آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دریو ورځو بحثونو وروسته د خبرو له میزه د پاکستاني پلاوي تېښته او د خبرو له بې پایلې کېدو داسې ښکاري چې پاکستان اصلا له افغانستان سره د ستونزي د هواري نیت نه لري.
په دغو خبرو اترو کې چې درې ورځې یې دوام وکړ دواړو لورو یو بل ته خپلې سپارښتنې وسپارلې، خو د ټي ټي پي موضوع چې د پاکستان کورنۍ موضوع ده او اسلامي امارت په ځلونو په ډاګه کړې چې پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي او افغانستان هیڅکله هم خپله خاوره د بل چا پر ضد نه هم کارولې او راتلونکي کې به هم اجازه ورنکړي چې خاوره یې د چا پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت د پلاوي له ټولو ژمنو سره سره پاکستاني لوري پر دې ټينګار درلود چې اسلامي امارت دې ټي ټي پي کنټرول کړي، په داسې حال کې چې ټي ټي پي په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان ډله ده او په پاکستان کې فعالیت کوي. خو پاکستان وايي اسلامي امارت باید ژمنه وکړي او دا ومني چې کولی شي ټي ټي پي کنټرول کړي، هغه بې منطقه او بې ځایه غوښتنه چې حتا تضمینونکو قطر او ترکیې هم د پاکستان دا خبره بې منطقه بللې او د خبرو د ناکامۍ یا بې پایلې کېدو لامل یې پاکستانی پلاوی ګڼلی دی.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، داسې ښکاري چې له پاکستان څخه لار ورکه ده، د ۵۰ کلونو لاسوهنو او تیریو تاوان ورکوي. پاکستان د افغانستان له هېڅ حکومت او هېڅ ډلې سره جوړ نه دی راغلي. له بل پلوه؛ د پاکستان پوځ دې ضد نه کوي او دا دې د یو تریخ حقیقت په توګه ومني چې د پاکستان ستونزې کورنۍ رېښه لري. هېڅ ګاونډی دې نه ملامتوي.
دا یو ښکاره حقیقت دی چې اسلامي امارت له ټي ټي پي سره یو سلام کلام لري، خو دا هیڅکله په دې مانا نشي کیدی چې ټي ټي پي د تحریک طالبان پاکستان دې په افغانستان کې حضور ولري او یا دې د پاکستان د بې بنسټه ادعا پر اساس له افغانستانه د پاکستان پر وړاندې بریدونه طرحه کړي، دا د پاکستان هغه ادعا ده چې تر اوسه د اثبات لپاره هيڅ اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي څو هم اسلامي امارت خپله ملامتیا ومني او هم نړیوال قانع شي چې د پاکستان ادعا پر ځای ده، پاکستان تل په همداسې مکار سیاست او پالیسي سره په سیمه کې د بې ثباتۍ د اور لګولو او جګړو د خورولو لپاره نړیوالې پروژې عملي کړي او نن هماغه ورځ را رسیدلې چې نړیوالو یې لاس خوشې کړی، شته باور یې بایللی او د نورو پر ضد روزل شوې ډلې یې د ځان بلا ګرځیدلی دي.
سره له دې چې پاکستان کې له یوې خوا مذهبي وسله والې مخالفې ډلې را پورته شوي او د دغه هېواد د نظام پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي تر څنګ یې په خیبر پښتونخوا، وزیرستان او بلوچستان کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د ظالمانه او زور زیاتي اقدامات د پاکستاني رژیم پر وړاندې د وسله والو مبارزو او د دغه رژیم پر وړاندې د سرخوږي جوړولو کې مرستندوي تمام شي.
لکه څنګه چې اسلامي امارت وایي، په وزیرستان کې د پاکستان د نظامي عملیاتو له امله ګڼ شمېر وزیرستانیان افغانستان ته راکډوال شوي او دلته د کډوالو په توګه ژوند کوي، او دا خبره یې په ثبوت هم رسولې چې له وزیرستانه را اوښتي خلک د ټي ټي پي وسله وال نه بلکې عادي کډوال دي.
خو پاکستان له دې ټولو سره سره هم څو ځله د افغانستان د هوایي حریم په نقض کولو سره پر همدې ملکي کډوالو هوایي بریدونه وکړل چې وروستي هغه یې کابل او پکتیکا ولایتونو کې وو، هغه بریدونه چې ملکي افغانانو ته پکې تلفات واوښتل او په مقابل کې یې اسلامي امارت هم غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړل.
اوس پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو له امله په داسې یو حال کې دی چې د اوبو اخیستي په څير ځګ ته هم لاس اچوي او د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو او یا د عام پاکستاني ولس د پام اړولو لپاره د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو په ځانګړې توګه افغانستان را اچوي، خو دا یې هیره کړې چې نننی افغانستان هغه پرونی افغانستان نه دی چې د پاکستان د هر ډول تیري پر وړاندې چوپه خوله کیني، اسلامي امارت په ځلونو د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار کړی او عمل کې یې هم ثابته کړه چې افغانستان او افغانان جګړه نه غواړي خو مکار پاکستان وښوده چې پرته له جګړې نشي تغذیه کیدی او د دفاع وزیر په ګډون یې بیلابیلو لوړپوړو چارواکو د جګړې د ګواښ ترڅنګ افغانانو ته د نمک حرام کلمه هم وکاروله چې دا به تاریخ هیڅکله هم هیره نه کړی او افغانان به هرومرو د دې پوښتنه یوه ورځ کوي، پاکستاني چارواکي چې دومره غوریږي هغومره نه دي ځکه اوس یې عملا هم د جګړې او هم د مذاکرې ډګرونه بایللي.
په پای کې د مذاکراتو له بې پایلې کیدو سره هم مهاله د پاکستان مخ یو ځل بیا تور شو او د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعا په حقیقت ثابته شوه چې د ترهګرۍ ځاله افغانستان نه پاکستان دی، تازه د نصرت په نوم د داعش خراسان غړی چې د موسی پهلوان او ابوذر پر مستعارو نومونو مشهور وو او په افغانستان کې د ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کېدو دنده ورکړل شوې وه، په پاکستان کې د نا پیژنده وسله والو له لوري ووژل شو.
پاکستان بله ادعا دا کوي چې په کابل کې ځینې عناصر د خبرو اترو د بې پایلې کېدو لامل شوي، په داسې حال کې چې دا کار هم په خپله پاکستاني لوري وکړ او د پاکستان پوځي رژیم کې ځینې حاکمې کړۍ د خبرو اترو د بې پایلې کېدو لامل شوې او پاکستان د ځان چاغولو لپاره یو ځل بیا په سیمه کې د خپل کرغیړن سیاست او پروژوي جګړو د رامنځته کېدو لپاره لستوڼي را بډ وهلي، خو دا ځل به یې نه یوازې دا خوب رښتیا نه شي بلکې ډیر به یې په زیان او حتا د تباهۍ لامل به یې شي.
