د سیمې بې‌ثباتۍ نوې پروژه؛ آیا پاکستان به د لوېدیځ دا پروژه عملي کړای شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ترکیې استانبول کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو له بې‌پایلې رسېدو وروسته، تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اذربایجان بریا ورځې نمانځغونډې په څنډو کې د پاکستان له لومړي ویر شهباز شریف سره لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ به د استانبول مذاکرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې ثبات زمینه برابره او ټینګار یې کړی، چې انقره به په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د اردوغان له څرګندونو داسې ښکاري، چې ښایي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د استانبول خبرې اترې، چې دوه ورځې وړاندې بې‌پایلې پای‌ته ورسېدې، بېرته پیل شي؛ خو دا چې د خبرو اترو څلورم پړاو به کله او په کومو شرایطو او کچه پیل شي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

د دې ترڅنګ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق‌ډار سره ټلیفوني خبرې کړې او د روان وضعیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې ټلیفوني مکالمه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تهران چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

د پاکستان ملکي حکومت صلاحیت او د مذاکراتو بې‌پایلې پای‌ته رسېدل

لکه څنګه چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپلو څرګندونو کې د مذاکراتو ناکامۍ اصلي لامل د پاکستان په پوځي رژیم کې یوه خاصه کړۍ یاده کړه، له دې ښکاري چې د پاکستان ملکي حکومت لکه څنګه چې پخوا یې هم په ګڼو مسایلو کې د تصمیم نیونې صلاحیت نه درلود، اسلامي امارت سره په مذاکارتو کې هم دا صلاحیت نه و ورکړل شوی او پاکستاني پلاوي یوازې په تشریفاتي توګه مذاکراتو کې برخه اخیستې وه. د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې، ملکي حکومت تل تشریفاتي پاتې شوی او هېڅکله یې لوی لوی تصامیم نه دي نیولي او ان تر دې چې په هره کورنۍ او بهرنۍ غونډه کې د پوځي رژیم اجنډا پرمخ وړي.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ او مخدره توکه اصلي سرچینه

پاکستان چې په سیمه کې د ترهګرۍ، مخدره توګه او نا امنۍ اصلي سرچینه ګڼل کېږي، له کلونو راهیسې یې پوځي رژیم نړۍوالې ټولنې ته په دې پلمه چې دوی د ترهګرۍ قرباني دي او د دې پدیدې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، میلیاردونه ډالر په بډو وهلي دي. د دې تر ټولو غوره او تازه بېلګه له «سکای نیوز» سره د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد آصف مرګه بللی شو، چې ویلي یې وو: «پاکستان درې لسیزې د امریکا او لویدیځ په غوښتنه له یو شمیر ترورستي ډلو ملاتر کړی دی.»

د دې ترڅنګ پاکستان په سیمه کې د مخدره توکو د کښت، قاچاق او تولید تر ټولو لویه سرچینه ده، چې غوره ثبوت یې د برېټانوۍ «ټلګراف» ورځپاڼې وروستی راپور ګڼلی شو. د ټلګراف ورځپانې په راپور کې لیکل راغلي وو، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې بې‌مخینې کمښت راغلی او اوس‌مهال دا پدیده په بلوچستان ایالت کې د پراختیا په حال کې ده او سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ یې زیاته کړې وه، چې دا مهال بلوچستان کې لسګونه زره جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د پاکستاني پوځي رژیم نوې پروژه او د استانبول په مذاکراتو کې د دوی غیر منطقي غوښتنې

واشنګټن ته د پاکستاني پوځي رژیم مشر عاصم منیر وروستی سفر د دې ښکارندویي کوي، چې پوځي رژیم له امریکا د سیمې د نا امنۍ او بې‌ثباتۍ تازه پروژه اخیستې ده. پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه او په پوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې او بیا د مذاکراتو بې‌پایلې پای‌ته رسېدل او د پاکستاني چارواکو غیر منطقي غوښتنې، چې ګواکې اسلامي امارت دې د پاکستان د دننه د پوځي رژیم ټولې مخالفې ډلې افغانستان ته ولېږدوي او یا دې اسلامي امارت د اسلام‌آباد د امنیت تينګښت تضمین ورکړي، د دې ښکارندویي کوي، چې پاکستاني پوځي رژیم نه غواړي ستونزه د خبرو اترو له لارې حل او د اوبو په خړولو سره، د لوېدیځ له لوري ورکړل شوې پروژه پلي کړي.

پاکستاني پوځي رژیم غواړي د افغانستان په ناامنه کولو سره، بګرام هوایي اډې ته د امریکا د بېرته راتګ زمینه برابره کړي، هغه څه چې امریکایي لوري یې په ځلونو ځلونو د بېرته نیولو خبره کړې او د اسلامي امارت له لوري په کلکه د رد ځواب ورکړل شوی او دا د افغانستان لپاره سره کرښه ګڼل شوې ده. امریکا چې اوس دې پایلې ته رسېدلې، چې د اسلامي امارت په شتون کې د بګرام هوایي اډې بېرته ترلاسه کول ناممکنه دي، نو د افغانستان او سیمې د ناامنۍ بله پروژه یې پاکستاني پوځي رژیم ته سپارلې، څو له دې لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

پاکستان باید په دې پوه شي، چې د سیمې ټول هېوادونه اوس‌مهال مسایل په خورا دقت سره تحلیلوي او داسې پروژو عملي کېدل نه یوازې د افغانستان حکومت، بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم سره کرښه ده. بناءً د دا ډول پروژو د عملي کېدو هڅې به پاکستان ته په خورا لوړه بیه تمامې شي. پاکستان که د خپلې بقا خیر او د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی وي، نو غوره ده چې د دا ډول پروژو له راوړلو او پلي کولو دې لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *