د رضا پهلوي دوه‌ګونی دریځ؛ ګډوډۍ ته د لاریونوالو هڅونه او له مسوولیته تېښته

آفاق خبري آژانس؛ کابل: سره له دې چې وروستیو کې ایران کې د لاریونونو څپه تر ډېره مهار شوې، خو له دې سره هم‌مهاله د بهرنیو لوبغاړو او د ایران حکومت مخالفو څېرو دریځونه او رول ارزونې هم بدل شوي دي. له دې ډلې یو هم د ایران حکومت سرسخت مخالف او ګډوډیو ته د لاریونوالو هڅوونکی رضا پهلوي دی؛ هغه تازه له یوې امریکايي «سي‌بي‌اس» رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چې ګواکې ده هېڅکله له لاریونوالو نه دي غوښتي، چې امنیتي ځواکونو سره نښته وکړي او له دې امله یې پر لاریونوالو نیوکې هم کړې دي، په داسې حال کې چې د نوموړي پخواني دریځونه او کړنې د هغه له اوسنۍ وینا او عمل سره د ښکاره ټکر ښکارندویي کوي.

رضا پهلوي له یوې خوا کلونو راهیسې د کوڅه‌ییزو تاوتریخجنو لاریونونو، مدني نافرمانیو او حتا د ایران اوسني حکومت د پرځولو ملاتړ کوي، خو له بلې خوا کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوړي او عامو ایرانیانو ته د سر او مال زیان ورسېږي، نو هڅه کوي ځان د سولې غوښتونکي او د تاوتریخوالي مخالف په توګه معرفي کړي. دا ډول دوه‌ګونی چلند په حقیقت کې د هغه «سیاسي دوه‌مخیتوب» او له مسوولیته د تېښتې ښکارندویي کوي؛ هغه تګلاره چې بیه یې دی او د ده کورنۍ نه، بلکې عام ایرانیان پرې کوي او په کور د ننه ورته ځاني، اقتصادي او ټولنیز زیانونه رسېږي. کله چې یو څوک په بهر کې ناست او د نورو په اشاره د حاکم نظام پر وړاندې خلک تقابل او تاوتریخوالي ته هڅوي او بیا د تاوتریخوالي له مسوولیت هم تېښته کوي، دا په حقیقت کې سیاسي او مدني مبارزه نه، بلکې د نورو د پروژو عملي کول او د ایران د خلکو له احساساتو، ارزښتونو او وینو سره لوبې کول دي.

مطالب بیشتر:  د کډوالو په اړه د ټرمپ ادارې سخت‌دریځي او د افغان پناه‌غوښتونکو ناروښانه راتلونکی

د رضا پهلوي دغه دوګوني دریځ او چلند ته په کتو، ویلای شو چې د هغه لپاره د ایران د خلکو ګټې لومړیتوب نه، بلکې تر هر څه وړاندې خپلې شخصي ګټې، سیاسي جایګاه او هغه رول چې د بهرنیو لوبغاړو، په ځانګړي ډول د اسراییل او امریکا له لوري ورته ټاکل کېږي، لومړیتوب لري. د امریکا او اسراییل له لوري د پهلوي سیاسي او رسنیز ملاتړ، دا حقیقت لا روښانه کوي، چې نوموړی نه یوازې سیاسي بلوغ او خپلواکي نه لري، بلکې ځان یې د دغو هېوادونو د لاس وسیله ګرځولی دی. هر هغه تګلاره یا سیاسي کرښه چې د امریکا او اسراییل له لوري د ایران پر وړاندې طرحه کېږي، د عملي کېدو لپاره یې د پهلوي له کورنۍ ګټه اخلي، هغه څه چې د پهلویانو د وطندوستۍ حس او سیاسي خپلواکي تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

د ایران په تاوتریخجنو لاریونونو کې د امریکا او اسراییل رول هغه موضوع ده، چې د ایراني چارواکو له لوري څو ځله مطرح شوې ده. ایراني چارواکي ټینګار کوي چې دا لاریونونه یوازې کورنۍ ریښې نه لري، بلکې د بهرني فشار او د ایران د بې‌ثباتۍ پروژې یوه برخه ده. د ایران له لاریونونو ښکاره رسنیز ملاتړ، د امریکایي او اسراییلي چارواکو سیاسي دریځونه او په ټولنیزو شبکو کې د دې موضوع اړوند پراخ تبلیغات او فعالیتونه، ټول د دې ښکارندویي کوي، چې په ایران کې روان لاریونونه په قصدي توګه د تاوتریخوالي لوري ته سوق شول.

په دې لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې لاریونوالو ته یې په خطاب کې ویلي «مرستې په لاره دي» هم د تمرکز وړ دي. دا ډول ګواښونه او ژمنې ښايي په ظاهري بڼه د لاریونوالو لپاره هیله‌بښوونکې وي، خو تجربو ثابته کړې، کومو هېوادونو چې د امریکا پر ژمنو باور کړی، پایله یې له وراني، بې‌ثباتۍ او د ټولنیزو جوړښتونو له ړنګېدو پرته بل څه نه دي، چې غوره بېلګې یې هم لیبیا، سوریه او نور هېوادونه ګڼلی شو؛ کله چې امریکا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د لاریونونو او پاڅونونو ملاتړ کړی، وروستۍ پایله یې نه ولسواکي او نه هم سوکالي وه، بلکې اوږدمهاله کورنیو جګړو، ناامنیو او دوامداره بحرانونو ته یې زمینه برابره کړې ده.

مطالب بیشتر:  په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ مهمې پېښې

ایراني چارواکي وایي، سوله‌ییز لاریونونه د دغه هېواد د هر وګړي قانوني حق دی، خو په خبره یې ځینې ترهګرې کړۍ له دې فرصته په استفادې لاریونونو ته د ننه شوې او پر خلکو یې ډزې کړې، څو د انساني تلفاتو شمېر لوړ شي. د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، تهران کې له بهرنیو سفیرانو سره ناسته کې ویلي، چې د جنورۍ له ۸مې تر ۱۰مې، وسله‌وال ترهګر د تلفاتو شمېر زیاتوالي په موخه، لاریونونو ته د ننه شوي وو او په پلان شوې بڼه یې پر امنیتي ځواکونو او خلکو ډزې کولې.

پایله:

د ایران له وروستیو لاریونونو دا نتیجه ترلاسه کېدای شي، چې که څه هم د سوله‌ییزو خوځښتونو له لارې د غوښتنو مطرح کول د هر وګړي مشروع حق دی، خو کله چې دا ډول حرکتونه د بهرنیو لاس‌وهنو په وسیله له خپل اصلي مسیر بهر او په تاوتریخوالي واوړي، په دې صورت کې د عامه شتمنیو ساتنې، د نظام بقا او د خلکو د سر او مال خوندیتوب لپاره، حاکم نظام د پرېکنده اقدام حق لري. په دا ډول خوځښتونو کې د رضا پهلوي په څېر کسانو رول او له لاریونوالو د امریکا – اسراییل هر اړخیز ملاتړ، د دې پر ځای چې د خلکو وضعیت او ژوند ښه کړي، ډېری مهال د بحران ژوروالي او د ټولنې پر اوږدو د لګښتونو او زیانونو زیاتوالي لامل کېږي. تجربو ثابته کړې، هر هغه سناریو چې له بهره د یوه هېواد د بې‌ثباته کولو او واکمن نظام پرځولو لپاره طرحه کېږي، نه یوازې دا چې ثبات یې نه دی راوستی، بلکې ستونزې یې لا ژورې کړې او په پایله کې یې بیه عامو خلکو پرې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *