټپونو له امله په روغتون کې بستر دی، خو د هغه پلار ساجد اکرم د برید پرمهال د پولیسو له لوري په نښه او وژل شوی دی. د رسمي شمېرو پر بنسټ، د اسټرالیا سیډني ښار اړوند بونډي ساحل کې د پاکستاني وګړو له لوري تېرې ورځې په وسله‌وال برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک او ښایي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

اسټرالیا کې د پاکستاني وګړو له لوري د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید پراخ نړۍوال غبرګونونه را پارولي دي. ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او غړو هېوادونو، سعودي عربستان، قطر، ایران، متحده عربي اماراتو او ګڼ شمېر نورو هېوادونو دا ترهګریز برید غندلی او د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي، چې په دې برید کې یهودي ټولنه په قصدي توګه په نښه شوې ده. هغه نن سهار (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه) په یوه خبري غونډه کې د وینا پر مهال زیاته کړې: «هغه څه چې د یکشنبې په ورځ پېښ شول، یو شیطاني، یهودي‌ضد او ترهګریز عمل و.»

پاکستان؛ د ترهګرۍ نمایشي قرباني که اصلي مرکز؟

پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د دې پدیدې پر وړاندې د نمایشي قرباني په پلمه له لوېدیځې نړۍ میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي او لا هم خپلې دې غولوونکې تګلارې ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونو په ځلونو د پاکستان له خاورې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې مطرح او په دې تړاو یې اسلام‌آباد سره وخت ناوخته کره او موثق شواهد هم شریک کړي دي.

سره له دې چې پاکستان دغه هېواد کې د نا امنیو ګوته نورو هېوادونو ته نیسي، خو وروستیو کې دغه هېواد کې د دا/عش ډلې د څو کلیدي غړو په نښه کېدل او تازه هم د اسټرالیا د سیډني پېښه د دې ښکارندویي کوي، چې پاکستان په حقیقت کې د ترهګرۍ قرباني نه، بلکې د دې پدیدې اصلي مرکز، تمویلوونکی او د دا/عش په څېر ډلې لپاره د پټنځایونو برابروونکی دی. پاکستان له کلونو راهیسې د ترهګرو له روزنې او ملاتړ په استفادې خپل ځان تغذیه کړی او په دې توګه یې نه یوازې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره سرخوږی جوړ کړی، بلکې اوس یې په ښکاره توګه د دې پدیدې صادرات نړۍ ته هم صادر کړي، چې غوره بېلګه یې د اسټرالیا پرونۍ پېښه ده.

پاکستانی پوځ د دې لپاره چې د نړۍوالې ټولنې سترګو ته خاور ور شیندي او ځان د ترهګرۍ قرباني وښیي، د دې پدیدې د ځپلو په پلمه، په وزیرستان او پښتونخوا کې بې‌ګناه عام وګړي تر تېغ تېروي، پر معصومو ماشومانو او بې‌دفاع مېرمنو ړانده بمونه غورځوي او ان تر دې چې په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې پر خپلو پوځي تاسیساتو ترهګریز بریدونه پلانوي، څو نړۍوالو ته داسې وښیي چې ګواکې دوی د ترهګرۍ اصلي قربانیان او د دې پدیدې پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې قرار لري؛ خو په حقیقت کې دا هر څه برعکس او د پاکستان هغه تګلاره ده، چې له لوېدیځ د پیسو او مالي ملاتړ ترلاسه کولو په پار، له لسیزو راهیسې دوام لري.

د سیاسي چارو شنونکي د سیډني پېښې ته په اشارې وایي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې له دیني او مذهبي تفکر په استفادې تل ترهګري تولید کړې او په دې برخه کې یې د لویو زبرځواکونو د ګټو خوندیتوب لپاره اسلام سپر ګرځولی دی. د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پاکستان په ظاهر کې ځان اسلامي هېواد ښیي، خو په حقیقت کې د دغه هېواد پوځي او ملکي چارواکو تل د اسلام پر خلاف عمل کړی او د اسلام له نامه په استفادې یې، د اسلام د بدنامولو لپاره کار کړی دی. پاکستان د ترهګرۍ له دودولو او صادرولو پرته، د عاید بله سرچینه نه لري او هڅه کوي له همد لارې د خپل اقتصاد په ګټه استفاده وکړي او له بده‌مرغه د پاکستاني چارواکو دې سوداګرۍ د دغه هېواد عام وګړي هم بدنام کړي او ان تر دې چې نړۍ کې د هرې ترهګریزې پېښې ریښه پاکستان پورې تړلې وي.»

که څه هم د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان او هند په وار وار پاکستان کې د ترهګرو، په ځانګړي ډول د دا/عش ډلې د مرکزونو او هلته د دې ډلې د کلیدي غړو د شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې او همداراز د اسلامي امارت پلاوي له پاکستاني اړخ سره په استانبول کې د مذاکراتو پر مهال، په دې اړه کره شواهد او اسناد هم شریک کړي، خو پاکستاني لوري نه یوازې چې په دې حقیقت سترګې پټې کړې، بلکې د خپلې همیشنۍ تګلارې پر بنسټ، لا هم ځان د ترهګرۍ قرباني بولي او د نړۍوالې ټولنې سترګو ته په خاورو شیندلو سره هڅه کوي له دې مسوولیته اوږه خالي کړي.

باور دا دی، چې د اسټرالیا په سیډني کې د پاکستاني دا/عشیانو له لوري وروستۍ پېښه باید عادي ونه ګڼل شي او نړۍوالې ټولنې ته په کار ده، چې د پاکستان په اړه د سیمې هېوادونو د اندښنو په پام کې نیولو سره، دا پېښه د سیمې او نړۍ د امنیت او سولې لپاره د خطر جدي زنګ وبولي او د سیمې له هغو هېوادونو سره دې په همغږۍ، چې وروستیو کلونو کې د دې ډلې پر وړاندې د کلکې مبارزې تجربه او د پټنځایونو، کلیدي غړو او روزنیزو مرکزونو په تړاو یې کره شواهد او اسناد په لاس کې لري، رغنده ګامونه اوچت او هغه هېوادونه چې په ښکاره ځان د دې پدیدې قرباني، خو تر شا یې اصلي لوبغاړي دي، تر سخت نړۍوال فشار لاندې ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *