آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت په رسېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، افغانستان یو ځل بیا د سیمهییزو او نړۍوالو معادلو مرکز ګرځېدلی او د سیمې او نړۍ هېوادونه کابل سره د اړیکو او تعامل په برخه کې بېلابېل لیدلوري لري. ځینې سیمهییز او ګاونډي هېوادونه افغانستان یوازې یوه کورنۍ موضوع نه، بلکې د یوې پراخې سیمهییز امنیتي، اقتصادي او جیوپولیټیکي ټولګې برخه بولي او د همدې لیدلوري پر بنسټ، باور لري، چې د افغانستان ثبات یا بېثباتي په مستقیم او نهانکارېدونکي ډول د دوی پر ثبات او بېثباتۍ اغېز لري.
په دې لړ کې ایران د افغانستان یو له مهمو ګاونډیو دی؛ د سلګونه کیلومټره ګډې پولې او ګڼو مشترکاتو ترڅنګ، واک ته د اسلامي امارت له رسیدو راهیسې د کابل او تهران ترمنځ په سیاسي او اقتصادي برخو کې اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي او له همدې امله، ایران د افغانستان د بدلونونو اغېزې تر بل هر چا زیات احساسوي. د ایران د ختیځو پولو امنیت، د کډوالۍ د څپو مدیریت، د ګډو سیندونو د اوبو موضوع، د نشهيي توکو پر ضد مبارزه، د ترانزیت او سیمهییزې سوداګرۍ امنیت، دا ټول هغه سیمهییز مسایل دي، چې کابل سره له عملي تعامل پرته نه شي مدیریت کېدای. د تېرو دوو لسیزو تجربې هم ښيي چې په افغانستان کې د شته واقعیتونو له پامه غورځول او د دغه هېواد ستونزو ته د سیمې په کچه نه پاملرنې، نه یوازې دا چې د سیمې په کچه ستونزې نه دي هوارې کړې، بلکې وضعیت ورسره لا پېچلی شوی هم دی.
وروستیو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او همداراز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له څرګندونو، چې ګواکې په افغانستان کې اوسنی واکمن نظام یو نه انکارېدونکی واقعیت دی، داسې ښکاري چې تهران دا مسئله په ښه توګه درک کړې او دې پایلې ته رسېدلی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له خبرو پرته نه سیمهییز ثبات ټینګېدای شي او نه هم د تهران په ګډون د نورو ګاونډیو هېوادونو ملي ګټې خوندي کېدای شي.
د افغانستان په اړه دا لیدلوری یوازې ایران نه، بلکې د منځنۍ آسیا هېوادونه، هند، چین، روسیه او ان د سیمې ځینې نور هېوادونه هم لري او دې نتیجې ته رسېدلي، چې د افغانستان منزوي او څنډې ته کېدل، د ټولو په زیان دي. د ترهګرۍ ګواښونو او مخدره توکو په اړه ادعاوې، د فشار وسیلې په توګه د کډوالو او ټرانزیټي لارو کارول هغه څه دي، چې د زور او سیاسي فشار له لارې نشي حلکېدای، بلکې د دې ننګونو د حل یوازینۍ لار له هغه واکمن جوړښت سره مستقیمه همکاري ده چې په عمل کې د افغانستان جغرافیه تر کنټرول لاندې لري.
د افغانستان په اړه د ایران سیمهییز لیدلوری پر دې اصل ولاړ دی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره یوه «ستراتېژیکه اړتیا» ده. ایران تل ټینګار کړی چې د افغانستان امنیت په مستقیم ډول د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت اغېز لري او په همدې چوکاټ کې، تهران باور لري، چې له اسلامي امارت سره تعامل یو ایدیولوژیک انتخاب نه، بلکې یو عملي او امنیتي ضرورت دی. دا تعامل کولای شي د تدریجي باور جوړونې، د اختلافاتو د مدیریت او د پراخو اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د دې ترڅنګ، نړۍواله ټولنه هم باید دا ومني چې له اسلامي امارت سره له رغنده تعامل او مستقیمو خبرو اترو پرته، د افغانستان د بشري او اقتصادي بحرانونو حل ناشونی دی. بشردوستانه مرستې، دوامداره پراختیا، د سازمانشویو جرمونو پر وړاندې مبارزه او د افراطي ډلو مهارول هغه موضوعات دي چې له اوسني حاکمیت سره له تعامل او همکارۍ پرته، نشي حلکېدای؛ ځکه تجربو ثابته کړې، چې د انزوا او څنډې ته کېدو سیاست نه یوازې دا چې ستونزې نه دي هوارې کړې، بلکې بیه یې تل عامو خلکو پرې کړې ده.
که موضوع په لنډو کې را ټوله کړو، حقیقت دا دی چې نننی افغانستان د سیمهییزو معادلو نه بېلېدونکې برخه ده. که د سیمې او نړۍ هېوادونه د ثبات، امنیت او دوامداره ګټو په لټه کې وي؛ نو ورته په کار ده، چې له دې واقعیت سره ځانونه عیار او د تعامل او خبرو اترو له لارې، سیمه او نړۍ کې شته ننګونې او اندېښنې مدیریت او حل کړي.
