آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروستیو کلونو کې طبیعي پېښو (زلزلې) له افغانانو ګڼې قربانۍ واخیستې؛ د پکتیکا له ګیان او برمل ولسوالیو را نیولې د هرات تر زندهجان ولسوالۍ او د روان کال د وږي میاشتې په نهمه نېټه د هېواد ختیځ، په ځانګړي ډول د کونړ ولایت مزار دره، چې ګڼ شمېر کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولې او شاوخوا ۲۲۰۰ تنو په دې مرګونې او ویجاړوونکې زلزله کې ژوند بایلود. د کونړ غم لا تازه دی او د کونړیانو ټپونه لا نه دي رغېدلې، چې تېره شپه د زورورې زلزلې یوې بلې څپې د هېواد پلازمېنې په ګډون ګڼ شمېر شمالي ولایتونه، په ځانګړي ډول سمنګان او بلخ ولایتونه ولړزول، چې د پراخو مالي زیانونو ترڅنګ یې، لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېنولې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر دې دمه څه د پاسه ۲۰ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۵۳۴ تنه د بلخ او سمنګان ولایتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، چې د مرګژوبلې شمېر لا هم وروستۍ نه دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره د بدلون په حال کې دي.
زلزله کله او څنګه رامنځته کېږي؟
د نړۍوالو معتبرو څېړنیزو بنسټونو د څېړنو پر بنسټ، زلزله هغه مهال رامنځته کېږي، چې کله د ځمکې لاندې په ډبرو کې ذخیره شوې انرژي، چې معمولا د ځمکې «تکتونیکي» تختو د خوځښت لامل کېږي، په ناڅاپي توګه خوشې شي. دا خوشې شوې انرژي د ځمکې لاندې، چې د زلزلې اصلي مرکز هم ورته ویل کېږي او څو کیلومټره ژوروالی لري، د څپو په بڼه خپرېږي او د ځمکې د لړزېدو لامل ګرځي. د څېړنو پر بنسټ، کله چې د تکتونیکي تختو فشار له خپله حده زیات شي، ډبرې ماتېږي او د ځمکې ښوویېدنه رامنځته کېږي. د زلزلې څپې معمولاً له مرکزه یعنې (Hypocenter) چې د ځمکې په څو کیلومټره ژوروالي کې موقعیت لري، خپرېږي. لومړنۍ څپې د (Primary-waves) او ورپسې څپې (Surface-waves) په نوم یادېږي.
د زلزلې پر مهال څنګه ځانونه خوندي وساتو؟
ډېری خلک د زلزلې پر مهال یوازې په دې هڅه کې وي، چې له کورونو د باندې ووځي او همدا د خوندیتوب یوازینۍ لار بولي، خو هغه کسان چې په لوړ پوړیزو ودانیو کې ژوند کوي، هغوی نشي کولی د دا ډول پېښو پر مهال له کورونه د باندې ووځي او دا هم ستونزمنه ده، چې د زلزلې رامنځته کېدو اټکل دې له وړاندې وشي، خو د ځانونو خوندیتوب لپاره ځینې لارې چارې شته، چې هېوادوال کولی شي له وړاندې ورته چمتووالی ولري.
په لومړي ګام کې په کار ده، چې د زلزلې په اړه خلکو ته د رونیزو ورکشاپونو له لارې منظمې روزنې ورکړل شي؛ په دې روزنیزو ورکشاپونو کې باید د کورونو د استقامت زیاتوالی، د لومړنیو روغتیایي مرستو بکسې چمتووالی، په کورونو کې د درنو شیانو، لکه د کتابونو المارۍ او ورته نورو شیانو کلکول، د خوب له ځایه د خطرناکو توکو لرې کول، د زلزلې پر مهال د پټېدو له تکتیکونو سره بلدتیا؛ لکه تر مېز لاندې کېناستل، د تګ پر مهال د سر کاسې ته د یوه کلک شي نیول او ځینې نور چې په لاندې توګه به روښانه هم شي، هغه تکتیکونه دي، چې په اړه یې باید ولسونو ته له بېلابېلو لارو، په ځانګړي ډول رسنیو له لارې عامه پوهاوی ورکړل شي.
- خوندي ځای کې پناهاخیستنه:
خپلو کورنیو ته ور زده کړئ، چې د زلزلې پر مهال د کلکو میزونو لاندې ځانونه پټ او د زلزلې تر پایه هملته پاتې شي. که چېرې مېز نه وي، نو د دیوال په یوه څنډه کې دې کېني او تر خپل سر او غاړه دې لاسونه تاو کړي.
- د خوندي لارو ښودل:
په کوم ځای کې چې ژوند کوئ، خپلو کورنیو ته مخکې له مخکې د بېړنیو لارو په اړه پوهاوی ورکړی. د زلزلې پر مهال د لفټ «برېښنایي زینو» او عادي زینو د خطرونو په اړه ورته ووایئ او د زلزلې پر مهال یې په خوندي لارو وباسئ او په دې اړه دوامداره پوهاوی ورکړئ او وخت ناوخته ورسره پرې بحث کوئ.
- د درنو وسایلو کلکول:
لومړی په خپلو کورونو کې درانه توکي تشخیص کړئ، لکه د کتابونو المارۍ او داسې نور او بیا یې په داسې بڼه ځای پر ځای او کلک کړئ، چې په اسانۍ سره ونه خوځېږي. هغه وسایل چې درانه دي او په ورځنۍ توګه ترې کار نه اخلئ، هڅه وکړئ د خپلو کورونو لاندې پوړونو او یا یې داسې خونو ته ولېږدوئ، چې هلته ستاسو ناسته ولاړه کمه وي.
- د خوب لپاره د خوندي ځای ټاکل:
په خپلو کورونو کې د خوب لپاره خوندي ځای وټاکئ، هڅه وکړئ د خپل خوب ځای له پنجرو، ښیښو لرې جوړ کړئ او داسې توکي د خپل خوب د ځای پر سر مه را ځوړند کوئ، چې د زلزلې پر مهال یې د پرځېدو امکان وي او ستاسو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
- د بېړنیو توکو بستې چمتو کول:
هڅه وکړئ په خپلو کورونو کې د بېړنیو توکو بستې چمتو کړئ؛ په ځانګړي ډول د لومړنیو روغتیایي مرستو بکسې چمتو کول، له خوب وړاندې اوبه، څراغ او داسې نور توکي، چې کولی شي د زلزلې پر مهال تاسو سره مرسته وکړي، چمتو او له ځانه سره ولرئ.
د پورتنیو مواردو ترڅنګ، د زلزلې پر مهال تاسو کولی شئ ځینو نور ګامونه هم اوچت کړئ، لکه د ګاز د منکل بندول او ان تر دې چې د ګازډبې د اصلي کلۍ کلکول، په خپله شاوخوا کې، په ځانګړي ډول د خوب ځای شاوخوا له ساکت د برېښنایي وسایلو ایستل او داسې نور…
د زلزلې پر مهال هڅه وکړئ د خپلو کورنیو له عمر خوړلو او ماشومانو سره، چې تر ډېره ستاسو لاسنیوي ته اړتیا لري، مرسته وکړئ او کله چې له کوره د باندې ووتلئ، د برېښنا له مزو او پایو لرې اوسئ او هڅه وکړئ چې یوې آزادې فضاء ته ځانونه ورسوئ.
