آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران او اسراییلي رژیم ترمنځ جګړه، چې څلور ورځې وړاندې د اسراییلي رژیم په بریدونو پیل شوه، لا هم دوام لري او تازه ایران د «وعده صادق ۳» عملیاتو په لړ کې د توغندیو اتمه څپه پر اسراییلي رژیم توغولې ده. د راپورونو پر بنسټ، د ایران د تېرې شپې په توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې د اسراییلي رژیم تلابیب او حیفا کې لسګونه تاسیسات په نښه شوي، چې د مرګژوبلې ترڅنګ یې، پراخه اورلګېدنه هم رامنځته کړې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د تېرې شپې او نن سهار په توغندیزو بریدونو کې تر دې دمه ۸ کسان وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي؛ په دې بریدونو کې د اسراییلي رژیم پر ځینو تاسیساتو سربېره، تلابیب کې د امریکا سفارت ته څېرمه هم یو توغندی لګېدلی او د سفارت ودانۍ ته یې زیان اړولی دی. ایراني رسنیو زیاته کړې، چې پر اسراییلي رژیم د دغه هېواد د توغندیزو بریدونو له پیل تر دې دمه نږدې ۳۰ اسراییلي وګړي وژل شوي، شاوخوا ۶۰۰ نور ټپیان دي او لسګونه نور لا هم تر خاورو لاندې دي.
د ایران سپاه پاسداران وایي، چې په تازه بریدونو کې یې د اسراییل پر وړاندې له نوي تکتیک کار اخیستی او په خبره یې، د اسراییل هوایي دفاع سیستم یې هک کړی او د دې پر ځای چې ایراني توغندي شنډ کړي، خپله یې یو بل هدف ګرځولي او زیاته کړې یې ده، چې له دې تګلارې په استفادې، د ایران توغندي پر ټاکلو اهدافو لګېدلي دي. د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې راتلونکو ورځو کې به تر دې هم سخت، ویجاړوونکي او دقیق عملیات ترسره کړي. که څه هم اسراییلي چارواکو تر اوسه د ایراني لوري د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې د هوایي دفاع سیستم یې ډاډمن نه دی او خورا سختې ورځې په مخکې لري.
په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خپل ملت یووالي ته را بللی او ټینګار یې کړی، چې د ایرانیانو په یووالي سره به یرغلګرو ته ماتې ورکوي. پزشکیان چې نن (دوشنبه، غبرګولي ۲۶مه) د استازو جرګې غونډې ته خبرې کولې ویلي: «دښمن نهشي کولی مونږ او تاسو له صحنې بهر کړي او نن تر بل هر وخت ډېر انسجام ته اړتیا لرو». مسعود پزشکیان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران نه یوازې د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی، بلکې اټومي پروګرام یې سولهییز دی.
اسراییلي رژیم هم د ایران پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له تېرې ورځې راهیسې یې د دغه هېواد په پلازمېنه تهران او نورو ولایتونو کې بېلابېلې سیمې او تاسیسات په نښه کړي دي. ایراني رسنیو د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییلي رژیم له لوري د دغه هېواد د استخباراتو پر ودانۍ برید کې د استخباراتو مشر محمد کاظمي، د هغه مرستيال حسن محقق او يو بل غړی محسن باقري وژل شوي دي. د دې ترڅنګ اسراییلي رژیم د ایران کرمانشاه، مشهد هوایي ډګر، تبریز او ځینې نور ښارونه په نښه کړي، چې د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې تر دې دمه ۲۲۴ ایراني وګړي وژل شوي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خپله وروستۍ مرکه کې خبرداری ورکړی، چې ایران به د دې جګړې له امله کمزوری شي او د ایران له خلکو یې غوښتي، چې د خپل نظام پر وړاندې پاڅون وکړي. نتانیاهو زیاته کړې: «زه د ایرن خلکو ته پیغام لرم او هغه دا دی، چې خپلواکي نږدې ده، راپورته شئ.»
د ایران او اسراییل بریدونو ته د غبرګونونو دوام
د امریکا ولسمشر کاناډا کې جوړېدونکې د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو (G7) غونډې ته د تګ پر مهال فاکس نیوز خبري شبکې ته د ایران اسراییل جګړې په اړه ویلي، چې هیله من دی، دواړه هېوادونه ژر یوې هوکړې ته ورسېږي. ټرمپ زیاته کړې، چې کله ناکله هوکړې ته د رسېدو په پار باید دواړه لوري سره وجنګېږي، خو په خبره یې، فکر کوي هوکړې ته د رسېدو چانس زیات دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ډونالډ ټرمپ په ګډون د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په ټلیفوني مکالمه کې د ایران او اسراییل ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او یو ځل بیا یې پر ایران د اسراییلي رژیم بریدونه غندلي دي. د ترکي رسنیو د راپور پر بنسټ، اردوغان د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی به، سیمه یوه بل ناورین ته ورټېل وهي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې یو ځل بیا پر ایران د اسراییل برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې مسکو چمتو دی د تاوتریخوالي کمېدو او د ایران اټومي پروګرام مسئلې د حل په برخه کې مرسته وکړي.
د ایران – اسراییل د جګړې سیمهییزې اغېزې
د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې، له اقتصادي اړخه د سیمې هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. تازه الجزیرې شبکې راپور ورکړی، چې هند له دغه هېواده د خپلو وګړو، په ځانګړي ډول محصلینو د خوندي ایستلو هڅې پیل کړې دي. نوي ډیلي ویلي، چې تهران کې یې سفارت د وضعیت جدي څارنه کوي او دغه هېواد کې له هندي محصلینو سره په اړیکه کې دي او محصلین د سفارت په همکارۍ خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د دې ترڅنګ ایران افغانستان او پاکستان ته د تېلو، په ځانګړي ډول پټرولو صادرات هم بند کړي دي. که څه هم مالیې وزارت ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه په عادي توګه روانه ده، خو یو شمېر پاکستاني او افغان سوداګرو ویلي، چې له ایرانه دغو هېوادونو ته د تېلو پر واردولو محدودیت وضع شوی دی.
پایله او را ټولونه
دا چې اسراییلي رژیم د ټولو نړۍوالو قوانینو او نورمونو خلاف پر ایران یرغل کړی، ایران هم حق لري د ملګرو ملتونو منشور پر اساس د خپل ځان دفاع وکړي. سره له دې چې د اسراییلي رژیم په ګټه پراخ تبلیغات هم کېږي، خو د ایران وروستي بریدونه ښیي، چې اسراییلي رژیم د یوه اټومي ځواک په توګه او د امریکا له ملاتړ سره سره، په خپل تاریخ کې داسې بریدونه نه وو تجربه کړي.
امریکا سره له دې چې د اسراییل ملاتړ کوي، تازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې او جګړې پایته رسېدو غوښتنه کړې ده، چې دا تر ټولو غوره او معقوله لار ده؛ ځکه که اسراییل د ایران پر وړاندې خپل یرغل چې تر دې دمه په پراخه کچه غندل شوی هم دی، دوام ورکړي، نه یوازې چې سیمه او نړۍ به له بېثباتۍ سره مخ شي، بلکې اسراییلي رژیم به په نړۍواله کچه نور هم منزوي او خپل حیثیت به له لاسه ورکړي.
ایران چې په سیاسي ډګر کې یې لوبه ګټلې، په ځلونو ویلي چې اټومي پروګرام یې سولهییز دی او د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دي. تازه د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد یې د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی او په خبره یې، که اسراییلي رژیم بریدونه ودروي، دوی هم چمتو دي خپلو توغندیزو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي.
دا چې د ایران او اسراییل ترمنځ به جګړه تر کومه دوام کوي او د جګړې ګټونکی به کوم لوری وي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي؟