د اسراییلي جنرال اعتراف؛ کورني درزونه او نړۍواله انزوا

په وروستیو کلونو کې اسراییلي رژیم له یو لړ داسې ژورو او پرله‌پسې بحرانونو سره مخ شوی، چې حتی د دغه رژیم د پوځي او امنیتي جوړښتونو دننه ګڼ شمېر څارونکي یې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. د اسراییلي پوځ احتیاطي جنرال اسحاق بریک څرګندونې او تحلیل، چې د «معاریو» اسراییلي رسنۍ له لوري خپرې شوې او د شهاب خبري اژانس او المیادین شبکې له‌خوا هم نقل شوې، د همدې ژورې اندېښنې څرګندونه کوي؛ هغه اندېښنه چې له مخې یې اسراییلي رژیم په یوه خطرناک پړاو کې قرار لري.

بریک باور لري چې اسراییل د سختو کورنیو شخړو، ژورو ټولنیزو درزونو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د کرکې د زیاتوالي له امله، په ساختاري توګه د ټوټه او پاشل کېدو پر لور روان دی. هغه ټولنه چې یو وخت د امنیتي او هویتي اجماع پر بنسټ ولاړه وه، نن له شدید سیاسي، مذهبي او ټولنیز قطب‌بندۍ سره مخ ده. دغو درزونو نه یوازې داخلي یووالی کمزوری کړی، بلکې د سیاسي او امنیتي کچو پر بنسټیزو پرېکړو د اغېزمنتیا وړتیا یې هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د بریک د خبرداریو له مهمو محورونو، یو هم پر دولتي بنسټونو او سیاسي پرېکړه‌کوونکو د خلکو د باور بې‌ساری کمښت دی. د هغه په وینا، نظرپوښتنې ښيي چې ډېری اسراییلي وګړي باو لري، چې سترې پرېکړې د مسلکي ارزونو او اوږدمهاله ملي ګټو پر بنسټ نه، بلکې د لنډمهالو سیاسي محاسبو او ګوندي ګټو له مخې کېږي. دا وضعیت، په ځانګړي ډول په هغه رژیم کې چې تل یې امنیت د خپلې بقا اصلي ستن بللې، د «ملي زغم» د ړنګېدو لامل ګرځي؛ هغه مفهوم چې د اسراییل لپاره حیاتي ارزښت لري.

مطالب بیشتر:  د مادورو نیونه؛ د ټرمپ امریکا لاس‌وهنې پای نه‌لري او نه به پای‌ته ورسېږي

د غزې جګړه، چې د وروستیو دوو کلونو تر ټولو لوی بحران بلل کېږي، د دې وضعیت په لا ترینګلي کېدو کې اساسي رول لوبولی دی. بریک په ښکاره ډول مني چې په دې جګړه کې تر دوه زره زیات اسراییلیان وژل شوي، لسګونه زره نور ټپیان او د سلګونو میلیاردونو شېکل اقتصادي زیانونه ګاللي دي. خو تر دې هم خطرناک زیان هغه دی چې په نړیوال ډګر کې ورته اوښتی دی. د هغه په وینا، اسراییل د غزې په جګړه کې «نړۍ هم له لاسه ورکړه»؛ یعنې هغه سیاسي، اخلاقي او رسنیز ملاتړ چې پخوا یې تر ډېره تضمین شوی باله، اوس په شدیده توګه کم او ان تر دې چې د غزې جنایتونو له امله، ډېریو هېوادونو سره د اسراییلي رژیم اړیکې پرې شوې دي.

غزه تړانګه کې د اسراییلي پوځ له لوري د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو پراخې مرګ‌ژوبلې، د استوګنځایونو، روغتونونو او بنسټیزو زیربناوو ویجاړېدل، او د بشري مرستو محدودول د نړیوالو بشري حقوقي بنسټونو له‌خوا د جدي سرغړونو او احتمالي جنګي جنایتونو په توګه یاد شوي، چې دې چارې پر اسراییلي رژیم لا فشارونه زیات کړي او په دې توګه یې په سیمه او نړۍ کې خپل حیثیت ته لا زیان رسولی دی.

د اسراییل نړیوال حیثیت په داسې حال کې کمزوری شوی، چې دا مهال یې پر وړاندې د تحریمونو کمپاینونه پراخ شوي او پر سیاستونو یې نړیوالې نیوکې ډېرې شوې دي. بریک خبرداری ورکوي چې د دې بهیر دوام کولای شي د اسراییل د نړیوال عمل ساحه محدوده او دغه رژیم د انزوا پر لور بوزي؛ داسې انزوا چې یوازې اقتصادي او دیپلوماتیکه نه، بلکې امنیتي بڼه هم لري.

مطالب بیشتر:  د نومبر ۲۹مه؛ له فلسطینیانو سره د پیوستون نړیواله ورځ

د دغه احتیاطي جنرال تحلیل د دې ښکارندویي کوي، چې د اسراییل اوسنی بحران یوازې د یوې جګړې یا د یوه ځانګړي حکومت پایله نه ده، بلکې د هغو سیاستونو او تضادونو د اوږدمهاله راټولېدو نتیجه ده چې اوس د چاودنې نقطې ته نږدې شوي دي. هغه پوښتنه چې بریک مطرح کوي ـ «ایا اسراییل د له منځه تللو کندې ته ور روان دی؟» که څه هم ښايي دا پوښتنه د ځینو لپاره مبالغه ښکاره شي، خو لږ تر لږه دا د واک په دننه کې د داسې ژورې اندېښنې څرګندونه کوي چې له پامه نه شي غورځول کېدای. د اسرائیل راتلونکی تر بل هر وخت زیات په دې توان پورې تړلی دی چې کورني درزونه ترمیم کړي، د خلکو باور بېرته را ژوندی کړي او په جدي توګه پر خپلو سیاسي او امنیتي تګلارو بیاکتنه وکړي.

په ټوله کې، د اسراییلي جنرال له  څرګندونو داسې ښکاري، چې دغه رژیم له ژورو کورنیو درزونو، د خلکو د باور له کمښت او زیاتېدونکې نړیوالې انزوا سره مخ دی. د غزې جګړه او ورسره تړلي جنایتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وژنه او په پراخه کچه د بنسټیزو زیربناوو ویجاړېدل، نه یوازې دا بحران ژور کړی، بلکې په کور د ننه او بهر یې د اسراییل اخلاقي او سیاسي حیثیت هم سخت زیانمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *