د ایران – اسراییل ترینګلتیاوې؛ د تهران توغندیو تل‌ابیب کې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسراییلي رژیم او ایران ترمنځ جګړه د هرې شېبې په تېرېدو سره شدیده کېږي او لا هم دواړه لوري پر یو بل مرګوني بریدونه کوي. تېره شپه ایران د اسراییلي رژیم پر پلازمېنه تل‌ابیب سربېره؛ پر څو نورو ښارونو هم توغندیز بریدونه کړي، چې د راپورونو پر بنسټ، دې بریدونو د ځاني زیانونو ترڅنګ، د اسراییلي رژیم د حیفا تېلو تصفیه خونې په ګډون، ګڼ تاسیسات په نښه شوي او پراخ مالي زیانونه یې ور اړولي دي. د اسراییل ۱۲ خبري کانال راپور ورکړی، چې د ایران د تېرې شپې په توغندیزو بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ځینې کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي. پر اسراییل د ایران توغندیزو بریدونو ترڅنګ، د یمن حوثیانو هم د هایپرسونیک توغندیو په وسیله د اسراییلي رژیم پلازمېنه تل‌ابیب کې تاسیسات په نښه کړي دي.

اسراییلي رژیم هم چې د دې جګړې پیلوونکی دی، پر ایران بریدونو ته زور ورکړی او تازه یې په نوبنیاد سیمه کې د دغه هېواد د دفاع وزارت ځینې برخې په نښه دي؛ د دې ترڅنګ اسراییلي رژیم د تهران تېلو تصفیه خونې په شمول، ایران کې ځینې استوګنیزې سیمې، په ځانګړي ډول په نارمک سیمه کې د یوه استوګنیز ساختمان په نښه کولو سره، د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلي رژیم په بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۸۰ ایراني وګړو ژوند بایللی دی.

د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې درېدو په پار نړۍوالې هڅې او غبرګونونه

که څه هم پر ایران د اسراییل برید پراخ نړۍوال غبرګونونه را پارولي او د اسراییلي رژیم دا ګام یې د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف او د ایران د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی، خو د دې ترڅنګ د نړۍ یو شمېر مشرانو د دې جګړې د ناوړه پایلو په اړه د خبرداري ترڅنګ؛ د روان تاوتریخوالي د درېدو هڅې پیل کړې دي. تازه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرو کې د ایران پر وړاندې د اسراییلي رژیم بریدونه غندلي او د دې جګړې پر ژر پای‌ته رسېدو یې ټینګار کړی دی. د امریکا ولسمشر هم له دې ټلیفوني مکالمې وروسته پر خپل سوشال ټروټ شبکه لیکلي، چې پوتین سره یې پر بېلابېلو مسایلو شاوخوا یو ساعت خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې دی هم د پوتین په څېر د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې درېدو غوښتونکی دی.

د امریکا ولسمشر پر سوشال ټروټ شبکه په یوه جلا پیغام کې ویلي، چې متحده ایالتونه پر ایران د اسراییل په برید کې هېڅ رول نه لري او خبرداری یې ورکړی، چې که ایران په سیمه کې پر امریکایي ځواکونو برید وکړي، په ټول توان او قدرت داسې ځواب ورکړي، چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدلی. ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ پر مذاکراتو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «موږ کولی شوو د اسراییل او ایران ترمنځ هوکړه وکړو او دې خونړۍ جګړې ته د پای‌ ټکی کېږدو.»

اخوا د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې اسراییل هڅه کوي په دې جګړه کې امریکا دخیله کړي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي نړۍ د ایران له اسلامي جمهوریت ملاتړ کوي. د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سعودي عربستان ولیعهد په دې ټلیفوني مکالمه کې زیاته کړې، چې هېواد یې پر اسراییل د فشار راوړلو په پار، ټول چینلونه په کار اچولي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم سعودي عربستان کې ایراني حاجیانو ته د پاملرنې له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې د ځانګړي ځای په لرلو سره کولی شي د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو له حقونو د دفاع او یووالي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په ورته وخت کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي؛ مکرون له دې ټلیفوني مکالمې وروسته ویلي، چې د ایران له ولسمشر یې غوښتي، څو ژر تر ژره بېرته د مذاکرې مېز ته راستانه او د روان تاوتریخوالي د پای‌ته رسېدو لپاره د هوکړې زمینه برابره کړي. د فرانسې ولسمشر زیاته کړې: « ما له ښاغلي پزشکیان سره خبرې وکړې او ورته ومې ویل چې ژر تر ژره بېرته د مذاکرې مېز ته را وګرځي او فرانسه چمتو ده د دې پروسې د ملاتړ په پار، خپل ټول ظرفیتونه په کار واچوي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرو کې پر ایران د اسراییلي رژیم بریدونه د نړۍوالو حقوقو ښکاره سرغړونه بللې او د ملګرو ملتونو منشور له مخې یې، له خپله ځانه دفاع د ایران مشروع حق بللی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم پرون (شنبه، غبرګولي ۲۴مه) د دغه هېواد په ملي مجلس کې ویلي، چې ایران د پاکستان ګاونډی دی او له پېړیو راهیسې دغه هېواد سره ښې او تاریخي اړیکې لري. خواجه آصف زیاته کړې، چې هېواد یې د اسراییل پر وړاندې د ایران ترڅنګ ولاړ دی او د ایران له ګټو به ساتنه وکړي. دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې، چې اسراییلي رژیم پر یمن، فلسطین او ایران په نښه کړي او د اسلامي نړۍ پر یووالي یې ټینګار کړی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو ناکامېدل

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوشال ټروټ شبکه لیکلي، چې دوی پر ایران د اسراییلي رژیم په بریدونو کې رول نه لري، خو په خبره یې کولی شي په آسانۍ سره دا جګړه د هوکړې له لارې پای‌ته ورسوي؛ خو د ایران بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا د اسراییل له لوري د ایران په هستوي تاسیساتو برید کې شریکه ده او دوی یې په اړه ښکاره شواهد لري. عباس عراقچی تهران کې د هېوادونو له سفیرانو سره ناسته کې زیاته کړې، چې پر ایران د اسراییلي رژیم برید په حقیقت کې د ډیپلوماسۍ د ناکامېدو هڅه وه او په خبره یې، د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمو مذاکراتو راتلونکی پړاو، چې تمه وه نن ترسره شي، دواړه لوري تر ډېره هوکړې ته نږدې کول. د ایران بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې، چې که اسراییل بریدونه ودروي، دوی به هم ورته ګام اوچت او پر اسراییلي رژیم به خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو له ناکامېدو خبر ورکوي، چې پرون (شنبه، غبرګولي ۲۴مه) د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیعدي پر خپله ایکس پاڼه مسقط کې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو له لغوه کېدو خبر ورکړ او ټینګار یې کړی و، چې ډیپلوماسي او خبرې اترې پایداره سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده.

له امریکا د اسراییلي رژیم د مرستې غوښتنه

پر اسراییلي رژیم د ایران له توغندیزو بریدونو سره سم، اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې اسراییلي رژیم په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له امریکا غوښتي چې د ایران د هستوي پروګرام، په ځانګړې توګه د فردو غني‌کولو مرکز د له‌منځه وړلو په پار جګړې ته د ننه شي. اسراییلي چارواکو ټینګار کړی، چې دا هېواد د ایران اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو لپاره درنې وسلې او بمونه په واک کې نه لري او په دې برخه کې یې له امریکا د مرستې غوښتنه کړې ده. که څه هم راپور کې د یوې اسراییلي سرچینې په حواله راغلي چې ټرمپ له اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرو کې د اړتیا پر مهال د مرستې ژمنه کړې خو سپینې ماڼۍ بیا دغه خبر رد کړی دی. ایران هم خبرداری ورکړی، چې که امریکا په دې جګړه کې له اسراییلي رژیم سره مرسته وکړي، په سیمه کې به د دوی پوځي اډې په نښه کړي.

ایران کې مېشت افغان کډوالو وضعیت

پر ایران د اسراییلي رژیم له بریدونو وروسته، دغه هېواد کې مېشت میلیونونه افغانان هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یو شمېر افغان کډوال آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د شپې مهال د درنو چاودنو غږونه اوري او په خبره یې، ماشومان، ښځې او عمر خوړلي کسان په وېره کې دي او همداراز د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

په ورته وخت کې، ایران کې د اسلامي امارت سفارت دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې له ځینو حساسو پوځي ځایونو لرې واوسي؛ ځکه دغه ځایونه تر څار لاندې دي او هر راز شکمن فعالیت یې نیول کېدو ته زمینه برابرولای شي. د ایراني رسنیو د راپور له‌مخې، د ایران – اسراییل جګړې ته په کتو دغه سفارت پر افغان وګړو غږ کړی چې سیاسي غونډو، حزبي فعالیتونو او لاریونونو کې له ګډون او پر ټولنیزو رسنیو د سیاسي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ د ایران او اسراییلي رژیم ترمنځ ترینګلتیاوو د پر امنیتي او سیاسي وضعیت سربېره، د سیمې پر اقتصادي وضعیت، په ځانګړي توګه د ایران او افغانستان ترمنځ پر راکړه ورکړه هم ناوړه اغېز کړی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان آقا نوید آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د اسراییلي رژیم او ایران ترمنځ له ترینګلتیاوو سره سره، لا هم د افغانستان او ایران ترمنځ راکړه ورکړه جریان لري او په خبره یې تر دې دمه په دې برخه کې ځنډ او خنډ نه دی رامنځته شوی.

د جګړې ګټونکی؛ اسراییل که ایران؟

دا چې ایران له امریکا سره په غیر مستقیم ډول د خپل اټومي پروګرام پر سر په مذاکراتو بوخت و، خو د اسراییلي رژیم له لوري د ټولو نړۍوالو قوانینو او پرنسپونو خلاف د ایران پر ملي حاکمیت برید د غندلو دی. سره له دې چې امریکایي چارواکي په دې برید کې لاس لرل ردوي، خو اسراییل په منځني ختیځ کې تل د امریکا ګټې تامین کړې او متحده ایالتونو پر سیاسي ملاتړ سربېره، په پوځي او اقتصادي برخو کې په کلکه د اسراییلي رژیم ملاتړ کړی او د دغه رژیم له لوري کارېدونکې ۹۰ سلنه وسلې امریکایي دي. دې حقیقت ته په کتو، اوسنۍ جګړه د ایران او اسراییل ترمنځ نه، بلکې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ګڼلی شو او باور هم دا دی، چې امریکا به د دې جګړې د ګټلو لپاره ټول امکانات د اسراییلي رژیم په واک کې ورکړي دي.

امریکا د ایران پر وړاندې په سیاسي ډګر کې له ماتې وروسته، اسراییلي رژیم ته د ټولو پوځي امکاناتو په برابرولو سره، پر دغه هېواد د برید اشاره وکړه، خو په مقابل کې یې ایران هم د اسراییلي رژیم د ننه پراخ تاسیسات په نښه کړي، چې ښې بېلګې یې هم د تېرې شپې توغندیز بریدونه بللی شو. ایران چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې تر ډېره په سیاسي ډګر کې بریالی دی، دا چې په پوځي ډګر کې به وکولی شي خپل مخالفین مات کړي یا نه؟ هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

پر ایران د اسراییلي رژیم د برید عمده لامل دا دی، چې امریکا او متحدین یې هېڅکله په منځني ختیځ کې د ایران په څېر یو خپلواک او د دوی د ګټو او سیاستونو خلاف هېواد نشي زغملی؛ دوی تل هڅه کوي، چې په بېلابېلو پلمو د نړۍ هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې ولري. سره له دې چې ایران په وار وار ویلي، چې اټومي پروګرام او د یورانیمو غني کول یې سوله‌ییز دي، خو امریکا او متحدینو ته یې د ایران هر راز هستوي پروګرام د منلو نه دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد