آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان پاکستان ترمنځ سوداګري؛ هغه مسئله چې پاکستان له لسیزو راهیسې ترې سیاسي استفاده کړې او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې لارې یې وخت ناوخته پر افغان حکومتونو د فشار وسیلې په توګه کارولي دي. د روان زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه، پاکستاني پوځ د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانیو خلاف د هېواد پر پلازمېنه کابل هوایي برید وکړ، چې ورپسې اسلامي امارت د کرښې په اوږدو کې ته غاښماتوونکی ځواب ورکړ. پاکستاني لوري له دې پېښې سره هممهاله، بیاځلي پخوانۍ تګلارې ته مخه کړه او د فرضي کرښې په اوږدو کې یې لارې وتړلې او داسې یې انګېرله چې ګواکې له دې مسئلې په استفادې به یو ځل بیا پر اسلامي امارت فشار راوړي؛ خو بېخبره له دې چې دا ځل به دا پرېکړه د اسلامآباد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
د اسلامآباد له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو له تړلو څو ورځې وروسته، د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کابل کې سوداګرو او صنعتکارانو سره په یوه ستره غونډه کې پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون اعلان او سوداګرو ته یې له بدیلو لارو د صادراتو او وارداتو سپارښتنه وکړه. پاکستان سره د سوداګرۍ له پرېکون وروسته، اسلامي امارت د بدیلو لارو هلې ځلې ګړندۍ او په دې برخه کې یې له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول هندوستان، ایران او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ګڼې هوکړې وکړې.
د اسلامي امارت له دې پرېکړې سره سم، یو شمېر پاکستاني چارواکو، په ځانګړي ډول دفاع وزیر خواجه آصف په خپلو څرګندونو کې په ظاهري بڼه داسې ښودله، چې ګواکې دوی له دې پرېکړې خوښ دي او د اسلامآباد لپاره به هېڅراز منفي پایلې ونه لري، خو بېخبره له دې چې دا پرېکړه به نه یوازې د پاکستان لپاره معکوسې پایلې ولري، بلکې اسلامآباد به د خپلو ناوړه سیاستونو لوی تاوان هم پرې کوي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اقتصادي جګړې په لړ کې تازه پاکستانۍ «ډان» ورځپاڼې په یوه مطلب کې منلې، چې د لارو بندېدو پاکستان ته پر پراخو زیانونو سربېره، منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې سره هم د دغه هېواد ټرانزیټ ګډوډ کړی دی. دغې ورځپاڼې پرون (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه) د فیصلآباد پوهنتون د پخواني استاد وقار احمد په قلم لیکل شوی تحلیلي مطلب خپور کړی او پکې راغلي، چې افغانستان د پاکستان لپاره د سبزیجاتو، په ځانګړي ډول د کچالیو تر ټولو مهم بازار و.
په دې تحلیل کې د پاکستان د سبزیجاتو محصولاتو ته په اشارې لیکل شوي، چې پاکستان هر کال پر څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه کې کچالو کري او د دغه هېواد د سوداګرۍ نړۍوال کمیسیون د شمېر پر بنسټ یې لیکلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان څه باندې ۷۳۶ ټنه کچالو صادر کړي، چې له دې ډلې ۴۲ سلنه یې افغانستان ته صادر شوي دي.
په ورته وخت کې هندۍ «انډیا ټوډې» ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پرېکون په اړه د اسلامي امارت پرېکړې ته په اشارې لیکلي، چې پاکستان اوسمهال د خپلو ناسنجول شویو سیاستونو لویه بیه پرې کوي. دغې ورځپاڼې د خواجه آصف هغو څرګندونو ته چې د اسلامي امارت له لوري یې د سوداګرۍ پرېکون پرېکړه «پټ نعمت» بللی و، اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې پاکستاني چارواکو او په لوی لاس د خپل هېواد د اقتصاد کمزوري کېدو زمینه برابره کړه.
پایله
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پرېکون ۲۰ ورځې تېرېږي؛ په دې موده کې پاکستان نه یوازې په سیمه کې مهم سوداګریز مارکېټ، هغه مارکېټ چې کلنۍ راکړه ورکړه یې شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېده، له لاسه ورکړی بلکې منځنۍ آسیا هېوادونو ته یې صادرات په مطلق ډول بند او مخ پر ځوړ اقتصاد ته یې میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی. د دې ترڅنګ، پاکستان کې ډېری تولیدي کارخونې، چې زیاتره توکي یې افغانستان ته صادرېدل، دا مهال د پرځېدو له ګواښ سره مخ دي. د لارو بندېدو له امله د پاکستاني حکومت ګمرکي عوایدو کې د پام وړ کموالی راغلی. پر دې سربېره، پاکستاني سوداګرو، په ځانګړي ډول هغو سوداګرو ته چې افغانستان او د افغانستان له لارې یې منځنۍ آسیا او روسیې سره راکړه ورکړه درلوده، دا مهال یې کاروبار په ټپه ولاړ او میلیونونه ډالر زیان ورته اوښتی دی.
پاکستاني چارواکو فکر کاوه، چې د لارو بندښت به پر اسلامي امارت د فشار وسیلې په توګه وکاروي، خو د دوی دې سناریو نه یوازې دا چې پر افغانستان اغېز ونه کړ، بلکې اسلامي امارت وتوانېده د تېرو ۲۰ ورځو په موده کې خپله سوداګرۍ له بدیلو لارو عیاره او د صادراتو او وارداتو لپاره بدیل بازارونه او مسیرونه ومومي، چې غوره بېلګه یې هم هند او ایران سره وروستۍ هوکړې ګڼلی شو. اسلامي امارت د نوې اقتصادي تګلارې په غوره کولو سره، د پاکستان پر ځای، د چابهار بندر ترڅنګ، د منځنۍ آسیا هېوادونو پر مسیرونو تمرکز زیات کړی او هڅه کوي د نویو سوداګریزو مارکېټونو او مسیرونو په موندلو سره، پر پاکستان تکیې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي؛ هغه تګلاره چې د اقتصادي شنونکو په باور، په اوږدمهال کې به د پاکستان لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
