د خامنه‌یي ترور او نړۍوال غبرګونونه؛ د سیمې بې‌ثباتي او د ظالمانو پر وړاندې پاڅون

د ایران د ستر مشر سید علی خامنه‌يي، د ترور خبر د معاصر تاریخ په بهیر کې د نړیوالو او سیمه‌ییزو عامه افکارو پر ذهنیت ژور او پراخ اغېز وکړ. دا پېښه چې د امریکا او اسراییلي رژیم د ګډو بریدونو په پایله کې رامنځته شوه، نه یوازې په ایران، بلکې په ټوله نړۍ کې یې پراخ انعکاس درلود. بېلابېلو نړۍوالو رسنیو، له خبري اژانسونو نیولې تر سیمه‌ییزو سرچینو پورې، هر یوه له خپل لیدلوري سره سم، دغه پېښه څېړلې ده. په دې راپور کې د بهرنیو رسنیو انعکاس او د ایران او سیمې پر سیاسي او ټولنیز وضعیت د دې پېښې اغېزې څېړل کېږي.

د فرانسې خبري آژانس د اسلامي انقلاب د مشر ترور ته په اشارې سره هغه «د لوېدیځ قسم خوړلی دښمن» بللی دی. دې رسنۍ ټینګار کړی چې د آیت‌الله خامنه‌یي ترور، په ځانګړي ډول د لوېدیځ لپاره، د ایران په تاریخ کې مهمه پېښه ده.
گارډین هم د ایران د کورنیو رسنیو په حواله د دې خبر په تایید سره ویلي، چې له دې پېښې وروسته په ایران کې ۴۰ ورځې ملي ماتم او اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

اسوشیټډپرس پرس خبري آژانس بیا لیکلي، چې آیت‌الله خامنه‌یي د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې ترور شو او زیاته کړې یې ده، چې دغو بریدونو د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د امریکا د لاس‌وهنې، نوې څېره را برسېره کړه.
له بلې خوا، د چین شینهوا هم د ۴۰ ورځني ملي ماتم اعلان ته اشاره کړې ده.

رویټرز په خپل راپور کې، ایران د امریکا پر ضد د یوه ځواکمن ځواک بدلیدو په اړه د هغه رول ته اشاره کړې او د دې پېښې د راتلونکو اغېزو یادونه یې کړې ده.
امریکایۍ رسنۍ سی‌ان‌ان بیا ټینګار کړی چې دغه پېښه «منځنی ختیځ د بې‌باورۍ په سمندر کې ډوب کړی دی».

مطالب بیشتر:  د نري یخ پر سر ډیپلوماسي، د ډيریدونکو اندېښنو ترمنځ د پاکستان او افغانستان خبرې اترې

واشنگټن پسټ ورځپاڼې بیا خبرداری ورکړی چې دې پېښې په سیمه کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو خطر ډېر کړی دی.
الجزیرې شبکې هم دغه پېښه په منځني ختیځ کې د «بې‌باورۍ نوې کچې» په توګه یاده کړې ده.

ان‌بي‌سي نیوز لیکلي، چې آیت‌الله خامنه‌یي په ۸۶ کلنۍ کې ترور شو، خو زیاته کړې یې ده، چې هغه د امریکا او اسراییل پر وړاندې کلک ودرېده.
آکسیوس د ۳۵ کلنې رهبرۍ مودې او د هغه تاریخي ځایګي ته اشاره کړې ده.

نیویارک ټایمز هغه «سرسخت دښمن» بللی او د ویرجنو ایرانیانو د پراخو لاریونونو یادونه یې کړې ده.
یورونیوز راپور ورکړی چې ایران د منځني ختیځ ښارونه د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي دي.

بي‌بي‌سي دا پېښه «لویه شېبه» بللې او د ایران د ځواب یادونه یې کړې ده.
اسکای نیوز راپور ورکړی چې امریکا او اسراییل د «حماسي غوسې» په نوم عملیاتو کې د ایران مشر ترور کړی او ایران یې غچ اخیستونکی ځواب ورکړی دی.

د روسیې سپوتنیک خبري آژانس هغه د منځني ختیځ له تر ټولو اوږدمهاله مشرانو بللی.
د روسیې بل خبري آژانس ټاس هم د اسلامي انقلاب ځواکونو د غچ اخیستنې اعلامیه خپره کړې ده.

د ترکیې آناتولی د ایران د ملي امنیت شورا له قوله دا پېښه «د ظالمانو پر ضد د ستر پاڅون پیل» بللې ده.
تایمز آو اسرائیل هم د ۴۰ ورځني ملي ماتم یادونه کړې ده.

رای الیوم لیکلي چې نوموړی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د شنبې په ورځ، هدف وګرځول شو او په خپله ۳۶ کلنه مشرۍ کې یې، ایران په خورا ځواک سره اداره کړ.
د یمن المسیره په سرلیک کې لیکلي: «آیت‌الله علی خامنه‌یي… د قدس په لار کې شهید.»

مطالب بیشتر:  ډیلي او اسلام‌آباد کې هم‌مهاله چاودنې؛ سیمه کې د بې‌ثباتۍ بله څپه

همدارنګه د عراق الفرات نیوز او د فلسطین معا هم د ایران د رسمي تلویزیون له قوله د خبر تایید خپور کړی دی.

د خامنه‌یي ترور له امله پر ایران سربېره، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خلک واټونو ته راوتلي او د امریکا پر کونسلګریو او سفارتونو یې بریدونه کړي دي. د پاکستان په کراچۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ قهرجنو لاریونوالو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د دې ترڅنګ، د امریکا په تکزاس ایالت کې هم د علي خامنه‌یي له ترور وروسته، په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. د ایران د ستر مذهبي مشرۍ د ترور له امله نن هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لاریونونه دوام لري.

په ټوله کې، نړیوالو او سیمه‌ییزو رسنیو د آیت‌الله خامنه‌یي ترور، د ایران او منځني ختیځ په تاریخ کې د یوې مهمې او پېښې په توګه ارزولی، هغه پېښه چې نه یوازې یې سیمه له بې‌باورۍ سره مخ کړې، بلکې په نړیوالو او سیمه‌ییزو اړیکو د تازه کړکېچونو د رامنځته کېدو نښه هم بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *