د جنسي ځورونې ټکان ورکوونکې شمېرې؛ په امریکا کې د اخلاقي زوال اوج

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا په انټرنټي ټکسیانو کې د جنسي ځورونې او ناوړه چلند په اړه، پر ایکس‌پاڼه د نیویارک‌ټایمز د یوه خبریال وروستۍ لیکنه د بشر حقونو، په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونو په تړاو د امریکایي چارواکو د ادعاوو او شته واقعیتونو ترمنځ د ژور ټکر ښکاندویي کوي. د اوبر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په امریکا کې په منځنۍ توګه، په هرو اتو دقیقو کې د جنسي ځورونې او ناوړه چلند یوه پېښه ثبت شوې ده. سره له دې چې دا د متحده ایالتونو په څېر یوه ستر هېواد کې یوازې د یوه شرکت له لوري خپرې شوې شمېرې دي؛ خو که چېرې په دې اړه په ټوله امریکا کې بې‌طرفه څېړنه وشي، ښایي دا شمېره څو برابره لوړه وي. امریکا چې له یوې خوا ځان د نړۍ په کچه متمدن، دموکرات او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونو مدافع بولي او په همدې پلمه وخت ناوخته پر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو نیوکې کوي؛ خو بل‌خوا بیا دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه اوج ته رسېدلې ده.

امریکایي چارواکي تل په رسمي او نړۍوالو سیاسي غونډو کې د نورو هېوادونو په اړه د ښځو حقونو، فردي آزادیو او انساني کرامت له زاویې قضاوت کوي؛ خو د اوبر په څېر احصایوي واقعیتونه ښیي، چې متحده ایالتونو کې د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی کومه استثنا نه، بلکې یوه ساختاري ستونزه ده. د امریکا په څېر یو هېواد، چې پرمختللې ټکنالوژي او بنسټونه لري، په څو دقیقو کې پر مېرمنو جنسي تېری د امریکایي چارواکو د «تمدن» ادعاوې هم تر پوښتنې لاندې راولي. بله مهمه مسئله دا چې متحده ایالتونو کې د اوبر په څېر سترو شرکتونو وخت ناوخته د سختو قوانینو د تصویب مخنیوي لپاره لابي کړې او دا د دې ښکاندویي کوي، چې د امریکا په څېر هېواد کې هم اقتصادي ګټې تر انساني کرامت، په ځانګړي ډول د مېرمنو له حقونو لوړې دي.

مطالب بیشتر:  بګرام هوایي اډه؛ د ټرمپ خوب او د کابل – اسلام‌آباد ترینګلتیاوې

امریکا کې د جنسي ځورونو حقوقي اړخ:

له حقوقي پلوه متحده ایالتونو کې د جنسي اړیکو قوانین د طرفینو د «رضایت» پر اصل ولاړ دي او جنسي اړیکه یوازې هغه مهال قانوني ګڼل کېږي، چې له کوم فشار پرته، په آزادانه ډول د دواړو خواوو رضایت موجود وي. د دې ترڅنګ، د امریکا په قوانینو کې چوپتیا، وېره او یا هم د مقاومت نشتوالی هېڅکله د رضایت مانا نه لري؛ که یو کس د الکولو څښلو، نشه‌یي توکو کارولو، بې‌هوشۍ، خوب یا رواني فشار له امله د سیمې پرېکړې توان ونه لري، نو د قانون له نظره دغه کس سره هر ډول جنسي اړیکه تجاوز او جرم بلل کېږي. د دې ترڅنګ د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني سن د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې توپیر لري، خو په عمومي ډول د اړیکې ټینګولو قانوني سن د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ دی او که یو چا قانوني سن نه وي پوره کړی او رضایت هم موجود وي، جرم ګڼل کېږي.

د چارو شنونکي په امریکا کې د جنسي ځورونې په اړه خپرو شویو شمېرو ته په اشارې وایي، چې دا چاره نه یوازې په دغه هېواد کې د کورنیو ستونزو او ګډوډیو ښکارندویي کوي، بلکې په نړۍواله کچه د بشر حقونو تر نامه لاندې د امریکا نړۍوال رول هم تر پوښتنې لاندې راولي. د دوی په باور، متحده ایالتونه پرته له دې چې د نورو هېوادونو فرهنګ او تمدن په پام کې ونیسي، په ځلونو یې د «دموکراسۍ» او «بشري حقونو» په پلمه او د خپلو سیاسي موخو او ګټو تحقق لپاره پر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، نیوکې او حتا پوځي یرغلونه کړي او د همدې ادعا تر چتر لاندې یې په زرګونه جنایتونه کړي دي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییز لیدلوری؛ د ننګونو له مدیریت د تعامل تر اړتیا

پایله:

په امریکا کې د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې او ناوړه چلند مسئله، نه یوازې دا چې د مېرمنو حقونو په اړه د امریکایي چارواکو ادعاوې ناسمې ثابتوي، بلکې دا حقیقت هم روښانه کوي، چې امریکایي واکمنانو وخت ناوخته له دې مسئلې د سیاسي او تبلیغاتي وسیلې په توګه استفاده کړې او د دوی د تمدن او دموکراسۍ شعار د دې پر ځای، چې د مېرمنو په ورځني مثبت اغېز ولري، بلکې د هغوی لپاره یې د امنیت، عدالت او انساني کرامت په برخه کې یوازې سمبولیک رول لوبولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *