آفاق خبري آژانس؛ کابل: پرون چهارشنبه (لېندۍ ۵مه) د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډيسي د یوه برید شاهده وه. سپینې ماڼۍ ته څېرمه یوه ۲۹ کلن افغان «رحمانالله لکڼوال» چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د «متحدینو هرکلي عملیاتو» په چوکاټ کې متحده ایالتونو ته لېږدول شوی و، د امریکا ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې کړې، چې له امله یې دوه تنه سخت ټپیان او دا مهال په روغتون ې تر درملنه لاندې دي. امریکایي چارواکو ویلي، چې بریدګر د پولیسو په متقابلو ډزو کې ټپي شوی او دا مهال په روغتون کې دی. دوی ټینګار کړی، چې دا برید به د یوې ترهګرې پېښې په توګه وڅېړي.
واشنګټن کې برید ته پراخ غبرګونونه
د امریکا ولسمشر له دې پېښې څو شېبې وروسته، اړوندو بنسټونو ته امر کړی، څو د ټولو هغو افغانانو قضیې، چې د جوبایډن د واکمنۍ پرمهال متحده ایالتونو ته د ننه شوي، له سره وارزوي. ټرمپ زیاته کړې: «اوس باید د ټولو هغو کسانو قضیې، چې د جوبایډن واکمنۍ پرمهال متحده ایالتونو ته د ننه شوي، له سره وارزول شي او د دا ډول کسانو د ایستلو لپاره باید لازم ګامونه اوچت شي.»
د ټرمپ مرستیال جيډي ونس هم د واشنګټن پېښې ته سخت غبرګون ښودلی او د کډوالو په برخه کې یې د جوبایډن پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ له اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د کډوالو ایستلو بهیر چټک کړي. د دې ترڅنګ د امریکا د تابعت او کډوالۍ ادارې له دې پېښې وروسته، اعلان کړی چې د افغانانو د کډوالۍ غوښتنې یې تر راتلونکې خبرتیا ځنډولې دي. دې ادارې ټینګار کړی: «زموږ اصلي تمرکز د امریکا او امریکایانو د ساتنې ماموریت دی.»
د افغانانو لپاره د واشنګټن برید پایلې
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان د تاریخ نوې پاڼه واوښته؛ امریکا او ملګري یې افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته، بالاخره د دوحې هوکړې پر بنسټ د وتلو په حال کې وو، چې د اسلامي امارت ځواکونه کابل ښار ته دننه او په توګه اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړ. د امریکایي ځواکونو له وتلو سره هممهاله د افغان متحدینو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوه او د تخلیې په بهیر کې نږدې سل زره افغانان متحده ایالتونو ته ولېږدول شول او لسګونه زره نور امریکا ته د تګ په تمه په بېلابېلو هېوادونو کې خواره واره شول.
واک ته د ډونالډ ټرمپ په را ګرځېدو سره، د کډوالو پر وړاندې د امریکا په سیاست کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی او په دې توګه امریکا ته د لېږدېدونکو افغان متحدینو د تخلیې بهیر هم په ټپه ودرول شو، چې د ګڼو بنسټونو له هلو ځلو سره سره، دا مسئله لا هم بېبرخلیکه پاتې ده. د رسمي شمېرو پر بنسټ، د ټرمپ له لوري د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر (کېیر) له تړل کېدو وروسته، شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان بېبرخلیکه شوي دي. د راپورونو له مخې، دا مهال لسګونه زره افغانان په پاکستان، قطر، البانیا او نورو هېوادونو کې متحده ایالتونو ته د تګ په تمه شپې ورځې سبا کوي.
د امریکا په زړه واشنګټن ډيسي کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه برید او په هغه کې د یوه افغان ښکېل ګڼل، ښایي په امریکا کې د مېشتو او همداراز دغه هېواد ته د تګ په تمه لسګونه زره افغانانو لپاره ناوړه پایلې ولري. سره له دې چې جرم فردي عمل دی، خو دغه بردی په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي، چې په دې سره به نه یوازې په امریکا کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې عقدې زیاتې شي، بلکې د هغو افغانانو کړاو به نور هم ژور شي، چې دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا د تګ په تمه خواره واري دي. د دې ترڅنګ، دا ډول پېښې په یوه ټولنه کې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ واټونونه رامنځته کوي او په ټولنیزه فضاء کې د ګډوډۍ، کرکې او کینې زیاتوالي لامل کېږي.
د نړۍوالو چارو شنونکی جرم فردي عمل بولي او په خبره یې، دا ډول پېښې افغان ملت پورې هېڅ اړه نه لري؛ دوی امریکا کې د افغانانو د دوسیو بیاځلي ارزونه د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي او زیاتوي، چې ترهګري نه قوم او نه هم سمت لري او په وینا یې، د امریکا اوسنۍ اداره هڅه کوي د افغان کډوالو د دوسیو په څېړلو سره، خپلي امنیتي ناکامۍ پټې کړي. دا چې د افغان کډوالو پر وړاندې به د امریکا د حکومت راتلونکي احتمالي ګامونه څه وي او همداراز دا پېښه به په امریکا او امریکا ته په تمه د خورو ورو افغانانو لپاره کومې پایلې ولري، هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.
