د بې‌باورۍ تر سیوري لاندې ډیپلوماسي؛ د امریکا نه ژمنتیا او د مذاکراتو پرله پسې ناکامي

د بې‌باورۍ تر سیوري لاندې ډیپلوماسي؛ د امریکا نه ژمنتیا او د مذاکراتو پرله پسې ناکامي

د ایران او امریکا ترمنځ ۴۰ ورځنۍ جګړه، چې د ټرمپ له لوري د مذاکراتو په منځ کې پیل شوه او موخه یې پر ایراني لوري د سیاسي ارادې تحمیل او د سیمې د معادلو بدلون و؛ خو په پای کې خپله واشنګټن د اوربند غوښتنې ته اړ او بالاخره د پاکستان په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ اوربند ټینګ او د مذاکراتو مېز ته ستانه شول. دا مذاکرات چې تېره ورځ ناوخته په اسلام‌آباد کې پیل شول، پرته له کومې مشخصې پایلې او هوکړې پای‌ته رسېدلي او دواړه پلاوي د خپلو هېوادونو پر لور خوځېدلي دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ دا اوږدې ۲۱ ساعته خبرې اترې داسې مهال ترسره شوې، چې ایراني پلاوي مخکې له مخکې له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کړې وې، څو همغږي رامنځته او د مذاکراتو په تېرو پړاوونو کې د امریکا د ژمنو نقض په اړه اعتراض هم څرګند کړي. سره له دې چې پاکستان منځګړیتوب وکړ او ایران نوې طرحې وړاندې کړې، خو مذاکرات د امریکا د زیاتو غوښتنو له امله بې‌پایلې پای ته ورسېدل او دې چارې د مذاکراتو د مخته تګ مخه ونیوله.

له بلې خوا، د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس څرګندونو وښوده، چې واشنګټن لا هم پر خپلو سختو شرایطو ټینګ ولاړ دی. هغه د مذاکراتو له بې‌پایلې پای‌ته رسېدو وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، چې ایران د امریکا شرایط نه دي منلي؛ هغه شرایط چې د ډېریو شنونکو په باور د مذاکراتو پر ځای د تحمیل بڼه لري او د خبرو اترو او هوکړې پر وړاندې اصلي خنډ بلل کېږي. د شنونکو په وینا، امریکا د خبرو لپاره نه، بلکې د خپلو غوښتنو د تپلو لپاره مذاکراتو ته راغلې وه؛ لکه د یورانیمو د غني‌سازۍ کچې صفر کول، له ایرانه د ۴۰۰ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو ایستل، امریکا ته د هرمز تنګي په مدیریت کې ونډه ورکول او پر لبنان د اسراییلي رژیم د بریدونو په اړه نه ژمنتیا هغه غوښتنې وې، چې نه یوازې دا ځل، بلکې پخوا هم د ایران له لوري په کلکه رد شوې دي.

مطالب بیشتر:  د مخابراتي شبکو بندېدل؛ له ګنګوسو تر اندېښنو

ایراني پلاوي په دې مذاکراتو کې پر خپلو اساسي دریځونو، لکه د سوله‌ییزې غني‌سازۍ حق، د هرمز تنګي کنټرول او پر لبنان د اسراییلو د بریدونو پر پای‌ته رسېدو ټینګار کړی او له خپل دې دریځ نه دي په شا شوي. د نړۍوالو چارو شنونکي په د باور دي، هغه څه چې امریکا په جګړه کې ترلاسه نه کړل، اوس غواړي په مذاکراتو کې یې ترلاسه کړي، خو په خبره یې، دا ډول هڅې تل د ایران له لوري هم د جګړې او د هم د ډیپلوماسۍ په ډګرونو کې له سخت مقاومت سره مخ شوې دي.

دا وضعیت هغه وخت لا روښانه کېږي چې د امریکا پخوانی چلند هم په پام کې ونیول شي. تېر ځل چې د سویس په جینوا کې د عمان په منځګړیتوب مذاکراتو دوام درلود، امریکا نه یوازې پر خپلو ژمنو ونه درېده، بلکې له مذاکراتو سره هم‌مهاله یې پر ایران بریدونه هم پیل کړل. د امریکا دا ډول اقدامات د دې مانا لري، چې واشنګټن حتا د خبرو اترو پر مهال هم له فشار او جګړې لاس نه اخلي او همدې تجربو پر امریکا د ایران بې‌باوري نوره هم زیاته کړې ده.

د ټرمپ ادارې دا تګلاره امریکا کې هم له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. یو شمېر امریکایي شنونکي باور لري چې د ټرمپ اداره هڅه کوي هغه څه چې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړل، په مذاکراتو کې ترلاسه کړي؛ یعنې د جګړې ناکامي غواړي د خبرو له لارې جبران کړي. د دوی په باور، هغه لوری چې په جګړه کې بریالی نه شي، په مذاکراتو کې هم برلاسي نشي ترلاسه کولی او همدا تضاد د امریکا د سیاست یوه مهمه ستونزه بلل کېږي. برازیلي شنونکي پې‌پې اسکوبار د امریکا مذاکراتي پلاوي ته په کنایه کې ویلي: «ونس وايي چې ایرانیانو پریکړه کړې چې زموږ شرایط ونه مني، خو د جګړې بایلونکی نشي کولی د تړون لپاره شرطونه وټاکي.»

مطالب بیشتر:  د نري یخ پر سر ډیپلوماسي، د ډيریدونکو اندېښنو ترمنځ د پاکستان او افغانستان خبرې اترې

له ستراتیژیک پلوه هم وروستي بدلونونه ښيي چې د قدرت توازن بدل شوی او نور د یو اړخیزو غوښتنو تحمیل اسانه نه دی. د هرمز تنګي کنټرول، چې پر مقابل لوري د فشار راوړلو یو مهم جیوپولیټیک اهرم دی، لا یې هم بشپړ کنټرول د ایران په لاس کې دی او له اوربند وروسته هم په دې برخه کې د شاتګ کومه نښه نه لیدل کېږي.

په ټوله کې، دا پایله اخیستل کېدای شي چې امریکا هم په جګړه او هم په مذاکراتو کې له جدي محدودیتونو او ننګونو سره مخ ده. له اوربند وروسته پر شویو ژمنو نه عمل، متناقض چلند او د غوښتنو زیاتوالی، نه یوازې دا چې د مذاکراتو پر پرمختګ منفي اغېز کړی، بلکې بې‌باوري یې نوره هم زیاته کړې ده. د مسقط له مذاکراتو نیولې تر اسلام‌آباد پورې، تجربو ثابته کړې، تر هغو چې امریکایي لوری خپل دریځ بدل نه کړي او د متقابل لوري غوښتنې ونه مني، هر اړخیزې هوکړې ته رسېدل، خورا ستونزمن دي.

اوس چې د مذاکراتو راتلونکی مبهم دی او لا روښانه نه ده، چې دواړه لوري به بېرته د مذاکرې مېز ته راګرځي او که به د جګړې ډګر ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي؟ هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *