آفاق خبري آژانس؛ کابل: د حماس غورځنګ له لوري د القسام څانګې د ویاند ابو عبیده، چې اصلي نوم یې حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت دی، د شهادت له تایید وروسته، د اسراییلي رژیم دا جنایت د افغانستان اسلامي امارت په ګډون، د اسلامي نړۍ له لوري په پراخه کچه غندل شوی دی. په همدې لړ کې پاکستاني سناتور مشتاق احمد پر پاکستاني چارواکو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد پر لومړي وزیر شهبازشریف سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د امریکا او اسراییلي رژیم په لاس د اسلامي اُمت د اتل ابو عبیده د شهادت خبر داسې مهال خپرېږي، چې شهباز شریف ډونالډ ټرمپ د «سولې پیغمبر» بولي.
دغه پاکستاني سناتور زیاته کړې، چې امریکا په مستقیم ډول د حماس غورځنګ د القسام څانګې د ویاند په شهادت کې لاس درلود او په خبره یې، متحده ایالتونو د هغه په اړه پوره استخباراتي معلومات اسراییلي رژیم ته ورکړي وو. مشتاق احمد د پاکستاني واکمنانو په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي، چې هغوی په خپلې غلامۍ کې له ټولو پولو او حدودو اوښتي او زیاته کړې یې ده: «اسراییلي رژیم او امریکا د دې ملت اتل ابو عبیده په شهادت ورساوه؛ خو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پیغمبر بولي او په ځلونو یې د هغه لپاره د نوبل جایزې توصیه کړې ده.»
امریکا له لسیزو راهیسې د اسراییلي رژیم تر ټولو ستر سیاسي، نظامي او استخباراتي ملاتړی پاتې شوی او د غزې په وروستۍ جګړه کې یې د وسلو په لېږلو، دیپلوماټیک ملاتړ او په ملګرو ملتونو کې د نړیوالو پرېکړهلیکونو د وېټو له لارې عملاً ثابته کړه، چې واشنګټن په دغو جنایتونو کې شریک دی. په همدې لړ کې، د چارو یو شمېر شنونکي د پاکستاني حکومت، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د لومړي وزیر دریځ د جدي اندېښنې وړ بولي. د دوی په باور، ډونالډ ټرمپ چې د اسراییلي رژیم له مهمو ملاتړو دی او د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال یې د امریکا سفارت هم بیتالمقدس ته ولېږداوه، د شهباز شریف له لوري د سولې نوبل نړۍوالې جایزې ته د هغه نوماندول او همداراز نوموړي ته د سولې پیغمبر لقب ورکړه، د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامآباد هم د غزې په جنایتونو کې شریک دی.
د پاکستاني چارواکو د دې غلامۍ ترڅنګ، د مصر په شرمالشیخ کې د غزې اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته، پاکستانی حکومت هڅې کوي د اسراییلي رژیم ترڅنګ ودرېږي او غزه کې د نړۍوالو سولهساتو ځواکونو ځای پر ځای کولو په چوکاټ کې، خپل ځواکونه په کرایه ورکړي. هغه هڅې چې هم یې په پاکستان کې په کور د ننه او هم یې په اسلامي نړۍ کې غبرګونونه را پارولي او نیوکه کوي، هغه هېواد چې د پردې پرمخ د غزې د مظلوم ولس په اړه ساندې زمزمه کوي، خو د پردې ترشا بیا د خپلو ګټو لپاره د اشغالګرو ترڅنګ درېږي او د فلسطیني ولس د خپلواکۍ خوبونه، چې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه هویتي او اخلاقي موضوع ده، په اوبو لاهو کوي.
ابو عبیده یوازې د یوه نظامي ویاند په توګه نه، بلکې د اشغال او کلابندۍ پر وړاندې د فلسطیني مقاومت د سمبول په توګه پېژندل کېږي. له همدې امله، د هغه شهادت د اسلامي نړۍ او فلسطیني ولس لپاره یوه عادي پېښه نه، بلکې هغه د مظلومیت او مقاومت یوه ښکاره نښه بلل کېږي. غزه د ۲۱مې پېړۍ د انساني بحران او جنایتونو تر ټولو ستره صحنه ده؛ د اسراییلي رژیم په بریدونو کې څه باندې ۷۱ زره فلسطینیان شهیدان شوي، چې تر نیمایي یې زیات ښځې او معصوم ماشومان دي، په دې تړانګه کې ټولې بنسټیزې زېربناوې له منځه تللې، د کلابندۍ له امله بشري ناورین د هرې ورځې په تېرېدو سره لا نازک کېږي؛ نو په دا ډول شرایطو کې د یوه اسلامي هېواد له لوري د نوبل جایزې ته د هغه چا نوماندول او یا هم د سولې د پیغمبر لقب ورکول، چې په مستقیم ډول په دې جنایتونو کې ښکېل دی، د غزې مظلوم ولس سره له خیانت او د هغوی قربانیو ته له سپکاوي پرته، بله مانا نه لري.
په پایله کې، باور دا دی چې اسلامآباد د خپلو ګټو لپاره هر راز معاملې ته چمتو او تل یې دوهګونې لوبه کړې؛ څو په دې توګه په سیمه او نړۍ کې خپلې ګټې خوندي کړي. د فلسطین قضیې په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې او عمل خورا توپیر لري؛ دوی له یوې خوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د فلسطینیانو په مظلومیت د تمساح اوښکې تویوي، خو له بلې خوا بیا د اسراییلي رژیم او امریکا په دې ټولو جنایتونو سترګې پټوي او د فلسطینیانو پر وړاندې د جنایتونو اصلي عامل د سولې نوبل جایزې ته نوماندوي. د دې ترڅنګ پاکستان د یوه اسلامي هېواد په توګه په خورا سپین سترګۍ، د فلسطینیانو خپلواکي تر سوال لاندې راولي او په دې برخه کې د فلسطیني وګړو سپېڅلې مبارزې او قربانیو ته په سپکاوي سره، هڅه کوي د غزې لپاره خپل ځواکونه په کرایه ورکړي. لنډه دا چې تاریخ هر څه څاري او د وخت په تېرېدو سره روښانه شي، چې څوک د مظلوم او څوک د ظالم ترڅنګ ولاړ وو؟
