د جګړې له ډګره د دوحې تر هوکړې؛ پټ ضمایم او د بې‌باورۍ دوام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا متحده ایالتونه افغانستان کې له نږدې دوه لسیزې پوځي حضور او اسلامي امارت سره تر خونړۍ جګړې وروسته، بالاخره امریکا دې پایلې ته ورسېده، چې د جګړې پر ځای د مذاکرې مېز غوره کړي. د تګلارې دا بدلون د هغو ناستو پیل و، چې په پایله کې یې د دوحې هوکړه ترلاسه شوه.

دوحه کې لومړنۍ ناسته

د اسلامي امارت او امریکایي چارواکو ترمنځ لومړنۍ رسمي غونډه د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه په دوحه کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ملا عبدالغي برادر چې هغه مهال د اسلامي امارت سیاسي مرستیال و، د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره مخامخ خبرې وکړې. د دغو خبرو اترو اصلي موضوع د جګړې پای، د سولې مذاکراتو پیل او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل وو.

د لومړۍ ناستې په تعقیب، دویمه، درېیمه او څلورمه غونډه هم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې وشوې.

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ جوړې شوې غونډې:

                              دویمه غونډه: ۱۶ نوامبر ۲۰۱۸، د قطر پلازمینه دوحه

درېیمه غونډه: ۱۷ ډسمبر ۲۰۱۸، د متحده عربي اماراتو، ابوظبي

څلورمه غونډه: ۱۹جنورۍ ۲۰۱۹، د قطر پلازمېنه دوحه

دې غونډو د اسلامي امارت او متحده ایالتونو ترمنځ د ۱۸ میاشتو مذاکراتو زمینه برابره کړه.

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري آفاق خبري آژانس سره د دې هوکړې په اړه وایي: «د دوحې هوکړې له یوې خوا خورا مثبته وه؛ ځکه له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړه. دا خورا مثبت او مهم ګام و او په افغانستان کې یې جګړې او بمباریو ته د پای ټکی کېښود. خو له بلې خوا، دې هوکړې یو منفي اړخ هم درلود، د دې هوکړې پر اساس تمه وه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، بین الافغاني مذاکرات پیل شي، څو افغانان په خپل منځ کې سره کینې او ټول ګډونه حکومت جوړ کړي، خو متاسفانه د هوکړې دا برخه عملي نه شوه.»

د دوحې هوکړې لاسلیک

له څو پړاوه مذاکراتو او ناستو پاستو وروسته، بالاخره د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر د دوحې تاریخي هوکړه د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازو په حضور کې لاسلیک کړه.

په دې مراسمو کې د امریکا د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم حضور درلود او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دا هوکړه تلپاتې سولې ته د رسېدو په پار مهم ګام وباله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې هوکړې له لاسلیک وروسته وویل: «د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې، چې پراخ نړۍوال او سیمه‌ییز ملاتړ له ځانه سره لري، یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو او بحران پای‌ته رسېدو مسیر به پرانیزي.»

د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې د هوکړې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، تر لاسلیک وروسته وویل: «موږ هیله‌من یو چې دا هوکړه د افغانستان د خلکو لپاره د تلپاتې ثبات او هوساینې په برخه د یوه نوي پړاو پیل واوسي او وکولی شي د امنیت، پرمختیا او هوساینې په برخه کې د هغوی موخې تحقق کړي.»

د چارو شنونکي وایي، چې دا هوکړه د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور پای‌ته رسېدو او د افغانستان سیاسي خپلواکۍ په پرخه کې خورا مهمه وه. دوی ټینګار کوي، چې دا هوکړه د مغرضانه لیدلورو خلاف، یوه مشروع او هدف‌لرونکې مذاکره وه، چې نه یوازې ۲۰ کلنې جګړې ته یې د پای‌ ټکې کېښود، بلکې له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو او د اسلامي مارت بیاځلي واکمنېدو زمینه برابره کړه.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی افغانستان کې د امریکا او متحدینو د حضور په اړه یې وایي: «امریکا او متحدین یې د افغانستان د اشغال لپاره راغلي وو او له مذاکراتو وروسته، چې ۱۸ میاشتې یې دوام وکړ، اشغال پای‌ته ورسېده. خو د دوحې هوکړې په دویم سند او دویم ند کې ټینګار شوی و، چې بین الافغاني مذاکرات باید وشي، خو دا کار ونه شو او اوس هم دا سند کولی شي د بین الافغاني مذاکراتو بستر برابر کړي. که حکومت شرایط برابر کړي او ټول اړخونه د ملي یووالي او خپلواکۍ ساتلو او اختلافاتو حل لپاره سره را ټول شي، راتونکي کې به د افغانستان خلکو ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه وي.»

د دوحې هوکړه څلور اساسي ټکي لري: د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل – د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارولو ته د اسلامي امارت ژمنتیا – د بین الافغاني خبرو اترو پیل او د تلپاتې اوربند ټینګښت شامل وو. ویل کېږي، چې دا هوکړه ځینې پټ ضمایم هم لري، هغه ضمایم چې تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د دوحې هوکړې څلور اساسي ټکي:

  • د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل
  • د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارولو ته د اسلامي امارت ژمنتیا
  • د بین الافغاني مذاکراتو پیل او یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل
  • د تلپاتې او هړ اړخیز اوربند ټینګښت لپاره ګډې هڅې

قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سهیل شاهین د دې هوکړې د تحقق په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د هوکړې پر دواړو مادو، اوږده او مفصل بحثونه شوي، تر هغو چې امریکایي لوري ومنله، چې د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې به له افغانستانه وځي. د هوکړې بله برخه د عملي کېدو پر څرنګوالي و؛ له هغې ډلې دا چې اول امریکایان له کومو سیمو ووځي او ورپسې له کومو سیمو او همداراز د وتلو پر مهال پر دوی بریدونه ونشي. دې چوکاټ ته د دوحې هوکړې د عملي کېدو چوکاټ هم ویل کېږي.»

غبرګونونه او بېړني عواقب

امریکایي چارواکو اعلان وکړ، چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به، د سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو ۸۶۰۰ ته را ټیټ کړي او په بشپړه توګه وتل یې د اسلامي امارت تر ژمنتیاوو مشروط کړل. اسلامي امارت هم له خپلو ځواکونو وغوښتل، چې پر بهرنیو ځواکونو هېڅ برید ونه کړي. تمه وه د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام مشخصولو لپاره د دوو اونیو په لړ کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد د دوحې هوکړې د ضمایمو په اړه وایي: «د دوحې هوکړې په ضمایمو کې تر ډېره پر امنیتي مسایلو تمرکز شوی و. په دې اسنادو کې د افغانستان سیاسي راتلونکی، ډیپلوټیک تعاملات، پولي او مالي مسایل نه دي مطرح شوي. هغه څه چې روښانه وو، د وتلو پر مهال پر امریکایي ځواکونو او نورو اړخونو د برید مخنیوي څرنګوالی و. همداراز ځینې نور تخنیکي مسایل او له ترهګرۍ سره مبارزه هم پکې وو. زما په اند په مذاکراتو کې دواړو خواوو لاسته‌راوړنې درلودې؛ خو له بده‌مرغه ټولو اساسي موضوعاتو ته رسېدنه ونه شوه.»

متقابل تورونه او د هوکړې نقض

د دوحې هوکړې له لاسلیک پنځه کاله تېرېږی، خو لا هم دواړه لوري پر یو بل د دې هوکړې د نقضولو تورونه لګوي. اسلامي امارت ټینګار کوي، چې امریکا د دوحې هوکړه په بشپړه توګه نه ده عملي کړې او اساسي اصول یې تر پښو لاندې کړي دي. د دوی په باور، لا هم پر اسلامي امارت بنډیزونه پر ځای دي او حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی. په مقابل کې امریکا بیا په ځنډ سره د بین الافغاني مذاکراتو پیل او پر ځینو آزادیو لګېدلي محدودیتونه د دوحې له هوکړې سرغړونه بولي.

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د نظرونو دا اختلاف که څه هم ستونزې جوړولی شي، خو په خبره یې، د مدیریت او حل وړ دي او د بیاځلي خبرو اترو له لارې دا هوکړه په بشپړه توګه د عملي کېدلی شي. دا هوکړه لا هم د یوه رسمي او منل شوي چوکاټ په توګه د دواړو لوریو د تعامل لپاره پر ځای ده او ساتنه یې د افغانستان او سیمې د ثبات په ګټه ده.

د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان د دوحې هوکړې مهمه لاسته راوړنه د جګړې پای بولي او زیاتوي: « د دوحې هوکړې ستره لاسته راوړنه وه، بله لاسته راوړنه یې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا ده، د دوحې له هوکړې وړاندې دا ډول تعاملات ناممکنه وو. له دې هوکړې وروسته تعاملات پیل شول، سفرونه وشول او په لوړه کچه لیدنې کتنې وشوې.»

د دې هوکړې یوه مهمه لاسته‌راوړنه له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکایي پوځیانو وتل وو؛ هغه حضور چې له دوو لسیزو وروسته، بالاخره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه پای‌ته ورسېد. د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو نوی څپرکی پرانیستل شو او اسلامي امارت د دویم ځل لپاره پرته له کورنۍ جګړې او کومې ستونزې واک ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، د دوحې هوکړې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تازه اړیکو جوړولو یو بې‌ساری فرصت رامنځته کړ؛ هغه اړیکې چې د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او بهرنیو لاس‌وهنو پرته، د تحقق په حال کې دي.

د دوحې هوکړه د دواړو لورو لپاره یوه ډیپلوماټیکه بریا وه؛ هغه هوکړه چې په پایله کې یې د امریکایي ځواکونو شل کلن حضور پای‌ته ورسېده او د تعامل یو نوی فصل پرانیستل شو. د ځینو خوځښتونو د ادعاوو خلاف، دا هوکړه نه معامله وه او نه هم جوړجاړی، بلکې د آزادۍ او خپلواک حاکمیت لپاره د افغانستان د خلکو ارادې منعکس کوونکې وه. اوس د پنځو کلونو په تېرېدو سره، مهمه دا ده، چې د همغې روحیې پر بنسټ، د افغانستان ثبات او بیارغونې په ګټه، سیمه‌ییزې او نړۍوالې همکارۍ دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *