پر ایران د امریکا او اسراییل د ګډ برید یوولس ورځې تېرېږي، خو داسې ښکاري چې واشنګټن اوس په یو ډول له دې جګړې د تېښتې هڅه کوي. تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې «جګړه نږدې پای ته رسېدلې ده» او عملیات تر هغه ډېر چټک پرمخ تللي، کوم چې دوی یې اټکل کړی و. ټرمپ دا هم ویلي، چې د ایران پر وړاندې د جګړې بریا همدا نن اعلانولی شي، خو په خبره یې، لا وختي ده. د چارو شنونکي باور لري چې دا ډول څرګندونې د بریا اعلان نه، بلکې د سترې ماتې مانا لري او له همدې امله، واشنګټن اوس هڅه کوي د عامه افکارو په چمتو کولو سره له یوې داسې جګړې پښې سپکې کړي، چې لګښتونه یې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیات او لمن یې پراخېږي.
امریکا داسې مهال د ایران پر وړاندې په پوځي اقدام لاس پورې کړ، چې تهران او واشنګټن عملاً د مذاکراتو په حال کې وو او دواړو لورو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ م کړی و. پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو، سیمه په خورا چټکۍ سره د کړکېچ پر لور بوتله او ایران په متقابلو بریدونو کې نه یوازې اسراییل، بلکې په سیمه کې د امریکا ټولې پوځې اډې د توغندیزو بریدونو موخه وګرځولې او لا هم په شدت دوام لري.
ایران سره د جګړې پایته رسېدو په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته، د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې د جګړې د پای یا دوام پرېکړه به ایران کوي، نه امریکا. د چارو شنونکي وایي، چې د امریکا له لوري د جګړې د پای اعلان په حقیقت کې د ماتې مانا لري او ښکاره ده، چې ایران د دې جګړې ګټونکی دی.
اقتصادي ټکان او د انرژۍ بحران
له بلې خوا، د جګړې اقتصادي اغېزې هم په چټکۍ سره را برسېره کېدونکې دي. د ایران له لوري د هرمز تنګي ناامن کېدل د نړۍ د نفتو د لېږد بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دا تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو ګڼل کېږي او هر ډول ناامني پکې د نړیوالو بازارونو لپاره ستره ضربه بلل کېږي.
له همدې امله، په نړۍوالو بازارونو کې د نفتو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي او ډېری هېوادونه د جګړې د دوام له اقتصادي اغېزو اندېښمن دي. د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې دا فشارونه کولی شي پر واشنګټن سیاسي او اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي.
پر امریکا د سیمې هېوادونو د باور کمزوري کېدل
د دې جګړې یو مهم سیاسي اغېز پر امریکا د سیمې هېوادونو د باور کمېدل دي. خلیجي او عربي هېوادونه هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت له امریکا وسلې او مهمات پیري او خپل امنیت یې تر ډېره د امریکا پوځي حضور پورې تړلی ساتلی دی. خو پر ایران له برید وروسته د جګړې پراخېدل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د امریکا حضور رښتیا هم د سیمې لپاره دایمي امنیت تضمینولای شي که نه. ځینې شنونکي باور لري چې دا جګړه به د سیمې هېوادونه اړ کړي چې پر خپلو امنیتي تګلارو، په ځانګړي ډول واشنګټن سره د امنیتي همکاریو په اړه بیاکتنه وکړي.
پایله
پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو یوولس ورځې وروسته، داسې ښکاري چې متحده ایالات هڅه کوي دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي. د نفتي توکو د بیو لوړوالی، سیمې ته د جګړې پراخېدل، د اسراییل ترڅنګ، سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو دوامداره بریدونه او د جګړې سیاسي او اقتصادي لګښتونه هغه عوامل دي چې واشنګټن یې له سخت فشار سره مخ کړی دی. اوس که امریکا د جګړې د درولو پرېکړه وکړي، نو دا به په حقیقت کې د جګړې له ډګره د واشنګټن تېښته او د تهران بریا وي.