د انرژۍ په برخه کې د تازه ټکان خبرداری؛ هرمز تنګی او د تېلو او ګازو پر نړۍوال بازار د ایران جګړې سیوری

د ټایمز مجلې مطلب

پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه او په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو او ګازو د بیو چټک لوړوالی، دا پوښتنه راپورته کړې، چې آیا نړۍ د ۱۹۷۰مې لسیزې په څېر د انرژۍ په برخه کې له تازه بحران سره د مخامخ کېدو په درشل کې ده کنه؟ څه باندې پنځوس کاله وړاندې، د اوپیک ځینو غړو عربي هېوادونو د یوم‌کیپور جګړه کې له اسراییلو د امریکا د ملاتړ په غبرګون کې د نفتو تولید راکم او ځینو هېوادونو ته یې صادرات محدود کړل؛ دغه اقدام په نړۍوال بازار کې د نفتو بحران رامنځته کړ، بیې یې نږدې څلور برابره شوې او امریکا کې چې هغه مهال یې څه باندې یو پر درې تېل له عربي هېوادونو واردول، د سون توکو کمښت له امله د خلکو ترمنځ پراخه وېره پیدا شوه.

د ۱۹۷۹ کال د ایران اسلامي انقلاب هم د نفتو په برخه کې دویم ټکان رامنځته کړ، خو د نن او هغه وخت ترمنځ یو مهم توپیر دا دی چې د ۷۰ یمو کلونو له بحران وروسته، ګڼو هېوادونو د نفتو سټراټیژیکې زېرمې جوړې کړې. د انرژۍ نړیواله اداره اوس سپارښتنه کوي چې غړي هېوادونه باید لږ تر لږه د ۹۰ ورځو لپاره د نفتو زېرمې ولري او امریکا هم خپلې سټراټیژیکې زېرمې له هماغه بحران وروسته جوړې کړې.

سره له دې، د هرمز تنګي د اوږدمهاله تړل کېدو احتمال، د نفتو بیو په اړه اندېښن زیاتې کړې دي. ایران د دغه حیاتي تنګي ترڅنګ پروت دی؛ یو تنګ سمندري مسیر چې خلیج فارس له عمان سمندر او عربي سمندر سره نښلوي. د کارپوهانو په وینا، که دا تنګی وتړل شي یا تګ راتګ پکې محدود شي، بدیله لاره نه لري. ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې جګړه ښايي څلور تر پنځو اونیو یا حتی تر دې هم اوږده شي. د تاوتریخوالي دوام کولای شي د انرژۍ نړیوال بازارونه ګډوډ او د انفلاسیون نوې څپه رامنځته کړي. د برېنټ نفت بیه هر بیرل ۸۳ ډالرو ته رسېدلې، او په قطر کې د تولید له درېدو وروسته د اوبلن طبیعي ګاز ورځنی لېږد تر ۴۰ سلنې زیات ګران شوی دی.

مطالب بیشتر:  د اسراییلي جنرال اعتراف؛ کورني درزونه او نړۍواله انزوا

هره ورځ د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د نفتو تولید، پنځمه برخه د اوبلن طبیعي ګاز بارونه او درېیمه برخه نړیوال تجارت د هرمز له تنګي تېرېږي. وروستیو بریدونو د تېلو لېږدوونکو څو بېړیو ته زیان رسولی او ځینو لویو سمندري شرکتونو له دې لارې تګ راتګ درولی دی. ایراني چارواکو هم ګواښ کړی چې د تنګي له لارې تګ به له سخت غبرګون سره مخ شي. بازارونو ته د عرضې کمښت بیې لوړوي؛ اسیايي هېوادونه، له هند تر سویلي کوریا پورې، چې تر ډېره د خلیج نفت او ګازو پورې تړلي دي، تر ټولو ډېر زیان ویني. د انرژۍ بیو لوړوالی نږدې هر څه ګرانوي: له ترانسپورټ او پلاستیک نیولې تر تودوخې او پخلي پورې.

خو ځینې عوامل ښايي د شدید کمښت مخه ونیسي. سعودي عربستان د خپل نفت یوه برخه اسیا ته لېږلې او زېرمه کړې ده، او د روسیې او ایران تحریم شوې نفتي بېړۍ هم په سمندرونو کې ساتل کېږي، که شرایط بدل شي، بازار ته داخلېدای شي. سره له دې، د طبیعي ګاز بازار ډېر زیان‌منونکی دی؛ ځکه بدیلې سرچینې محدودې دي او د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکي ۹۰ سلنه بارونه اسیا ته ځي.

که د ایران او امریکا ترمنځ نښتې اوږدې شي، د انفلاسیون د لا زیاتېدو احتمال شته؛ ځکه انرژي د ټولو توکو په بیه کې رول لري. هم‌مهاله، چاپېریالي ډلې د بیا نوي کېدونکو انرژیو پر زیاتې پانګونې ټینګار کوي؛ هغه تجربه چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، اروپا د پاکې انرژۍ پر لور وهڅوله.

په پای کې، د سون توکو بیو لوړوالی د مصرفوونکو هېوادونو چلند بدلولای شي؛ لکه څنګه چې ځینې کارپوهان وایي، که د هرمز له تنګي د نفتو لېږد رالېږد ګډوډی شي، ډېری هېوادونه به د برېښنایي موټرو انتخاب منطق ته مخه کړي او دا چاره به لا پراخه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *