د ایران – اسراییل ترمنځ د جوړجاړي هڅې؛ د جګړې او سولې ګټونکی څوک دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران او اسراییل جګړه، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دوام لري، تر دې دمه دواړو لورو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د ایران سپاه پاسداران د تېرې شپې په توغندیزو بریدونو کې د اسراییل تل‌ابیب، حیفا او ځینې نورې سیمې په نښه شوې، برعکس اسراییل بیا پرون ناوخته د ایران دولتي ټلویزیون «صداوسیما» په نښه کړی، چې د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې رسنۍ ودانۍ اور اخیستې او دوه کارکوونکي یې وژل شوي دي. سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري، اسراییلي رژیم په تل‌ابیب، حیفا او نورو ښارونو کې رسنیو ته د لګېدلو ایراني توغندیو د تصویر اخیستو اجازه نه ورکوي، خو په ټولنیزو او ایراني رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د ایران د تېرې شپې او نن سهار بریدونو پراخ ویجاړی رامنځته کړی دی.

که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ جګړه د هرې شېبې په تېرېدو سره شدیده کېږي، خو بل پلو بیا د دې تاوتریخوالي د سوله‌ییز حل نړۍوالې هڅې هم ګړندۍ شوې دي. تازه امریکایۍ سي‌ان‌ان رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې ډلې ته لارښوونه کړې، څو ژر تر ژره د ترینګلتیاوو د سوله‌ییز حل په موخه له ایراني چارواکو سره وګوري. په راپور کې راغلي، ټرمپ غواړي روښانه کړي، چې آیا ایران په رښتیا هم د ډیپلوماسۍ له لارې د ترینګلتیاوو کابو کولو ته جدي دی کنه؟

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ سترو اوو صنعتي هېوادونو غونډې په څنډو کې له فاکس نیوز خبري شبکې سره خبرو کې ویلي، چې متحده ایالتونو ایران ته د هوکړې لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکړ، خو په خبره یې ایران دا کار ونه کړ او په ۶۱مه ورځ اسراییل ورباندې برید وکړ. هغه زیاته کړې، چې ایران به په دې جګړه کې بریالی نشي او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري دې ژر تر ژره خبرې پیل کړي.

سره له دې چې د اسراییلي رژیم لومړي وزیر پرون له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د ایران «فردو» اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو په برخه کې له متحده ایالتونو د مرستې غوښتنه وکړه، خو د امریکا دفاع وزیر له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی په سیمه کې دفاعي حالت غوره کړی او په خبره یې، د متحده ایالتونو لومړیتوب د خپلو خلکو ساتنه او دفاع ده. هغه منځني ختیځ ته د امریکایي جنګي بېړیو او سترو الوتکو لېږد په اړه هم ویلي، چې له دې کاره یې موخه په سیمه کې د امریکایي ځواکونو ساتنه ده.

اکسیوس وېب‌پاڼې بیا د روانې اونۍ په لړ کې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي وېتکاف او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی. یادې وېب‌پاڼې زیاته کړې، چې د دې لیدنې موخه د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې پای‌ته رسېدل او همداراز د ایران اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته رسېدل دي.

بل‌خوا ایراني چارواکو هم د مذاکراتو په اړه خپله ژمنتیا تازه کړې او د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې ایران جګړه نه ده پیل کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د اسراییل د هر برید ځواب به ورکوي. پزشکیان پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې، چې ایران د جګړې پراختیا په لټه کې نه دی، خو پر دغه هېواد د هر یرغل پرېګنده ځواب به ورکوي.

له دې سره هم‌مهاله، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم «ډیپلوماسۍ» ته پر بېرته راګرځېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د واشنګټن له لوري یوه عادي اړیکه کولی شي نتانیاهو مهار کړي. ایراني رسنیو د ښاغلي عراقچي په حواله راپور ورکړی، چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رښتا هم ډیپلوماسۍ او د جګړې پای‌ته رسېدو ته ژمن وي، راتلونکي ګامونه برخلیک ټاکونکي دي. هغه ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، چې د جګړې دوام به سیمه له یوې بې‌پایه جګړې سره مخامخ کړي او په خبره یې د بریدونو دوام هر راز سیاسي هڅې ناکامولی شي.

ایرن کې د رژیم بدلون په اړه د اسراییلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څرګندونو ته د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډې په څنډو کې ویلي، چې ملتونه خپل برخلیک په خپله ټاکي او په خبره یې، په یوه هېواد کې د رژیم بدلون د بهرنیو دولتونو دنده نه ده. ښاغلي مکرون زیاته کړې، چې تجربو ته په کتو، هر هغه هېواد چې له پوځي لارې یې د رژیمونو د بدلون هڅه کړې، په حقیقت کې یې سټراټیژیکه تېروتنه کړې ده.

د دې ترڅنګ د ۲۱ عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسراییل بریدونه په کلکه غندلي دي. په بیان کې له منځني ختیځه د اټومي او نورو وژونکو وسلو پر پاکولو ټینګار شوی دی.

د ایران- اسراییل وروستیو بریدونو ته په کتو، آیا د سیاسي جوړجاړي امکان شته؛ که جوړجاړی ونشي، د جګړې ګټونکی به څوک وي؟

دا چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ایران پر اسراییل د دوی او د دوی د ملګرو د تمې خلاف مرګوني توغندیز بریدونه کړي، نو له همدې امله د اسراییلي رژیم متحدینو، په ځانګړي ډول امریکا هڅې پیل کړې، چې روان تاوتریخوالی د خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي له لارې حل کړي، خو ایران نه یوازې د جګړې په ډګر کې خپل ځواک په ډاګه کړ، بلکې د اسراییلي رژیم د وړتیاوو، په ځانګړي ډول د دوی د (ګنبد آهنین) په اړه یې د لوېدیځو هېوادونو ادعاوې هم بې‌بنسټه ثابتې کړې.

د دې ترڅنګ، د نړۍ او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو د عمومي افکارو پر بنسټ، ایران د جګړې پیلوونکی نه دی، بلکې برعکس د دوی پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا برید شوی او په نړۍواله کچه ایران د مشروعیت له اړخه د دې جګړې ګټونکی دی. بله مهمه مسئله دا چې د ایران پر وړاندې د دې جګړې پیلېدو د لوېدیځې نړۍ هغه لیدلوري هم ناسم ثابت کړل، چې ګواکې د ایران حکومت په خپلو خلکو کې ځای نه لري او داسې یې انګېرله، چې د دوی حکومت به په کور د ننه وپرځېږي، خو وروستیو ترینګلتیاوو دا ثابته کړه، چې د ایران ملت د اسراییلي رژیم پر وړاندې د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دی.

پورتینو مواردو ته په کتو، د چارو شنونکي په دې باور دي، چې که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د سوله‌ییز جوړجاړي له لارې پای‌ته هم ورسېږي او یا د جګړې د دوام په صورت ایران د اسراییل په پرتله زیات زیان هم وویني، بیا هم ایران د دې جګړې ګټونکی دی؛ ځکه دا جګړه د ایران – اسراییل جګړه نه، بلکې د امریکا او ایران جګړه ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد