آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغه چې د روسیې سترې محکمې د روان زېږدیز کال په اپریل میاشت کې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه وایسته، تازه د دغه هېواد د ملي امنیت شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دیمیتري مدویدیف په یوه لیکنه کې ویلي، سره له دې چې اسلامي امارت له کلونو راهیسې د روسیې د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې شامل و، خو د لوېدیځ له لوري د ملاتړو سازمانونو او جوړښتونو په پرتله یې، چې د علمي او مدني فعالیتونو په پوښښ سره یې، تل د روسیې د تجزیې هڅه کړې، مسکو ته لږ زیان رسېدلی دی. هغه «رودینا» مجلې ته په لېږل شوې مقاله کې لیکلي: «راځئ رښتیا ووایو، اسلامي امارت چې د اوږدې مودې لپاره د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېده، معاصرې روسیې ته یې د هغو بنسټونو او جوړښتونو په پرتله ډېر لږ زیان رسولی، کوم چې د مظلومانو د ملاتړ تر نامه لاندې زموږ د هېواد د له منځه وړلو هڅې کوي.»
روسان په دې باور دي، چې افغانستان کې د لوېدیځ په ځانګړي ډول د امریکا په مالي ملاتړ رامنځته شوي جوړښتونه او سازمانونه، تر ډېره د لوېدیځ په مالي ملاتړ او پیسو تړلي وو، او کله چې امریکا له افغانستانه د وتلو اعلان وکړ، نو د دوی په ملاتړ رامنځته شوی نظام او جوړښتونه، چې د سیګار د وروستي راپور پر بنسټ، یوازې د جمهوري نظام په امنیتي برخه کې امریکا شاوخوا ۸۹ میلیارده ډالر لګولي وو ، په ۹ ورځو کې وپرځېده او ولایتونه یو په بل پسې سقوط شول؛ هغه څه چې د شنونکو په باور، لوېدیځ یوازې د خپلو ګټو تر محدودیته ترې استفاده وکړه او قصداً یې نه غوښتل ورباندې اساسي پانګونه وکړي او یا داسې بسټیزې پروژې عملي کړي، چې له مخې یې افغانان د پردیو له احتیاجه خلاص او اقتصاد یې پر خپلو پښو ودرېږي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له سناریو وروسته، امریکا او ملګرو یې د القاعد شبکې او ترهګرۍ له منځه وړلو شعار تر نامه لاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه، پر افغانستان یرغل وکړ، خو د شلو کلونو په تېرېدو سره، نه یوازې دا چې افغانستان کې د ترهګرۍ تعریف روښانه نه شو، بلکې د القاعده شبکې مشر اسامه بنلادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبتآباد کې یوې پوځي اډې ته څېرمه په نښه شو. د دې ترڅنګ د امریکایي ځواکونو د حضور بله معکوسه پایله دا وه، چې د مخدره توکو کښت، قاچاق او پلور د بل هر وخت په پرتله زیات شو او پرې د روږدو کسانو شمېر ان تر څلور میلیونه کسانو ورسېده.
روسي منتقدین باور لري، چې افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال ځینې مدني فعالیتونه، د زدهکړو او رسنیو په برخو کې پروژې د لوېدیځ د همدې هڅو یوه برخه وه او د دې پر ځای چې د افغانانو ترمنځ پیوستون او یووالی رامنځته کړي، بلکې د قومونو ترمنځ یې واټنونه او فاصلې رامځته کړل؛ هغه څه چې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دیمیتري مدویدیف یې هم په خپله مقاله کې یادونه کړې ده.
د چارو شنونکي وایي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له سناریو د لوېدیځ په ځانګړي ډول د امریکا بله موخه جیوپولیټیکي موخه وه، څو له افغانستانه د یوې دایمي اډې په توګه استفاده وکړي او له دې فرصت په استفادې، په سیمه کې د چین، روسیې او ایران پر فعالیتونو د څار ترڅنګ، خپلې موخې او ګټې تعقیب کړي. د دوی په باور، مسکو ځکه اسلامي امارت سره اړیکې پراخې او په رسمیت وپېژانده، څو په دې توګه افغانستان ته د لوېدیځ د بېرته را ګرځېدو مخه ډپ کړي.
امریکا په افغانستان کې د دوو لسیزو پوځي حضور پر مهال، د افغانانو لپاره له ویجاړي، سیاسي بېثباتۍ او پر بهرنیو مرستو له متکي اقتصاد پرته نور هېڅ په میراث پرېنښودل. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې خپله د امریکا له لوري طرحه شوې وې او د القاعده شبکې د ځپلو او ترهګرۍ له منځه وړلو په پلمه یې د دې لپاره پر افغانستان برید وکړ، څو په سیمه کې د خپلو ګټو د تامین لپاره اوږدمهاله حضور ته زمینه برابره او د روسیې، چین او ایران پر فعالیتونو نظارت ولري؛ خو د افغانانو کلکې مبارزې او ټینګ عزم امریکا او د دوی ملګري دې ته اړ کړل، څو افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه د پای ټکی کېږدي.
