آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت بیاځلي را ګرځېدو څلور کاله پوره شول. په دې موده کې د افغانستان په سیاسي او ټولنیزه فضا کې یو نوی څپرکی پیل شو. له نن څلور کاله وړاندې د زمري په ۲۴مه، پخوانی جمهوري نظام وپرځېده، د اسلامي امارت ځواکونه کابل ښار ته دننه او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو نوی څپرکی پرانیستل شو.
اوس چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څلور کاله پوره کېږي، د سرپرست حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه په ټول هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت دی. په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د امنیتي تشې په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې، خو اسلامي امارت وتوانېده له بومي جوړښتونو او کورني اسنجام په استفادې د ډېریو ګواښونو مخه ډپ او هېواد ته نسبي ثبات را وګرځوي.
په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت یوه مهمه لاسته راوړنه د کورني امنیت ټینګښت دی. د پخواني نظام په پرځېدو او د اسلامي امارت واکمنېدو سره، په هېواد کې د نا امنیو ټغر ټول، د جرمونو کچه را ټیټه او په ملي کچه د مرګونو بریدونو مخه نیول شوې ده. د هېواد ډېریو ولایتونو په امنیتي وضعیت کې بېساری ښهوالی راغلی دی. پرلهپسې چاودنو او نا امنیو، چې پخوا به یې هره ورځ د خلکو ژوند ګواښه، په بشپړ ډول یې لمن ټوله شوې ده. هېوادوال د پخوا په پرتله په پوره ډاډ د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوي او خلک په بازارونو او عبادتځایونو کې د خوندیتوب احساس کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «زموږ یوه مهمه لاسته راوړنه ۹۱.۹ سلنه د امنیتي ځواکونو کشفیات دي. یعنې د تېر کال په پرتله زموږ د کشفیاتو کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده او دا د دې لامل شوې، چې د جرمونو کچه را ټیټه شي.»
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو په زیاتوالي سره، د جنایي جرمونو لکه غلا، قتل، انسان تښتونې او قاچاق مخه تر ډېره نیول شوې ده. خلک د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له پراخ حضور او پېښو ته پر وخت رسېدو په تړاو خوښ دي. په ځینو ولایتونو کې پولیسو سره د مجرمینو پېژندلو په برخه کې د ولسي بنسټونو او خلکو همکاریو هم مهم رول لوبولی دی.
اسلامي امارت په هېواد کې د هوسا او آرامې فضا په حاکمولو سره، کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د را ګرځېدو او همداراز د کډوالو د راستنېدو زمینه برابره کړې، چې دا ټول په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت ښکارندویي کوي.
په پاکستان او ایران کې مېشتې ډېری کورنۍ خپل هېواد ته را ګرځېدلې دي، بازارونه د پخوا په پرتله فعاله شوي او د خلکو ورځنی ژوند عادي مسیر ته را ګرځېدلی دی.
د تېرو څلورو کلونو پر مهال د اسلامي امارت یوه بله مهمه او ستره لاسته راوړنه، د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخنیوی دی. د پرېګنده سیاستونو او جدي ګامونو په اوچتولو سره، هېواد کې د کوکنارو کښت کچه په بېسارې ډول کمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د کوکنارو کښت کې نږدې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. د کوکنارو په کښت کې دا بېساری کمښت د اسلامي امارت جدیت په ډاګه کوي. د تریاکو تولید کې هم بېساری کمښت راغلی دی او د پخوا په پرتله یو پر لس کموالی ښیي.
دې لاسته راوړنې نه یوازې د کورني امنیت په ټینګښت کې مهم رول لرلی دی، بلکې په نړۍواله کچه یې د افغانستان نوم هم ځلولی او د هېواد د دوامداره پرمختګ زمینه یې برابره کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې: «وروستیو څو کلونو کې زرګونه هکټاره ځمکه کوکنار کشف او له منځه وړل شوي دي. د مخدره توکو سلګونه کارونې، د پروسس او تولید توکي له منځه وړل شوي دي. هغو سازمانونو او ډلو چې په دې برخه کې یې فعالیت کاوه، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي. زه کولی شم ووایم چې د کوکنارو کښت کچه صفر ته رسېدلې ده.»
د دې ټولو پرمختګونو سره سره، لا هم د داعش ډلې تت فعالیتونه، له پولو د وسلهوالو ډلو نفوذ او د محدودو سیمهییزو جرمونو ګواښونو پر ځای دي. خو اسلامي امارت بیا هدفمند عملیات، د استخباراتو پیاوړتیا او د خلکو همکاري د دغو ننګونو پر وړاندې مهمې وسیلې بولي.
اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پر مهال د داعش خراسان څانګې د ځپلو په پار پراخ استخباراتي عملیاتونه کړي او د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، کابل، بدخشان او فاریاب کې یې د دې ډلې لسګونه مرکزونه کشف او له منځه وړي دي. د دې ډلې سلګونه غړي نیول شوي، وژل شوي او یا هم له هېواده تښتېدلي دي.
د اسلامي امارت په دې عملیاتو کې د داعش ډلې مخکښې څېرې هم په نښه شوې، چې له هغې ډلې د ختیځ زون لپاره د دې ډلې اداري او امنیتي مسوول قاري فاتح، د هند قارې لپاره د دې ډلې مسوول اعجاز امین آهنګر مشهور په ابو عثمان الکشمیري، کابل کې د څو بریدونو طراح قیس لغماني، د ځانمرګو بریدونو طراح سلمان تاجکستاني، کابل کې د چریکي بریدونو مسوول عمر برهان پاکستاني، د خراسان والي مرستیال او مرکزي زون مسوول عمر حیدر فریدون، د رهبرۍ شورا غړی شیخ ابو عمر افریدی او د خراسان هجرت څانګې اداري مسوول عبدالله کابلی هغه څېرې دي، چې د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې له منځه تللي او په دې سره د دې ډلې فعالیت خورا کمزوری شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «اسلامي امارت داعش ډله ځپلې ده، خو دا ډله یو سیمهییز ګواښ دی، له بدهمرغه ځینې کړۍ د داعش له پدیدې ناوړه ګټه پورته کوي او له هغې په خپله ګټه کار اخلي.»
د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د داعش ډلې وژل شوي مهم مشران
- قاري فاتح
ختیځ زون لپاره د داعش ډلې اداري او امنیتي مسوول
- اعجاز امین آهنگر (ابوعثمان الکشمیري)
د هند قارې لپاره د داعش ډې مسوول
- قیس لغماني
کابل کې د څو بریدونو طراح
- سلمان تاجکستاني
د ځانمرګو بریدونو طراح
- عمر برهان پاکستاني
کابل کې د چریکي بریدونو مسوول
- عمر حیدر فریدون
د داعش خراسان څانګې د والي مرستیال او مرکزي زون مسوول
- شیخ ابو عمر افریدي
د داعش خراسان څانګې د رهبرۍ شورا غړی
- عبدالله کابلي
د داعش خراسان هجرت څانګې اداري مسوول
د دې لاسته راوړنو ترڅنګ، افغانستان د اسلامي امارت واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د څو سترو پېښو شاهد هم و؛ هغه بریدونه چې تر ډېره د داعش خراسان څانګې له لوري طرح او ترسره شوي وو. د دې بریدونو موخې تر ډېره مذهبي او ښوونیز مرکزونه، ډيپلوماټک بنسټونه او د ملکي خلکو غونډې او را ټولېدنې وې.
د اسلامي امارت څلور کلنه واکمنۍ کې د امنیتضد تر ټولو سترې پېښې
- د کابل پر هوایي ډګر ځانمرګی برید – وږي ۴مه، ۱۴۰۰ کال
- د وژل شویو شمېر: د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون ۱۸۰ تنه
- د ټپیانو شمېر: څا باندې ۱۵۰ تنه
- مسوولیت: د داعش خراسان څانګه
- کندهار کې د شیعهګانو پر فاطمیه جومات ځانمرګی برید – تلی ۲۴مه، ۱۴۰۰ کال
- د وژل شویو شمېر: لږ تر لږه ۴۰ تنه
- د ټپیانو شمېر: لسګونه تنه
- مسوولیت: د داعش خراسان څانګه
- کندوز کې د شیعهګانو پر جومات ځانمرګی برید – تلې ۱۶مه، ۱۴۰۰ کال
- د وژل شویو شمېر: څه باندې ۷۰ تنه
- د ټپیانو شمېر: ۱۴۳ تنه
- مسوولیت: اعلان نشو
- هرات کې پر یوه جومات ځانمرګی برید – زمري ۱۱مه، ۱۴۰۱ کال
- د وژل شویو شمېر: د مجیبالرحمان انصاري په ګډون ۱۸ تنه
- د ټپیانو شمېر: ۲۳ تنه
- مسوولیت: اعلان نشو
- د مولوي سکندر پر خانقاه ځانمرګی برید – غویي ۲مه ۱۴۰۱ کال
- د وژل شویو شمېر: د ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه
- د ټپیانو شمېر: ۴۳ تنه
- مسوولیت: اعلان نشو
- کابل کې د صوفیانو پر خانقاه برید – غویي ۹مه ۱۴۰۱ کال
- د وژل شویو شمېر: څه باندې ۵۰ تنه
- د ټپیانو شمېر: لسګونه تنه
- مسوولیت: اعلان نشو
- پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګی برید – تلې ۹مه ۱۴۰۱ کال
- د وژل شویو شمېر: څه باندې ۵۰ زدهکوونکي
- د ټپیانو شمېر: تر سلو زیات
- مسوولیت: د داعش خراسان څانګه
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «طبعاً کله چې په نظام کې بدلون راځي، ښایي نظام له نسکورېدو او یا بحران سره مخ شي. په داسې شرایطو کې کودتا کېږي، نامسووله کسان صحنې ته راځي او نابلدي به هم شتون ولري.»
د ښوونیزو، عمومي او مذهبي اماکنو ترڅنګ، په دې موده کې ځینې ډیپلوماټیک بنسټونه او بهرني مرکزونه هم په نښه شول. له هغې ډلې کابل کې د روسیې او پاکستان سفارتونه، د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته څېرمه د چینایانو د اوسېدو ځای او همداراز بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو ډزې، هغه پېښې دي، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.
د داعش ډلې بریدونه
- کابل کې د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید – وږي ۱۴مه، ۱۴۰۱ کال
- کابل کې د پاکستان پر سفارت وسلهوال برید – لېندۍ ۱۱مه ۱۴۰۱ کال
- کابل کې د چینایانو د اوسېدو ځای په نښه کېدل – لېندۍ ۲۱مه ۱۴۰۱ کال
- د افغانستان پر بهرنیو چارو وزارت دوه ځله ځانمرګي بریدونه – لومړی مرغومې ۲۱مه، ۱۴۰۱ او دویم ځل وري ۷مه، ۱۴۰۲ کال
- بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو ډزې – غویي ۲۹مه ۱۴۰۳ کال
پر ملکي وګړو او عمومي بنسټونو د بریدونو ترڅنګ؛ وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت ځینې کلیدي او مهم غړي هم په نښه شول؛ له دې ډلې عبدالحق ابو عمر، محمد داوود مزمل، مولوي نثار احمد احمدي، مولوي صفيالله صمیم او خلیلالرحمان حقاني د اسلامي امارت هغه کلیدي غړي دي، چې په وسلهوالو بریدونو کې یې ژوند بایلود.
د اسلامي امارت کلیدي غړي، چې د داعش په بریدونو کې یې ژوند بایللی
- عبدالحق ابوعمر
- د بدخشان پخوانی امنیه قومندان
- مرغومي ۶مه ۱۴۰۱
- ځانمرګی برید
- محمد داوود مزمل
- د بلخ مخکینی والي
- کب ۱۸مه ۱۴۰۱
- دفتر کې چاودنه
- مولوي نثار احمد احمدي
- د بدخشان ولایت مخکینی سرپرست او مرستیال والي
- عبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۲
- ځانمرګی برید
- مولوي صفيالله صمیم
- د بدخشان مخکینی امنیه قومندان
- غبرګولي ۱۸مه، ۱۴۰۲
- حمله انفجاری
- خلیلالرحمان حقاني
- د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت مخکینی سرپرست
- لېندۍ ۲۱مه، ۱۴۰۲
- وزارت د ننه ځانمرګی برید
سره له دې چې اسلامي امارت د داعش او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې مبارزه او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارولو په اړه نړۍوالو ته ډاډ ورکړی، خو په دې برخه کې لا هم وخت ناوخته نړۍوال اندېښنې څرګندوي. که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ هېڅ هېواد ته په مستقیم ډول د افغانستان له لوري ګواښ نه دی پېښ شوی، خو ځینې هېوادونو او سازمانونه، لکه ملګري ملتونه، د ټولیز امنیت پیمان، امریکا، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او ایران په ځلونو افغانستان کې د ځینو وسلهوالو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
په دې موده کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه څو ناستې جوړې او د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په خپلو درېمیاشتنیو راپورونو کې د هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت او د ګواښونو پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی. خو اسلامي امارت په ځلونو دا ډول ادعاوې بېبنسټه او په کلکه رد کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د روان لمریز کال د غویي په ۶مه، خیبر پښتونخوا کې یو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو: «موږ د افغانستان سرپرست حکومت ته پرېګنده او روښانه پیغام ورکړی دی، چې که څه هم د ښه او سولهییز ګاونډیتوب غوښتونکي یو، خو تر هغو چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له لوري د پاکستان پر ضد کارول کېږي، دا چاره به نا ممکنه وي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا لپاره د امریکا استازي جاناتان شریر د روان لمریز کال د چنګاښ په ۱۷مه امنیت شورا کې وویل: «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، مخدره توکو مخنیوي او سیمهییز امنیت ټینګښت په برخه کې زموږ ګډې ګټې ایجابوي، چې افغانستان بیاځلي د ترهګرو په پټنځای بدل نشي، بلکې په سیمه کې د ثبات او همکارۍ عامل وګرځي.»
بلخوا، د اسلامي امارت واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د سپینې ماڼۍ د ادعاوو پر بنسټ، د القاعده شبکې مشر د کابل ښار په یوه ډیپلوماټیکه سیمه کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شو. د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۱مه، له برید یوه ورځ وروسته اعلان وکړ، چې ایمن الظواهري یې کابل کې په نښه کړی دی.
د امریکا پخوانی ولسمشر جوبایډن د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۱مه کابل کې د بېپیلوټه برید په اړه یوه ویډیویي پیغام کې وویل: «د شنبې په ورځ او زما په امر، متحده ایالتونو کابل کې یو بریالی برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د القاعده شبکې مش ایمن الظواهري ووژل شو.»
د امریکا د دې برید په غبرګون کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په یوه خبري ناسته کې د افغانستان پر فضاء د امریکایي بېپیلوټه الوتکو ګرځېدو له امله نیوکه وکړه. د هغه په خبره، دا الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان هوایي حریم ته د ننه کېږي. د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ۱۴۰۱ کال د وږي میشاتې په ۶مه نېټه د دې الوتکو د راتګ په اړه وویل: «زما د معلوماتو پر بنسټ، دا الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ننه کېږي او د پاکستان له هوایي حریم ګټه اخلي.»
د اسلامي امارت واکمنۍ لومړیو کلونو کې سرحدي ترینګلتیاوې هم له مهمو امنیتي مسایلو وې. د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ په تورخم، ډنډپټان، خوست او چمن کې په ځلونو نښتې رامنځته شوې، چې په دې نښتو کې دواړو لورو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
د اسلامي امارت ځواکونو په لومړیو کلونو کې دوه ځلې له ایران، یو ځل له ازبکستان او اته ځله له پاکستان سره نښتې کړې دي. پر ځمکنیو نښتو سربېره، د ۱۴۰۲ کال د کب په ۲۸مه پاکستاني جېټ الوتکو خوست او پکتیکا کې ځینې سیمې بمبار کړې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه اته کسانو ته مرګژوبله واوښته. د پاکستان دغو هوایي بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوې نورې هم ژورې او شدیدې کړې.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د روان لمریز کال د چنګاښ په ۳۱مه د دفاع وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې په دې اړه وویل: «پولې زموږ خاوره ده او موږ باید په دې سیمو کې د ساتنې لپاره تاسیسات او دیوالونه جوړ کړو او د خپلې خاورې ساتنه وکړو. که مقابل لوری وغواړي یرغل وکړي، زموږ هڅه به دا وي، چې د سولې او خبرو له لارې مسئله حل شي، خو که له زور کار واخلي، موږ به هم اړ شو، چې پر وړاندې یې له زور کار واخلو.»
اسلامي امارت د خپلې څلورکلنې واکمنۍ پر مهال د پوځي ډیپلوماسۍ شاهد هم و. د دفاع وزارت سرپرست، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د استخباراتو عمومي رییس د سفر له معافیت په استفادې قطر، متحده عربي اماراتو، او سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیده کاته وکړل.
له دې سره هممهاله، کابل هم د لوړپوړو بهرنیو امنیتي چارواکو کوربه و؛ له دې ډلې کابل ته د ازبکستان استخباراتو مشر او پاکستان کورنیو چارو وزیر سفرونه وو. د دې لیدنو او سفرونو اصلي موخه پر امنیتي مسایلو او سیمهییزو همکاریو خبرې اترې وې او دا د سیمې په کچه د اسلامي امارت د پوځي اړیکو او د پیاوړتیا ښکارندویي کوي.
د دې څلورو کلونو په موده کې د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د بګرام هوایي اډه هم یوه له حساسو مسایلو وه. دا اډه چې پخوا په سیمه کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کېده، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، دا اډه د اسلامي امارت لاس ته ولوېده. د امریکا ولسمشر په ځلونو ادعا وکړه، چې په دې پوځي اډه کې چین حضور لري، هغه ادعاوې چې د اسلامي امارت له لوري بېبنسټه وبلل شوې او په ټینګار سره یې وویل، چې هېڅ بهرني پوځي ته د افغانستان په یوه لوېشت خاوره کې هم د حضور اجازه نه ورکوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۴۰۳ کال د کب په ۸مه نېټه په دې اړه وویل: «ټول تجهیزات مو پرېښودل، هغه څه چې نباید رامنځته شوي وای. پوهېږئ! زما واکمنۍ پر مهال د وتلو په حال کې وو. ما د سرتېرو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته راکم کړ. تمه وه ووځو، خو بګرام هوایي اډه وساته، نه د افغانستان په خاطر، بلکې د چین لپاره؛ ځکه بګرام هوایي اډه له هغه ځایه چېرې چې چین اټومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري. موږ بګرام پرېښود. پوهېږئ اوس هغه د چا په لاس کې دی؟ چین. چین. بایډن هغه اډه پرېښوده.»
د اسلامي امارت په بېرته راتګ سره، نه یوازې دا چې د تېرو څلورو کلونو په موده کې افغانستان کې ثبات ټینګ شوی، بلکې د اقتصادي ودې، بیارغونې او ملي باور زیاتوالي زمینه هم برابره شوې ده. د دې مسیر دوام د خلکو او امنیتي بنسټونو ترمنځ همکارۍ او د سیمې له هېوادونو سره رغنده تعامل ته اړتیا لري. د افغانستان د امنیت راتلونکی لا هم له پوښتنو سره مل دی؛ اسلامي امارت د ثبات پر دوام او سراسري امنیت ټینګښت ټینګار کوي، خو دا چې دا وضعیت به همداسې پاتې شي کنه؟ هغه پوښتنه ده، چې د وخت په تېرېدو او د حکومت کړنو او نړۍوالو بدلونونو په رڼا کې به روښانه شي.