آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان په اړه د تهران دوه ورځنۍ غونډه پرون (دوشنبه، لېندۍ ۲۴مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسېده. سره له دې چې د افغانستان استازي په دې غونډه کې حضور نه درلود، خو په ګډه اعلامیه کې تر ډېره سیمه کې د ترینګلتیاوو کابو کولو، افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، سیمهییز اتصال کې د افغانستان پر رول، د افغان کډوالو باعزته ستنېدو، د کنګل شویو شتمنیو پر آزادېدو او یو لړ نورو مهمو مسایلو هوکړه شوې، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کابو کول؛ په ګډه اعلامیه ک له کابل او اسلامآباد غوښتل شوي، چې له ترینګلتیاوو ډډه وکړي او ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.
- د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار؛ د دې ناستې ګډونوالو په ګډه اعلامیه کې د سیمهییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د ستونزو د حل لپاره د سیمې هېوادونو پر رول ټینګار کړی دی.
- د افغانستان د ثبات پر ارزښت ټینګار؛ د تهران غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې که اسلامي امارت اړتیا وویني، د سیمې هېوادونه چمتو دي له افغانستان سره همکاري وکړي.
- د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا؛ په ګډه اعلامیه کې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنخ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا ترڅنګ، په سیمهییزو اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان پر ادغام هم ټینګار شوی دی.
- د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې مسوولیت؛ د تهران غونډې په ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې مسوولیت ته په اشارې، له لوېدیځ غوښتل شوي، څو د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ له خنډ او ځنډ پرته آزادې کړي.
- د افغان کډوالو د با عزته ستنېدو لپاره له نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه؛ د دې غونډې ګډونوالو له نړۍوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو ملاتړ وکړي او همداراز د هغوی د با عزته ستنېدو لپاره اړین شرایط برابر کړي.
- د دې غونډې په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه به نږدې راتلونکي کې د ترکمنستان پلازمېنه عشقآباد کې جوړه شي.
دا چې د اسلامي امارت پلاوی د تهران په غونډه کې ګډون ونه کړ، ځینو کړیو په ځانګړي ډول پاکستان هڅه وکړه، څو له دې فرصته په استفادې د کابل او تهران ترمنځ واټن رامنځته کړي؛ خو د تهران غونډې ګډې اعلامیې او همداراز په دې غونډه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د سویلي اسیا لپاره د ایران بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر محمد رضا بهرامي څرګندونې، چې ګواکې د اسلامي امارت نه ګډون، د تهران او کابل پر دوهاړخیزو اړیکو او همکاریو باندې اغېز نه لري، دا په حقیقت کې د پاکستان پرمخ یوه بله درنه څپېړه ده.
د تهران په غونډه کې د اسلامي امارت پلاوی د نه ګډون په اړه د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم ویلي، چې افغانستان نور د بحران د مدیریت لپاره یوه موضوع نه ګڼل کیږي، بلکې د خپل جیو-اقتصادي موقعیت، ښه نیت او د اقتصاد محوره پالیسۍ په پام کې نیولو سره، افغانستان کولی شي د منځنۍ آسیا، لویدیځې آسیا او سویلي آسیا ترمنځ پل شي او ټینګار یې کړی، چ د دې تګلارې په چوکاټ کې به د سیمې هیوادونه وکولی شي د افغانستان له ټرانزیټ، سوداګرۍ او ارتباطي ظرفیتونو اغیزناکه ګټه پورته کړي.
د اسلامآباد لپاره تهران غونډې مایوسوونکې پایلې
اسلامآباد تمه درلوده، چې د تهران له غونډې د ځان په ګټه اعظمي استفاده وکړي او د همدې هدف لپاره یې په پراخه کچه لابي هم وکړه او ټوله هڅه یې دا وه، چې د سیمې هېوادونو د استازو په مخکې ځان مظلوم او د ترهګرۍ قرباني وښیي؛ خو د دې غونډې د ګډونوالو څرګندونو او ګډې اعلامیې ته په کتو، د پاکستاني پلاوي دا هیلې برعکس او په خپله تګلاره کې ناکام شو. پاکستانۍ اکسپرس ټربیون ورځپاڼې هم د تهران له غونډې د اسلامآباد له ناهیلۍ پرده پورته کړې او ویلي یې دي، چې د ناستې ګډونوالو د دوی د تمې او دریځ خلاف، د افغانستان په اړه خورا نرم دریځ غوره کړی دی. د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې په دې غونډه کې امنیتي اندېښنو ته اشاره وشوه، خو له بلې خوا نورو ګډونوالو د دې پر ځای چې د افغانستان اوسنی حکومت د «ترهګرو ډلو لهمنځه وړلو» ته وهڅوي، له کابل سره د همکاریو پراختیا چمتووالی وښود.
باور دا دی، چې د پاکستان پر دوهګوني سیاست اوس نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې ټول هېوادونه پوهېږي او دا هم ورته د لمر په څېر روښانه ده، چې افغانستان نور د سیمې لپاره ګواښ نه، بلکې د سیاسي او اقتصادي همکاریو لپاره یو غوره فرصت دی. سره له دې چې پاکستان د تهران په غونډه کې هڅه وکړه، څو ځان د ترهګرۍ قرباني وښیي، خو د دې غونډې له ګډې اعلامیې ښکاري، چې د سیمې هېوادونه نور د پاکستان پر نیت پوره شکمن شوي او دې پایلې ته رسېدلي، چې اسلامآباد د خپل تاریخ په اوږدو کې په سیمه کې د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه د لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا د ګټو پروژې عملي کړې او لا هم د سیمې بېثباتۍ لپاره خپلې دې تګلارې ته دوام ورکوي؛ هغه تګلاره چې پاکستان یې لسیزې تجربه لري او له همدې لارې خپل لوېدلی اقتصاد تغذیه کوي.
