د اسکویید له ګېم د اپستین تر اسنادو؛ هغه کیسې چې نور خیال نه دي

وروستیو کلونو کې، تیره او تاوتریخجن نمایشي اثار لکه د «اسکویید ګېم» سریال، نور یوازې د سرګرمۍ محصولات یا د لیکوالانو د مبالغو ډک خیالونه نه ګڼل کېږي؛ بلکې د معاصرې نړۍ د پټو واقعیتونو یوه اندېښمنوونکې هېنداره ګرځېدلي دي. د دا ډول روایتونو پر وړاندې د نړیوالو لیدونکو پراخ غبرګونونه، د دې ښکارندویي کوي، چې موضوع د ډرامې له جذابیت هم لوړه ده. داسې انګېرل کېږي، چې دا اثار په سمبولیکه ژبه یوه ګډه تجربه انځوروي: د قدرت د اخلاقو په اړه شک، د وړ کسانو د خوندیتوب په اړه بد نیت او دا تریخ باور، چې که ګواکې انسان کنټرول نشي، نو کولی شي د کیسو له خیالونو هم وړاندې لاړ شي. د اپستین د اسنادو په څېر قضیو پورې تړلې افشاګرۍ، دا شک د خیال له کچې د واقعیت تر کچې راټیټ کړی او د عامه افکارو پر وړاندې یې یوه بنسټیزه پوښتنه پرېښې ده: هغه دا چې د کیسې او حقیقت ترمنځ پوله تر کومه بریده نرۍ شوې ده؟
د خیالي کیسو د ولې او ټکان ورکوونکو واقعیتونو د پوهېدو په پار، باید له شخصي کچې تېر او ساختارونو ته یې ځیر شو. انسان د اخلاق لرونکي موجود په توګه، تل د محدودیتونو په چوکاټ کې مانا موندلې ده: د قانون محدودیت، ټولنیز نورمونه او ګډ نظارت. خو هر کله چې دا محدودیتونه کمزوري شي، د انسانانو پټو ظرفیتونو ته، په ځانګړي ډول د قدرت، شتمنۍ او نفوذ په فضا کې د رابرسېره زمینه برابریږي. د «اسکویید ګېم» په څېر کیسې کټ مټ همدې ټکي ته ګوته نیسي: هغه ځای ته چې اخلاقي اصول شاته پرېښودل کېږي او انسانان پر وسایلو بدلېږي. دا ځنډ که څه هم په کیسه کې د لوبې د قوانینو له لارې توجیه کېږي، خو په واقعیت کې د لا پېچلو میکانېزمونو له لارې رامنځته کېږي.
د اپستین اړوند دوسیې او اسناد، د همدې میکانېزمونو یوه عیني بېلګه ده. د دغو اسنادو ارزښت یوازې د یوه کس د جرمونو په افشا کېدو کې نه، بلکې د اړیکو هغې شبکې په بربنډولو کې دی، چې د ناوړه استفادې زمینه یې برابره کړې او د دې چارې دوام یې تضمین کړی دی. دا شبکې په ډاګه کوي، چې شتمني او نفوذ څنګه کولای شي د حساب‌ورکړې پر ځای، په سپر بدل شي؛ داسې سپر چې قانون پیکه کوي، رسنۍ محتاطوي او د قربانیانو په خولو لاس ږدي. په داسې شرایطو کې، ناوړه کړنې په ناڅاپي او ښکاره بڼه نه، بلکې په سازمان شوې بڼه مخته وړل کېږي؛ دا هغه څه دي، چې معاصرې کیسې د استعارې په ژبه بیانوي.
بل کلیدي ټکی یوازې د «فاسدو افرادو» پر تېروتنو تمرکز دی. دا تمرکز که څه هم مهم او اړین دی، خو بسنه نه کوي. تاریخ په ځلونو ثابته کړې، پرته له دې چې جوړښتونه اصلاح شي، د یوه کس لرې کول، بېرته هماغه الګو زېږوي. په دې توګه اپستین یو استثنا نه و؛ بلکې د داسې نظام محصول و چې د قدرت او مصونیت ترمنځ یې کرښه له منځه وړې وه. په داستاني کیسو کې هم د لوبو طراحان او یا شاته پټ پانګه‌وال، د هغه نظام سمبولونه دي چې انسان په عدد بدلوي، پوروړی په قرباني او خطر په سرګرمۍ بدلوي. دا ورته‌والی تصادفي نه؛ بلکې د واقعي نړۍ او داستاني نړۍ د استثماري منطق د ګډ داستان حکایت کوي.
د ټولن‌پوهنې له اړخه، د دا ډول کیسو پراخ هرکلی، په حقیقت کې د «آخري اخلاقي پوهاوي» نښه بلل کېدای شي. د نن ورځې مخاطب پوهېږي چې شر تل د بلا په څېره نه راڅرګندېږي؛ کېدای شي په موسکا، قرارداد، یا ان د خیر ښېګڼې تر پوښښ لاندې پټ وي. دا پوهاوی د یوویشتمې پېړۍ د ګډو تجربو محصول دی: مالي بحرانونه، نیابتي جګړې، د پېژندل شویو څېرو اخلاقي رسوايي، او ژور واټنونه. په داسې فضا کې، پټې کیسې بد نیتۍ لامل نه کېږي، بلکې د شته بد نیتۍ انعکاس دی.
په همدې حال، اصلي ګواښ د همدې تیارو په عادي کېدو کې نغښتی دی. کله چې افشاګرۍ د خبرونو په ورځني بهیر بدلې شي او بیا هېرې شي، او کله چې داستاني کیسې یوازې «په زړه پورې ژانر» وبلل شي، اخلاقي حساسیت کمزوری کېږي. همدلته د خیال او واقعیت ترمنځ کرښه نوره هم ورکېږي. که ټولنه ونه شي کولای د ګواښکوونکو روایتونو او د اصلاح غوښتونکي واقعیت ترمنځ اړیکه ټینګه کړي، نو کیسې به د بدلون په محرک نه، بلکې په سکون بدلې شي.
په پای کې، د «اسکویید ګېم» او د اپستین د اسنادو ترمنځ پرتله موږ یوې روښانه پایلې ته رسوي: ستونزه د لیکوالانو د تخیل ځواک نه دی؛ ستونزه د انسان واقعي ظرفیت او هغه جوړښتونه دي چې دا ظرفیت مهاروي یا یې آزاد پرېږدي. عصري نړۍ، له ټولو پرمختګونو سره سره، لا هم دوامداره اخلاقي څار ته اړتیا لري؛ داسې څار ته چې له شفافیت، حساب‌ورکولو او د نظارتي بنسټونو له پیاوړتیا تغذیه کېږي. پرته له دې څارنې، هغه څه چې نن یې کیسه بولو، سبا کېدای شي په لوڅ واقعیت بدل شي؛ داسې واقعیت چې ان تر ټولو ترخې کیسې به یې پر وړاندې کمرنګې شي.

مطالب بیشتر:  د «غزې سولې پلاوی» که د ټرمپ ملګري ملتونه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *