آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې، سپینې ماڼۍ ته څېرمه د یوه ۲۹ کلن افغان «رحمانالله لکڼوال» له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو له وسلهوال برید وروسته، متحده ایالتونو کې د امنیت ضد او ترهګرۍ په تور د افغانانو نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
تازه د امریکا کورني امنیت ادارې د دا/عش خراسان څانګې ته د مالي ملاتړ برابرولو په تور د «جانشاه صافي» په نوم د یوه بل افغان له نیول کېدو خبر ورکړی دی. د امریکا کورني امنیت وزیرې کرسټي نووم پرون (چهارشنبه، لېندۍ ۱۲مه) ویلي، چې دغه افغان د ویرجینیا ایالت په واینز بورو کې نیول شوی دی. د هغې په خبره، جانشاه صافی په ۲۰۲۱ کال کې د «متحدینو هرکلي عملیاتو» په چوکاټ کې متحده ایالتونو ته لېږدول شوی او د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام له لغوه کېدو سره سم، د هغه د بیا مېشتېدنې غوښتنلیک هم رد شوی دی.
د جانشاه صافي له نیول کېدو وړاندې، د متحده ایالتونو کورني امنیت په ټکزاس ایالت کې د محمد داوود الکوزي په نوم یو بل افغان د یوې داسې ویډیو د خپرولو پر تور ونیوه، چې نوموړي په کې د بم جوړولو او د ټکزاس ایالت د فورټورټ د یوې ودانۍ د الوزولو په اړه ګواښ کړی و. د راپورونو له مخې، د ټکزاس ایالت یوه قاضي «رایان ریبولډ» ویلي، چې ښایي دغه افغان د بم جوړولو او په ځانمرګي برید د امریکایانو ګواښلو له امله، په پنځه کاله بند محکوم شي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (چهارشنبه، لېندۍ ۱۲مه) کابل کې د چارو له شنونکو او نظر خاوندانو سره غونډه کې د یوه افغان له لوري واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو برید ته په اشارې وویل، چې دا یوه فردي پېښه ده او چا چې دا کار کړی، خپله د امریکایانو له لوري روزل شوی او بیا په هغه پروسه کې له افغانستانه ایستل شوی، چې له هېڅ نړۍوالو اصولو سره برابره نه وه. ښاغلي متقي زیاته کړې، چې دا موضوع د افغانستان په حکومت او ولس پورې هېڅ اړه نه لري.
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د ځینو هېوادونو پټو هڅو ته په اشارې وویل، چې د یو شمېر هېوادونو له لوري داسې هڅې رواني دي، څو په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره نویو لوبو ته زمینهسازي وکړي. د هغه په خبره، افغانستان به هېڅکله هېچاته اجازه ورنه کړي، چې زموږ په ګاونډ او یا زموږ په سیمه کې د ناامنۍ داسې عوامل رامنځته کړي، چې له امله یې سیمه په ستونزو کې ښکېله شي. امیرخان متقي په ډاګه کړه چې نړۍوال هم په دې سناریو پوه دي او په خبره یې، اسلامي امارت هم نړۍوالو ته دا پیغام رسولی او ورته روښانه کړې یې ده، چې ستونزې نشته، خو د ځینو کړیو له خوا ستونزې جوړېږي. هغه د افغانستان پولې ته څېرمه تاجیکستان کې د چینایي وګړو وژنه د همدې سناریو برخه او د بېباورۍ رامنځته کېدو هڅه وبلله.
امریکا او تاجیکستان کې وروستۍ پېښې؛ د پلان شوې سناریو برخه؟
د نړۍوالو چارو شنونکي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، چې ګواکې ځینې کړۍ په سیمه کې د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره د نویو سناریوګانو زمینهسازي کوي، د غور وړ بولي. دوی د امریکا وروستۍ پېښه او هلته د ترهګرۍ په تور د نورو افغانانو نیول او همداراز د افغانستان پولې ته څېرمه تاجیکستان کې پر چینایي وګړو برید د واشنګټن او اسلامآباد د ګډې پروژې یوه برخه بولی. شنونکي د متحده ایالتونو او تاجیکستان پېښې طبیعي نه بولي او باور لري، چې دا پېښې د افغانستان پر وړاندې د امریکا او پاکستان د پلان شوې سناریو یوه برخه ده او دواړه لوري هڅه کوي د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې په څېر سناریوګانې طرحه کړي. شنونکي باور لري، چې امریکا د پاکستاني پوځ په مرسته، د دې سناریو د پلي کېدو په حال کې ده؛ هغه سناریو چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته یې، د پلي کېدو په اړه هلې ځلې ګړندۍ شوې او امریکا غواړي په دې توګه له افغانستانه د وتلو تېروتنه جبران او د پلمو په تراشلو سره بیاځلي په سیمه کې د پښې ځای پیدا او خپلې ګټې خوندي کړي.
شنونکي باور لري، چې امریکا کې وروستۍ پېښې او د هلته د مېشتو افغانانو پر وړاندې د امریکایي حکومت سختدریځي د یوې لویې پلان شوې برنامې برخې دي. د دوی په باور، که امریکا کې مېشت افغانان مجرم وو، نو ولې امریکا ته لېږدول کېدل او بیا د تېرو څلورو کلونو په موده کې ولې داسې پېښې نه رامنځته کېدې؟ د دوی په خبره، امریکا غواړي په دا ډول قضیو کې د افغانانو په ښکېلولو سره، له متحده ایالتونو د هغو کسانو د ایستلو زمینه برابره کړي، چې له کلونو راهیسې د دوی له استخباراتي بنسټونو سره د کار تجربه لري. په دې کار سره به امریکا د سیمې بېثباتۍ لپاره د خپلې سناریو لومړۍ برخه پلي او افغانستان کې به بیاځلي پراخ استخباراتي حضور او د ګډې پروژې د نورو پړاوونو پلي کېدو لپاره به زمینهسازي وکړي؛ خو سیمه کې پراخو بدلونونو او د روسیې او چین په څېر له سترو هېوادونو سره د اسلامي امارت رغنده اړیکو ته په کتو، ښایي د واشنګټن او اسلامآباد لپاره د دې پروژې پلي کېدل او په افغانستان کې بیاځلي د پښې لپاره ځای پیدا کول ستونزمن وي.
