د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو او منځني ختیځ کې د کړکېچونو په زیاتېدو سره، اسراییل او امریکا کې د نتانیاهو او ټرمپ تګلارو پر وړاندې نیوکو زور اخیستی دی. په همدې لړ کې تازه ایلان اوستفلډ، چې اسرییلو کې د یوه پوهنتون استاد دی، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې نتانیاهو په اصل کې د جګړې د ګټلو هڅه نه کوي، بلکې غواړي جګړه دوام پیدا کړي؛ ځکه د ده په باور، دوامداره جګړه د اسراییلو د لومړي وزیر د سیاسي بقا لپاره یوه وسیله ګرځېدلې ده.
د دغه استاد په وینا، نتانیاهو د بېلابېلو جبهاتو، کړکېچونو او شخړو په رامنځته کولو سره هڅه کوي چې د اسراییلو ټولنه د تلپاتې وېرې، ناامنۍ او بېثباتۍ په فضا کې وساتي. داسې حالت د دې لامل کېږي چې عامه افکار د کورنیو ستونزو، سیاسي اختلافونو او اقتصادي ننګونو پر ځای پر امنیتي مسایلو تمرکز وکړي. د منتقدینو په باور، دا فضا د اسراییلو د خلکو پر ځای د نتانیاهو د سیاسي بقا لپاره ډېره ګټه لري.
اوستفلډ همداراز ویلي، چې د کړکېچونو دوام نتانیاهو ته دا فرصت برابروي چې کورني اختلافات ژور کړي او حتا د خپلو قضایي دوسیو د څېړنې بهیر هم تر اغېز لاندې راولي. د منتقدینو په اند، په داسې شرایطو کې د نتانیاهو شخصي او سیاسي ګټو ته د خلکو د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شوی دی؛ هغه څه چې ښايي په اوږدمهال کې په اسراییلي ټولنه کې لا ژور اختلافات رامنځته کړي.
د دې ترڅنګ، امریکا کې هم د ټرمپ پر تګلارو نیوکې زیاتې شوې دي. د ډیموکراټ ګونډ زیاتره غړي او همداراز د امریکا پخواني ولسمشران نیوکه کوي، چې په دا ډول تګلارو سره د هرې ورځې په تېرېدو، په نړۍواله کچه د امریکا حیثیت او باور د له منځه تللو په حال کې دی او امریکایي حکومت د نړۍ پرمخ د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور د اصلي ناقض په توګه را څرګندوني او دا هغه مسئله ده، چې د امریکا ډېری اروپایي متحدین هم ورباندې نیوکه لري او د ټرمپ له دې تګلارو ناراضه دي.
په سیمه کې وروستیو چټکو بدلونونو دا اندېښنې لا ژورې کړې دي. د اسراییلو او امریکا له لوري پر ایران ګډو بریدونو په سیمه کې د کړکېچ کچه په بېساري ډول لوړه کړې ده. په مقابل کې ایران هم د اسراییلو پر اهدافو او سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې دا جګړه نه یوازې دا چې د واشنګټن او تلابیب لپاره کومه څرګنده سټراټیژیکه لاسته راوړنه نه لري، بلکې د ټول منځني ختیځ په کچه د جګړې پراخېدو خطر زیاتوي.
ځینې شنونکي باور لري چې د نتانیاهو یرغلیزو سیاستونو متحده ایالات هم په یوه پېچلي سیمهییز کړکېچ کې راښکېل کړي دي. د دوی په اند، امریکا د داسې جګړې پر لور سوق شوې چې پایلې یې د واشنګټن لپاره درنې سیاسي او پوځي بیې لرلی شي. د منځني ختیځ د تېرو جګړو تجربه ښيي چې دې ډول جګړو ته ننوتل اسانه وي، خو ترې وتل بیا خورا ستونزمن او لګښت لرونکي وي.
په همدې اساس، د ایران دوامدار غبرګونونه ښيي چې تهران د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د مقاومت جدي اراده لري. ځینې سیمهییز کارپوهان باور لري چې د ایران کورنی یووالی او د هغه د امنیتي ځواکونو مقاومت د اسراییلو او امریکا لومړني محاسبات له ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په اند، دغه وضعیت واشنګټن او تلابیب کې ځینې سیاسي کړۍ دې ته اړې کړې، څو د کړکېچ کابو کولو او یا له دې وضعیته د وتلو لار ولټوي.
امریکایي او اسراییلي منتقدین باور لري، چې د واشنګټن او تلابیب دا ډول سیاستونو نه یوازې په سیمه کې بشري کړکېچونه زیات کړي، بلکې د امریکا او اسراییلو نړیوال اعتبار او حیثیت یې هم سخت زیانمن کړی دی. د دوی په اند، کله چې دا هېوادونه، په ځانګړي ډول امریکا د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف د کوم هېواد پر وړاندې په پوځي یرغل لاس پورې کوي، نو د نړیوال نظم او قانون د حاکمیت په اړه د دوی ادعاوې نورې هم تر پوښتنې لاندې راځي.
ځینې سیاستوال او شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې لارې دوام کولی شي سیمه د نه ختمېدونکي تاوتریخوالي په یوه کړۍ کې را ایساره کړي. د دوی په باور، هغه سیاست چې د کړکېچونو او جګړو پر پراختیا ولاړ وي، په پای کې نه د اسراییلو امنیت تضمینولی شي او نه هم د امریکا سټراټیژیکې ګټې، بلکې سیمه یوه ناپایه کرکېچ ته ورټېل وهي.
په ټوله کې د د اسراییل او امریکا د سیاستونو په اړه داسې مهال نیوکې راپورته کېږي، چې په دا ډول جګړو کې ځانونه ښکېلول نه یوازې امنیت نشي رامنځته کولی، بلکې د ناامنۍ لمن لا پراخوي او بیه یې یوازې عام ولسونه پرې کوي. لکه څنګه چې د اسراییل د پوهنتون استاد هم ورته اشاره کړې، د جګړو دوام د نتانیاهو په څېر سیاستوالو د واک دوام تضمینوي، نه د عامو خلکو ګټې او امنیت.