د سپټمبر ۱۱مه؛ چل که واقعیت؟ د امریکا د خونړیو جګړو لپاره پلمه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سپټمبر د ۱۱ پېښې نه یوازې امریکا، بلکې نړۍ د سیاست او امنیت نوي پړاو ته دننه کړه. کوم څه چې په نیویارک او واشنګټن کې رامنځته شول، د څو ساعتونو په اوږدو کې یې د تاریخ لاره بدله کړه، د لوړپوړیزو برجونول له نړېدو د افغانستان د شل کلنې جګړې تر پیله، دا پېښه په نړیوالو اړیکو کې له رسمي بیانیو او بې ځوابه پوښتنو سره، پر ټاکونکي ټکي بدله شوه، هغه ټکی چې لا یې هم د میلیونونه انسانانو پر برخلیک پراخ سیوری غوړیدلی دی.

هغه سهار چې نړۍ یې بدله کړه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ سهار مهال، د نړۍ په سیاست او امنیت کې د عطف ټکی وو. څلور مسافر وړونکې الوتکې د ۱۹ کسانو له خوا چې ادعا وشوه په القاعده پورې اړوند دي وتښتل شوې او د امریکا له اقتصادي او نظامي ودانیو سره وجنګول شوې، د دې بریدونو له امله له ۹۰ بیلابیلو ملتونو څخه دوه زره ۹۷۷ کسان ووژل شول.

د یادې ورځې پر سهار، ۸:۴۶ دقیقې، ۱۱ امریکن ایر لاینز الوتکه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر شمالي برج وجنګېده. یوازې ۱۷ دقیقې وروسته، ۹:۰۳ دقیقې ۱۷۵ یونایټډ ایرلاینز الوتکه د ژوندۍ ټلویزیوني خپرونې د میلیونونه لیدونکو د سترګو پر وړاندې د نړیوال سوداګریز مرکز پر سویلي برج وجنګېده. ۹:۳۷ دقیقې ۷۷ الوتکه د امریکا پر دفاعي زړه پنتاګون وجنګیده. او ۱۰:۰۳ دقیقې ۹۳ یونایټډ الوتکه مخکې له دې چې احتمالي موخې شاید سپینې ماڼۍ یا کنګرې ته ورسیږي د مسافرو د مقاومت له امله په پنسلوانیا کې په یوه کرونده کې رانسکوره شوه.

د امریکا د وخت دولت ادعا وکړه چې دا بریدونه د ۱۹ کسانو له لوري چې ډیری یې د سعودي عربستان وو د عملیاتي متفکر محمد عطا او اصلي طراح خالد شیخ محمد په مشرۍ ترسره شوي. د دې ادعا له مخې، القاعده په منځني ختیځ کې د امریکا له نظامی حضور او اسراییل له ملاتړ څخه د غچ په انګیزې سره له ۱۹۹۹ کال راهیسې جوړ کړي وو.

د سپټمبر د ۱۱ ځانګړي کمیسیون د راپور له مخې، په دې بریدونو کې په نیویارک کې دوه زره او ۷۵۳ تنه، په پنتاګون کې ۱۸۴ او پنسلوانیا کې ۴۰ تنه ووژل شول. څه باندې ۲۵ زره کسان ټپیان شول او زرګونه نور له پېښې وروسته پر تنفسي ناروغۍ او سټرس اخته شول.

د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په فلوریډا کې په یو منځني ښوونځي کې وو چې د برید خبر یې ترلاسه کړ، هغه په خپله شپنۍ وینا کې وویل چې:  «نن پر موږ، زموږ پر هېوادوالو، زموږ د ژوند پر بڼې او زموږ پر آزادۍ یو لړ قصدي او خونړي بریدونه وشول، قربانیان په الوتکو یا هم خپلو دفترونو کې وو، منشیان، سوداګر، ښځې، نظامي او فدرال کارګران، میندې او پلرونه، ملګري او ګاونډیان او زرګونه کسان په دې بریدونو کې قرباني شول. »

بدیل کیسې او شکونه

خو د رسمي کیسې ترڅنګ، په هماغو کلونو کې نورې کیسې او شکونه هم وشول، ځینو ادعا کوله چې برجونه په کنټرول شویو چاودنو سره ونړول شول، یا خپله د امریکا دولت په دې بریدونو کې لاس درلود. په ۲۰۰۶ کال کې د ګالوپ نظرپوښتنې وښوده چې یوازې ۱۶ سلنه امریکایان رسمی شمېرې مني او دا پر دغو شکونو د ریښتونولۍ د تایید بل مهر وو، د دې نظریو پلویانو د ۷ نمبر برج د ړنګېدو د څرنګوالي په څیر مسایلو او د امریکا د هوایي دفاع ځنډ ته اشاره کوله.

که څه هم د سټمبر د ۱۱ ځانګړي کمیسیون دا ټولې ادعاوې بې بنسټه وبللې، له دې ټولو سره سره، دا شکونه د ډیرو لپاره د دې څرګندونکې وو چې امریکا له دې پېښې څخه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې په نوم جګړو د پیل لپاره د پلمې په توګه ګټه پورته کړه.

په فرانسې او کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو په تړاو د رسمي او بدیل کیسو په اړه داسې وايي: « دمګړۍ له ۲۴ کلونو وروسته، د دغې پېښې حقیقت ته د نږدې کېدو په اړه یو لړ پوښتنې مطرح شوې دي، د امریکا پر نظامی او اقتصادي مرکزونو له برید څخه لومړنۍ کیسې ښيي چې ښایي د دې پیښې تر شا نور لاسونه وو او توطیه وي. د توطیې نظریو ته له پام پرته باید ووایو د دې پېښې په تړاو ګڼې کیسې شته چې تاریخ به یې د وخت په تیریدو سره مستند او ځواب ورکړي.»

د ویجاړونکو، لګښت لرونکو او وژونکو جګړو پیل

د سپټمبر ۱۱ د جګړې پیلامه شوه، د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو لومړنۍ پایله، پر افغانستان د امریکا یرغل وو، دوه کاله وروسته، په ۲۰۰۳ کال کې امریکا پر عراق برید وکړ او د ډله ییزې وژلې د وسلو د شتون ادعا یې وکړه چې وروسته رد شوه، دغه راز په سوریه او یمن کې د امریکا اوږدمهاله جګړې د دغې پیښې له نورو پایلو څخه وې.

د براون پوهنتون د راپور له مخې، دا جګړې د سلګونه زره کسانو د وژل کېدو او میلیونونه نورو د بې ځایه کېدو لامل شوې، د سپټمبر له ۱۱ وروسته د جګړو لګښت ډیر لوړ وو، څه باندې ۸ ټریلیونه ډالره، یوازې په افغانستان کې دوه ټریلیونه او دوه سوه میلیارده ډالره لګښت وشو او په عراق او سوریه کې نږدې درې ټریلیونه ډالره ولګول شول.

د دې جګړو انساني لګښت هم ټکان ورکوونکی وو، په ټوله کې نږدې پنځه میلیونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ، چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون کسانو د جګړې په ډګرونو او میلیونونه نورو د ناروغۍ، لوږې او بې ځایه کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړه، یوازې د وژل شویو ملکیانو شمېر څه باندې څلور سوه زره کسان یاد شوی دی.

د امریکا پوځ هم درنه بیه پرې کړه، څه باندې ۷ زره سرتیري او ۱۴ زره ملګري یې ووژل شول، په جګړه ییزو سیمو کې، ۳۸ میلیونه کسان بې ځایه شوه، هغه نسل چې ژوند یې د تل لپاره د جګړې تر سیوري لاندې بدلون وکړ.

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور ویجاړونکی میراث

ځینې شنونکي په دې باور دي چې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې بریدونه، د سیمې پر وړاندې د دغه هېواد د ژیوپولیتیکي نفوذ د پراختیا لپاره پلمه وه، چې له امله یې امریکا او ناټو نږدې دوه لسیزې د دولت جوړونې، ملت جوړونې او دموکراسۍ په موخو سره په افغانستان کې حضور درلود، خو دا پروژې په عمل کې ماتې شوې، پراخه بې وزلي، سیاسي او امنیتي بې ثباتي او په بهرنیو مرستو متکي اقتصاد په هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو د حضور میراث وو.

د سیاسي او نظامي چارو شنونکی کامران امان وايي چې دا پیښه د افغانستان د خلکو لپاره د هر ډول بدبختیو پیل وه. هغه د سپټمبر د یوولسمې د پایلو په اړه داسې وايي: “دې پیښې د افغانستان خلکو ته لویه بدبختي راوړه. موږ په اقتصادي او کرنیزه پراختیا کې وروسته پاتې شو، په میلیونونو خلک کډوال شول، سلګونه زره معلول او ټپیان شول، او زرګونه مړه شول. زموږ د هېواد زیربنا په بشپړه توګه ویجاړه شوه او زموږ د پخواني پوځ تجهیزات د متحده ایالاتو لخوا ویجاړ شول. نن ورځ، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت او بې کاري په بحراني شرایطو کې دي. موږ د آزادۍ لپاره هرڅه قرباني کړل، خو د امریکا دسیسه نړۍ ته ښکاره شوه. دا یوه طرحه شوې سناریو وه چې د افغانستان د شل کلن اشغال لامل شوه او بالاخره د متحده ایالاتو په ماتې سره پای ته ورسیده.”

د امریکا د یرغل پای او هغه پوښتنې چې لا هم بې ځوابه پاتې دي

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه په ماتې سره پای ته ورسېده. خو د سپټمبر ۱۱ که د رسمي بیانیې له لارې وي یا د شکونو او بې ځوابه پوښتنو له لارې، دا د خونړیو جګړو لپاره یوه بهانه شوه؛ له افغانستانه تر عراق پورې، له سوریې تر یمن پورې په میلیونونو قربانیان پریښودل. که څه هم رسمي او بدیل بیانیې لاهم جنجالي دي، هغه څه چې ډاډمن دي دا دي چې دې پیښې د افغانستان په ګډون هېوادونو ته دروند زیان اړولی دی؛ جګړه، بې ځایه کیدل، ویجاړۍ او فقر. نن ورځ، له دوو لسیزو ډیر وخت وروسته، لا هم اصلي پوښتنه بې ځوابه پاتې ده: ایا دا ټول لګښت او قربانۍ نړۍ خوندي کړه، که دا یوازې د امریکا د جیوپولیتیک نفوذ پراخولو لپاره یوه پلمه وه چې په سیمه کې یې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي دوره نوره هم پراخه کړه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *