تاکر کارلسن په خپل یادښت کې د وروستیو کلونو یوه له تر ټولو جنجالي جیوپولیټیکي پوښتنو مطرح کړې ده:
آیا امکان شته، چې پر اټومي وسلو سمبال ایران د امریکایي رسنیو د عام تصور خلاف، منځنی ختیځ لا خوندي او باثباته کړي؟
هغه د دې پوښتنې د ځواب لپاره، د واشنګټن رسمي روایت تر پوښتنې لاندې راولي او دا روښانه کوي، چې څنګه سیاسي وېره د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
کارلسن خپل بحث له یوې تاریخي پرتلې سره پیلوي: د شمالي کوریا تجربه.
هغه په دې یادښت کې یادونه کوي، چې دوې لسیزې وړاندې، امریکايي سیاستوالو خبرداری ورکاوه چې که پیونګیانګ اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، نړۍوال امنیت به له منځه لاړ شي. خو په عمل کې، نه یوازې دا چې دا ډول سناریو رامنځته نه شوه، بلکې شمالي کوریا اټومي وسلو ته تر لاسرسي وروسته، د مخنیوي ځواک یوه نوي پړاو ته د ننه شوه؛ داسې پړاو چې پکې د دغه هېواد چلند د اټکل وړ، لا زیات محتاط او ان تر دې چې په ځینو مواردو کې یې یرغلیزه بڼه غوره کړه. په دې چوکاټ کې، اتومي وسلې د برید وسیله نه، بلکې د بقا لپاره غوره سپر ګڼل کېږي.
کارلسن په خپل یادښت کې بیا دا منطق پر ایران پلي کوي:
هغه وایي، که ایران اتومي وسلو ته لاسرسی ومومي، نو په عملي ډول به د شمالي کوریا په څېر، د همغه مخنیوي ځواک پړاو ته د ننه شي، هغه څه چې هر بل اتومي ځواک محتاطانه چلند ته اړ کولی شي. ولې؟ ځکه دغه وسلې د یرغلییز ځواک او یا ګواښ په توګه کارول، په بشپړ ډول د یوه رژیم له منځه وړل تضمینوي. له همدې امله، ایران به د غیرعقلاني چلند لپاره هېڅ انګېزه ونه لري. په مقابل کې، امریکا، اسراییل او عربي هېوادونه به هم د مخکیني برید یا پراخ پوځي فشار لپاره ډېر درانه لګښتونه ورکړي.
کارلسن په ښکاره وايي، هغه ویره چې د «اتومي ایران» په اړه د واشنګټن په سیاست کې انځورېږي، تر ډېره د جګړه غوښتونکو کړیو د دایمي دښمن اړتیا ده، نه د دقیقو امنیتي محاسبو پایله. د هغه په اند، که ایران د اتومي ځواکونو کلب ته داخل شي، نو احتمالاً:
• پر تهران به د مخکې له مخکې بریدونو کچه راټیټه شي؛
• اسراییل به په خپلو پوځي محاسبو کې لا محتاط شي؛
• امریکا به نور ونه شي کولی له نهاټکل کېدونکو لګښتونو پرته، د ایران پر وړاند د برید انتخاب په مېز ولري؛
• او په پایله کې، منځنی ختیځ به د «جبري ثبات» یوه پړاو ته دننه؛ هغه ثبات چې د متقابل مخنیوي ځواک له زېږنده راټوکېږي او کولی شي د اوږدمهاله جګړو د نوي پړاو مخه ونیسي.
کارلسن له خپل دې یادښت داسې پایله ترلاسه کوي، چې ډېر زاړه فرضیات، لکه دا نظر چې ګواکې «اټومي ایران له ناورین سره مساوي دی» تر دې چې ژوره تحلیلي پایله وي، د یوې سیاسي تګلارې دوام دی. هغه نه وايي چې ایران باید بم جوړ کړي؛ بلکې ټینګار کوي چې که یوه ورځ ایران دې توان ته ورسېږي، نو پایلې به یې حتمي جګړه او ګډوډي نه وي. ښایي برعکس، لکه څنګه چې په ختیځه اسیا کې پېښ شول، ښایي دا کار داسې محدودیتونه رامنځته کړي چې جګړه ستونزمنه، پرېکړې محتاطانه او سیمه لا د اټکل وړ وګرځوي.
په بل عبارت، د کارلسن له یادښت دا پایله ترلاسه کېږي، چې د «اټومي ایران» وېره ښايي د یوې زړې کیسې میراث وي؛ داسې کیسه چې اوس یې د بیاکتنې وخت رارسېدلی، ځکه کېدای شي اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی، لږ تر لږه د مخنیوي ځواک له نظره، منځنی ختیځ بېثباته نه، بلکې لا خوندي او امن کړي.
