ایران کې د نظام بدلون خیال؛ د واشنګټن او تل‌ابیب د جګړه‌ییزې سټراټیژۍ ناکامي

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلي رژیم د ګډو بریدونو نن اتلسمه ورځ ده، خو د لومړنیو اعلان شوو اهدافو خلاف، د دې سټراټیژۍ د ناکامۍ نښې ورځ تر بلې روښانه کېږي. پر ایران د بریدونو موخې د نظام بدلون، پاڅونونو ته د خلکو هڅونه او د ایران د پوځي وړتیاوو له منځه وړل وو؛ خو نه یوازې دا چې دوی تر اوسه دا اهداف نه دي ترلاسه کړي، بلکې د جګړې په ډګر کې شته بدلونونو او رسنیز انعکاس یو بل ډول انځور وړاندې کوي؛ داسې انځور چې تر هر څه زیات د واشنګټن او تل‌ابیب د لومړنیو محاسبو پر ناکامۍ راڅرخېږي.

په سیاسي کچه، حتا د امریکا دننه هم د دې جګړې د دوام په اړه شکونه راپورته شوي دي. امریکایي سناتور آدام شیف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د جګړې دوام په «بنسټیز ډول دوامداره نه دی» هغه اعتراف چې د امریکا په کورنۍ اجماع کې د ژور درز ښکارندویي کوي. له بلې خوا، امریکایي شنونکي توماس فریدمن سپارښتنه کړې، چې امریکا دې د «نمایشي بریا» په اعلان سره له دې کړکېچه د وتلو لاره غوره کړي؛ داسې وړاندیز چې په ضمني ډول سټراټیژیک بن‌بست ته اشاره لري. همدارنګه، د پنټاګون یوه پخواني چارواکي، مایکل روبین ټینګار کړی، چې په ایران کې د نظام بدلون نور د امریکا په لومړیتوبونو کې نه راځي او واشنګټن د جګړې د پای‌ته رسولو او له دې جګړې د تېښتې لاره لټوي.

له تحلیلي اړخه، یو شمېر لوېدیځوالو شنونکو په دې جګړه کې د شرموونکې ماتې د احتمال خبرداری هم ورکړی دی. انګریز شنونکي سایمون تیزډال دا وضعیت د افغانستان او عراق له ناکامو تجربو سره پرتله کړی؛ هغه ټینګار کړی، چې د دې جګړې پایلې کېدای شي د یوې ساده پوځي ماتې په پرتله ژورې وي او دا به د امریکا نړۍوال حیثیت ته نور هم زیان ورسوي. دا ډول ارزونې د دې ښکارندویي کوي، چې روان بحران یوازې پوځي تقابل نه، بلکې په نړۍواله کچه د واشنګټن د سټراټیژیک اعتبار ازموینه ده.

مطالب بیشتر:  پر پاکستان د هند توغندیز برید؛ د وضعیت پېچلتیا او پر افغانستان یې اغېزې

بل‌خوا بیا د دې ناکامۍ تر ټولو مهمې نښې په پوځي ډګر کې لیدل کېږي. د رویټرز او سي‌ان‌ان د راپورونو له مخې، د ابراهام لینکلن په نوم الوتکې وړونکې بېړۍ، چې د امریکا د سمندري ځواک د نندارې سمبول بلل کېده، نه یوازې دا چې د جګړې په ډګر کې اغېزناکه نه ده ثابته شوې، بلکې خپله هم تر ډېره زیان‌منونکې ده. اوس د امریکا په پوځي او عامه افکارو کې د دې پوښتنې راپورته کېدل، چې څنګه یوه ۱۳ میلیارده ډالري شتمني په څو دقیقو کې له کاره ولوېده، سخت ټکانونه رامنځته کړي دي.

د ځینو رسنیو د تحلیلونو په اند، له سیمې د دې بېړۍ وتل، یوازې یو تاکتیکي شاتګ او بدلون نه، بلکې د ځواک موازنې د بدلون نښه ده. د فرانسې خبري اژانس په یوه تحلیلي راپور کې د «پنتاګون وېره» او د ایران په ګټه د موازنې بدلون ته اشاره کړې او دا تحلیل د لوېدیځ د پرېکړه‌کوونکو کړیو ترمنځ د ژورو اندېښنو ښکارندویي کوي. ځینې تحلیلونه حتا دا شاتګ «د الوتکو وړونکو بېړیو د دورې پای» بولي؛ که څه هم ښایي تا تر یوه بریده مبالغه وي، خو دې پېښې ته په کتو، دا په حقیقت کې د امریکا د ځواک ښودلو د کمزورۍ نښه ده.

د دې ترڅنګ، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلي رژیم په جګړه کې جیوپولیټیکي عوامل هم مهم رول لري. د جان هاپکینز پوهنتون استاد سټیو هانکه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ایران لا هم د فشار راوړلو مهمې وسیلې په لاس کې لري، چې تر ټولو غوره یې پر «هرمز تنګي» کنټرول دی؛ هغه حیاتي لاره چې د نړۍ د انرژۍ لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري. دا جیوپولیټیک اهرم ایران ته د دې توان ورکوي، څو ان د جګړې او پوځي فشار په حالت کې هم د لوبې توازن په خپله ګټه وڅرخوي.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت مخ پر ودې ډیپلوماسي؛ آلمان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو پیلېدل

په ټوله کې، هغه څه چې اوس رامنځته کېږي، د امریکا او د هغوی د متحدینو لپاره د چټک او پرېکنده بریا تحقق نه، بلکې د سټراټیژیکې ماتې او ستړیا یوه نوې مرحله ده. د امریکا دننه اختلافات، د لوېدیځو شنونکو شکونه او د جګړې په ډګر کې د ځواک د موازنې بدلون، ټول د دې ښکارندویي کوي چې د جګړې له لارې د بدلون پروژه له جدي خنډونو او ننګونو سره مخ شوې ده. که د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلي رژیم جګړه دوام ومومي، ښایي د نړیوال نظام په کچه د امریکا د ځواک او نفوذ بیا تعریف په یوه مهم ټکي بدل شي؛ هغه ټکی چې له مخې یې، نه یوازې لومړني اهداف نه دي ترلاسه شوي، بلکې سټراټیژیک لګښتونه یې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *