د سپټمبر له ۱۱ د اګسټ تر ۳۱؛ په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې کیسه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه سهار مهال، د نیویارک اسمان په اور او لوګي سره وپوښل شو. د القاعده له لوري څلورو تښتول شویو الوتکو د نړۍ سوداګریز برجونه، پنتاګون او پنسلوانیا کې یوه سیمه موخه وګرځوله. هغه بریدونه چې امریکا ادعا کوي په افغانستان کې پلان شوي وو.

له دې ادعا وروسته امریکایي ځواکونو او ملګرو یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر شعار لاندې پر افغانستان یرغل وکړ. د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د برید په اړه وویل: «د امریکا متحده ایالاتونو پوځ زما په لارښونه په افغانستان کې د القاعده د روزنیزو مرکزونو او اسلامي امارت د نظامي تاسیساتو پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي، دا اقدامات د ترهګرو د عملیاتي اډې په توګه له افغانستانه په ګټنې د ګډوډۍ لپاره په دقت سره طرحه شوي دي، زموږ ملګرې بریټانیا په دې عملیاتو کې له موږ سره یوځای شوې، کاناډا، اسټرالیا، جرمني او فرانسې د دغو عملیاتو په لړ کې د ځواکونو د لیږلو ژمنه وکړه.»

امریکايي ځواکونو د بریټانیايي ځواکونو په ملاتړ د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۷ نېټه د افغانستان د وخت پر حکومت بریدونه پیل کړل چې لومړني بمونه یې په کابل او کندهار کې د اسلامي امارت پر سنګرونو وغورځېدل.  ځانګړو امریکایي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او یوازې څو اوونۍ وروسته، په نوامبر میاشت کې د کابل حکومت سقوط وکړ او اسلامي امارت سویل ته شاتګ وکړ. د همدې کال په ډسمبر میاشت کې، کندهار هم د اسلامي امارت له ولکې ووت. په ورته مهال د بن هوکړه لیک لاسلیک شو او حامد کرزی د لنډمهالې ادارې د رییس په توګه وټاکل شو.

د جګړې پیل ۲۰۰۱ کال

  • د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱: پر امریکا برید
  • د ۲۰۰۱ د اکتوبر ۷: په افغانستان کې د امریکا د بمبار پیل
  • د ۲۰۰۱ د نوامبر ۱۲: د کابل پرځېدل
  • د ۲۰۰۱ ډسمبر: د کندهار پرځېدل، د بن هوکړه او د افغانستان د لنډمهالي حکومت پیل

خو دا نوی پیل وو. تر ۲۰۰۳ کال پورې د امریکایي ځواکونو شمېر لس زره تنو ته ورسېد. بوش نظامي عملیات پای ته رسېدلی ماموریت وګاڼه، خو اسلامي امارت له ۲۰۰۶ کال راهیسې په سویل کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ. پر عراق د امریکا له تمرکز سره، جګړه لا خونړۍ شوه. تر ۲۰۰۷ کال پورې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵ زره تنو ته ورسېد. په ۲۰۰۹ کال کې، بارک اوباما ۳۰ زره نور سرتیري را ولیږل او تر ۲۰۱۱ کال پورې د امریکا حضور خپلې لوړې کچې ۹۸ زره سرتیرو ته ورسېد چې د نورو هېوادونو له ځواکونو سره په ټوله کې ۱۴۰ زره بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود.

د ځواکونو زیاتوالی

  • ۲۰۰۱: ۲,۵۰۰ سرتیري
  • ۲۰۰۳: ۱۰,۰۰۰ سرتیري
  • ۲۰۰۶: ۲۰,۰۰۰ سرتیري
  • ۲۰۰۷: ۲۵,۰۰۰ سرتیري
  • ۲۰۰۹: ۷۱,۰۰۰ سرتیري
  • ۲۰۱۱: لوړه کچه ۹۸,۰۰۰ سرتیري (په ټولټال بهرنیان: ۱۴۰,۰۰۰)

په ۲۰۱۱ کال کې بل مهم ټکی دا وو چې د همدې کال په مې میاشت کې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو. له هغه وروسته، اوباما اعلان وکړ چې د ځواکونو تدریجي ایستل پیلیږي. تر ۲۰۱۴ کال پورې د جګړې مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو او ناټو خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه. د امریکایي ځواکونو شمېر ۳۷ زره تنو ته راکم شو.

د اسامه بن لادن وژل کېدل او د ناټو د جنګي ماموریت پای

  • د ۲۰۱۱ مې میاشت: د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کېدل
  • ۲۰۱۴: افغانانو ته د جنګي مسوولیت سپارل او د ناټو د ماموریت پای
  • ۳۷ زره تنو ته د امریکایي ځواکونو تدریجي راکمېدل

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د پاکستان ایبت‌آباد کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په اړه وویل: «نن شپه کولای شم د امریکا او نړۍ خلکو ته خبر ورکړم چې متحده ایالتونو داسې عملیات ترسره کړي چې له امله یې د القاعده مشر اسامه بن لادن وژل شوی دی. د امریکا متحده ایالتونو وسله والو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې د عملیاتو په ترڅ کې بن لادن په نښه کړی او مړی یې ترلاسه کړی دی. په دې عملیاتو کې هیڅ امریکایي نظامي ته زیان نه دی رسېدلی او موږ هڅه کړې چې له ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.»

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له کمېدو سره، اسلامي امارت د هېواد په ګڼو سیمو کې خپله واکمني پراخه کړه. په ۲۰۱۵ کال کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۹ زره تنو ته ورسېد او د ۲۰۲۱ تر جنوري پورې دا شمېر ۲۵۰۰ تنو ته راکم شو. د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه لیک لاسلیک شو چې په ۱۴ میاشتو کې یې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل تضمین کړل. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ نېټه اسلامي امارت کابل ونیو او اشرف غني له هېواده ووت. بلاخره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰ نېټه د کابل په وخت د شپې په ۱۱:۵۹ دقیقو د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستي امریکایي سرتیرو په وتلو سره امریکا خپل ۲۰ کلن ماموریت ته د پای ټکی کېښود.

د دوحې هوکړه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل

  • د ۲۰۲۰ د فبروي ۲۰: د دوحې د هوکړه لیک لاسلیک(په ۱۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو وتل)
  • د ۲۰۲۱ د اګسټ ۲۱: د اسلامي امارت له لوري د کابل نیول، د اشرف غني وتل
  • د ۲۰۲۱ د اګسټ ۳۱: د وروستي امریکایي سرتیري وتل( د کابل په وخت د شپې ۱۱:۵۹ دقیقې)

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان کنت فرانک مک‌کنزي د ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه وویل: «زه دلته اعلان کوم چې له افغانستانه د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو وتل بشپړ شوي. وروستۍ سي-۱۷ الوتکه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ نېټه د کابل په وخت څه باندې نیمه شپه د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه پورته شوه. په دې سفر کې په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسون هم حضور درلود. د تخلیې دا عملیات بې ساری ماموریت وو چې په لړ کې یې څه باندې ۱۲۳ زره ملکیان په ارامۍ سره له افغانستانه ووتل.»

په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته څه باندې ۷۷۵ زره امریکايي سرتیری راولیږل شول. ۲۴۶۰ تنه یې ووژل شول او څه باندې ۲۱ زره نور ټپیان شول. میلیاردونه ډالر ولګول شول. خو هغه جګړه چې د القاعده د له منځه وړولو په موخه پیل او د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د پرځېدو لامل شو، واک ته داسلامي امارت په بیا راستنېدو سره پای ته ورسېده. او دا پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده چې، افغانستان او امریکا ته د شل کاله جګړې لاسته راوړنه څه وه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *