آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان وضعیت او د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره یې د پایلو په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې، چې تمه ده نن (چهارشنبه، وږي ۲۶مه) د امنیت شورا غونډې ته وړاندې شي، د افغانستان د اقتصادي، سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت ترڅنګ، د نړۍوالو بشري مرستو پر څرنګوالي، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، وزګارۍ، بېوزلۍ، مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او نورو اړوندو مسایلو په اړه پرمختګونه، ننګونې او ستونزې را سپړلي دي.
بشري وضعیت
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې د افغانستان بشري وضعیت او د بېوزلۍ کچې ته په اشارې سره ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونه اړمنو کسانو له ډلې، دوی ۱۶.۸ میلیونه وګړو ته د مرستو رسولو هوډ درلود او په خبره یې، دې چارې ۲.۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا درلوده، خو دوی د اګسټ تر ۲۷مې یوازې توانېدلي ۲۷.۱ سلنه بودجه ترلاسه کړي. خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي، چې د وزګارۍ کچې کابو کولو په پار یې کوټلي ګامونه اوچت کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د سترو پراختیایي پروژو د چارو په پیلولو سره، لسګونه زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده. اسلامي امارت د افغانستان اوسني اقتصادي او بشري وضعیت یو مهم لامل د لوېدیځ له لوري د افغانستان د بانکي شتمنو کنګل کېدل بللي او په وار وار یې د دغو شتمنیو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
امنیتي وضعیت
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې بیا مثبتې ارزولې او زیاته کړې یې ده، چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مې میاشتې له لومړۍ د همدې کال د جولای تر ۳۱مې پورې وسلهوالو ډلو د اسلامي امارت پر وړاندې جدي ګواښ نه دی رامنځته کړی او په خبره یې، په دې موده کې د داعش خراسان څانګې بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. انتونیو ګوتریش زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د استخباراتو ځواکونو په کابل، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش ډلې پر وړاندې عملیات کړي او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.
سیمهییزې همکارۍ
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل درې میاشتنې راپور کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د ادغام په برخه کې پر خپلو هلو ځلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په بېلابېلو سیمهییزو اقتصادي او سیاسي غونډو کې ګډون کړی دی. انتونیو ګوترش د روسیې کازان ته د ملا عبدالغني برادر سفر ته په اشارې سره ویلي، چې د دې سفر پر مهال په کازان فورم کې د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، هوایي چلند او انرژۍ په برخو کې بېلابېلو هوکړې شوې دي.
انتونیو ګوترش د سنپترزبورګ په دیارلسمه نړۍواله حقوقي اسامبله کې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د تهران خبرو اترو فورم کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د ترمز خبرو اترو فورم کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم، تاشکند کې د انرژۍ په پنځم نړۍوال کنفرانس کې د عبداللطیف منصور، تاشکند کې د پانګونې څلورم نړۍوال کنفرانس کې د نورالدین عزیزي، چین کې په یوه نندارتون کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د ترکیې ستانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د ایکو سازمان په سرمشریزه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ځینو نورو غونډو کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون ته اشاره کړې او دا یې د سیمهییزو همکاریو پراختیا په برخه کې مهم ګامونه بللي دي.
انتونیو ګوتریش د دې ترڅنګ کابل ته هم د لوړپوړو بهرنیو چارواکو سفرونو ته اشاره کړې. له هغې جملې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګیي سفرونه او کابل کې د درېاړخیزې جوړېدل او همداراز د ټرانس – افغان پروژې د مطالعې او امکان سنجۍ هوکړې لاسلیک یې د سیمهییزو همکاریو مهمې بېلګې بللې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د ازبکستان د استخباراتو مشر باخودیر قربانوف سفرونه هم د دوه اړخیزو اقتصادي او امنیتي همکاریو په برخه کې ګټور یاد کړي دي.
بشري حقونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کونړ او هلمند ولایتونو کې وسلهوالو نښتو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې کرښې ته څېرمه د دوو ماشومانو او یوې نجلۍ په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.
انتونیو ګوتریش د خپل درې میاشتني راپور په یوه بله برخه کې ناچاوده توکو په اشارې سره ویلي، چې په دې موده کې د ناچاودېدونکو توکو له امله ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د هغه په خبره، په دې موده کې د ناچاودېدونکو توکو له امله ۸ ملکي وګړو ژوند بایللی او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
اقتصادي وده، د مرستندویانو همغږۍ او د مرستو اغېز
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍوال بانک د راپور په استناد لیکلي، چې په دې موده کې د افغانستان اقتصادي ۲.۵ سلنه وده کړې ده، خو په خبره یې دا وده کافي نه ده؛ ځکه د نفوس زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو څپې ته په کتو، د بېوزلۍ او وزګارۍ کچه لا هم پر ځای ده. انتونیو ګوتریش د اقتصادي ستونزو لامل اقتصادي انزوا او مالي سرچینو ته محدود لاسرسی بللي. هغه زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له وروستۍ د مې تر وروستۍ نېټې راټول شوي عواید ۴۲۲ میلیارده افغانیو، چې ۶۰۵ میلیونه ډالر کېږي، رسېدلي، چې د تېر ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښیي.
انتونیو ګوترش په دې راپور کې زیاته کړې، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تېر کال په پرتله د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، خو په خبره یې د نرخونو پړسوب د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۳ کال د اپریل په پرتله ۰.۵ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې، چې په تېرو میاشتو کې د نرخونو پړسوب منفي و. په راپور کې راغلي، چې افغانستان لا هم د سوداګرۍ له کسر سره مخامخ دی. دا کسر په مې میاشت د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه لوړ شوی دی. همداراز د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د صادراتو کچه د تېر ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښیي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې افغانستان کې د دغه سازمان بنسټونو ته د مالي سرچینو د برابرولو په اړه ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ د همدې کال د جون تر ۳۰مې پورې، ملګرو ملتونو ۳۶۰ میلیونه ډالر اړوندو سازمانونو او غیر دولتي انجیوګانو ته استولي دي.
بشري مرستې او راستنېدونکي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپل راپور په بله برخه کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې تر ۲۶مې نېټې شاوخوا یو میلیون او ۶۲۷ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې یو میلیون او ۲۸۰ زره له ایران او ۳۴۸ زره نور له پاکستانه راستانه شوي دي. انتونیو ګوتریش زیاته کړې، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونو راستنو شویو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړې دي. په دې راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر جون پورې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ۲۳۱ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي او همداراز د جنورۍ له لومړۍ د جولای تر ۱۲مې پورې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ۲۶۵ زره او ۸۸۸ راستنېدونکو ته مرستې او روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې افغانستان کې د بشري وضعیت، په ځانګړي توګه د لوږې کچې لوړوالي او وزګارۍ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې. هغه د دې وضعیت د کابو کولو لپاره د لا زیاتو نړۍوالو مرستو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې ته په اشارې سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال پروګرام په دې موده کې د ۳۷۱ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱ زره او ۴۳۸ کسانو درملنه کړې او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي او همداراز ۱ زره او ۲۵۰ تنه تر درملنه لاندې دي. انتونیو ګوترش زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمنونو پر وړاندې د مبارزې بنسټ له لوري د ۳۰ مېرمنو په ګډون ۳ زره او ۹۹۲ کروندګرو ته د هېواد په اوو ولایتونو کې زراعتي زدهکړې ورکړل شوې، څو له ناقانونه کښت ډډه وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په راپور کې راغلي، چې د دوی اړوند ادارې هڅه کوي، کروندګرو ته د بدیل کښت برابرولو په برخه اسانتیاوې برابرې کړي.