آفاق خبري آژانس؛ کابل: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د ډونالډ ټرمپ په را ګرځېدو سره، د بګرام هوایي اډې د پرېښودو په اړه د هغه نیوکې له ټاکنیزو کمپاینونو پیل او تر ننه پورې دوام لري او لا هم وخت ناوخته د دې سټراټیژیکې اډې د پرېښودو له امله د جوبایډن په مشرۍ پر پخوانۍ اداره سختې نیوکې کوي. ټرمپ په ځلونو ویلي، چې بګرام هوایي اډه به بېرته نیسي او ان تر دې چې د زور له لارې د دې اډې پر نیولو ټینګار کړی؛ خو د اسلامي امارت له لوري د هغه دې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړل شوی او ټینګار یې کړی، چې د بګرام هوایي اډه څه، حتا د افغانستان پر یوه لوېشت خاوره هم د بهرنیو پوځیانو حضور نه مني.
د اسلامي امارت له پرېکنده ځواب وروسته د امریکایي چارواکو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه خوب چې ګواکې د بګرام هوایي اډه به بېرته ترلاسه کړي، په اوبو لاهو شو. د بګرام بېرته نیولو غوښتنو په لړ کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر واشنګټن ته لاړ او پاکستان ته یې له را ګرځېدو سره هممهاله، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې ترینګلې او ان تر دې چې پاکستاني اړخ د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او پر پلازمینه کابل یې هوایي برید وکړ؛ هغه اقدام چې د چارو شنونکو په باور، د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان د نا امنه کېدو په پار، د اسلامآباد او واشنګټن د ګډې پروژې یوه برخه وه.
که څه هم د پاکستان او امریکا له دې ګډې پروژې د سیمې یو شمېر هېوادونو له ورایه پرده پورته کړې وه، خو تازه د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر او پېژندل شوې سیاسي څېرې سراجالحق د دې ګډې پروژې په اړه ویلي، چې واشنګټن د بګرام هوایي اډې بېرته نیولو په پار، د کابل او اسلامآباد اړیکې قصداً ترینګلې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ټګر رامنځته کړی دی.
اسلامآباد د واشنګټن د ګډې پروژې عملي کولو په پار، وخت ناوخته ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي؛ هغه تحریک چې په ۲۰۰۲ کال کې په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول وزیرستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه د پاکستاني پوځ د ظلمونو او جنایتونو په نتیجه کې رامنځته شو او دا تحریک له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو او واک ته د اسلامي امارت په راګرځېدو پورې هېڅ تړاو نه لري او تر ټولو مهمه دا چې، اسلامي امارت په ځلونو نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي. د دې ترڅنګ اسلامي امارت د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د دا/عش ډلې پر وړاندې کلکه مبارزه کړې؛ هغه ډله چې اوسمهال له کرښې هاخوا پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.
د چارو شنونکي وایي، چې د سیمې وضعیت د ۹۰یمو لسیزو په پرتله خورا بدلون موندلی او هر څه د لمر په څېر روښانه دي او ټینګار کوي، چې پاکستان نور باید په سیمه کې د لوېدیځ د ګټو پروژو له پلي کېدو لاس په سر شي او پر ځای یې دې د سیمې له هېوادونو سره د ترینګلتیاوو پر ځای، په سولهییزه فضاء کې خپلې ګټې تعقیب کړي. پاکستان باید درک کړي، چې امریکا ته د دوی سفرونه نور نتیجه نه ورکوي؛ ځکه په اوسنیو شرايطو کې د سیمې په کچه د ستونزو حل یوازې په سیمه کې ممکن دی او په دې برخه کې هر ډول بهرنۍ نسخې به بوږنوونکې پایلې ولري.
پاکستان ته باید جوته شوې وي، چې اسلامي امارت د زور سیاست ته هېڅکله سر نه ټیټوي او غوره به دا وي، چې افغانستان کې د امریکا په ګډون د نړۍ سترو زبرځواکونو له پرلهپسې ماتو عبرت واخلي. د دې ترڅنګ، واشنګټن ته هم باید روښانه شوې وي، چې افغانان د تسلیمۍ خلک نه دي؛ ځکه که افغان ولس تسلیمېدای، نو د امریکایي ځواکونو د شل کلنو جنایتونو پر مهال به تسلیم شوی و او په افغانستان کې به یې د دوی پوځي حضور ته غاړه اېښې وه، خو د اسلامي امارت شل کلنې مبارزې ثابته کړه، چې افغان ولس د سر په بیه له خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع ته ژمن دی او امریکا باید خپلې شرموونکې ماتې په کتو، نور د پلمو په تراشلو او د اسلامآباد په کرایه کولو سره افغانستان کې د پښې ټینګېدو هڅې ونه کړي او که بیاځلي دا ډول هڅې کوي، نو پایله به یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې د ۳۱مې نېټې په څېر وي؛ هغه څه چې د امریکا ځواک، برم او عزت یې په نړۍواله کچه بربنډ کړل.
