آفاق خبري آژانس؛ کابل: څلور کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په ۹مه نېټه، د کابل له هوایي ډګره د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور پایته ورسېد او په دې توګه یوه زبرځواک له شل کلن نظامي حضور وروسته ماتې وخوړه. د بهرنیو ځواکونو وتلو د افغانستان په تاریخ کې یو نوی څپرکی پرانیست. افغانستان کې د امریکا او متحدینو پوځي حضور یې پراخې امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې درلودې؛ له یوې خوا دا حضور د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او ثبات ټینګښت په موخه پیل شو، خو په عمل کې یې بیا نا امنۍ، پوځي او ملکي تلفات له ځانه سره لرل. که څه هم د تېرې شل کلنې جګړې د تلفاتو کره شمېره نه ده روښانه، خو شته شمېرې ښیي، چې افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د عامو افغانانو ترڅنګ، د امریکا او متحدینو لپاره یې هم درانه تلفات درلودل.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د امریکا شل کن حضور پر مهال ۴۸ زره ملکي او شاوخوا ۶۶ زره د پخواني جمهوري نظام پوځیانو ژوند بایللی او همداراز ۷۵ زره ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
پر دې سربېره، د امریکا براون پوهنتون د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان کې د ناټو او امریکا ۳ زره او ۵۰۰ پوځیان وژل شوي او همداراز څه باندې ۳ زره او ۸۰۰ امنیتي قراردادیان یې هم وژل شوي دي.
بلخوا، که څه هم د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د اسلامي امارت ځواکونو د مرګژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، خو د امریکا براون پوهنتون ویلي، چې په دې جګړه کې د اسلامي امارت ځواکونو په ګډون ۴۸ زره وسلهوالو د افغانستان په جغرافیه کې ژوند بایللی دی.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وایي، چې افغانستان کې د امریکا دوو لسیزو حضور پر مهال، نه یوازې امنیت او سوله ټینګ نه شول، بلکې د داعش په څېر نورو وسلهوالو ډلو ته د راپورته کېدو او همداراز قومي او مذهبي اختلافاتو ته زمینه برابره شوه.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی کامران امان افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د اشغال په شلو کلونو کې امریکا او ناټو افغانستان کې زیات جنایتونه کړي دي. سپینږیري، ښځې، ماشومان او ځوانان یې وژلي دي. د دې ترڅنګ یې ۴۵ زره ملکي او پوځي تاسیسات له منځه وړي، چې په کې د خلکو کورونه، فابریکې، ښوونځي، مدرسې او پلچکونه شامل دي.»
د امریکا متحده ایالتونو هم افغانستان کې د خپل شل کلن حضور موخې «دولت او ملت جوړونه» اعلان کړي وو؛ خو نه یوازې چې دا پروژه ناکامه شوه، بلکې غیر ضروري او د ملي ګټو او قوانینو خلاف جوړښتونه یې هم رامنځته کړل.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د غربي نسخې پر بنسټ دولت جوړونه وشوه، هغه دولت جوړونه چې پکې د افغانستان فرهنګي، دیني او ټولنیز ارزښتونه په پام کې ونه نیول شول، چې پایله یې هم د یوه کمزوري، فاسد او مشروعیت نه لرونکي حکومت جوړېدل وو.
دوی ټینګار کوي، چې ځینې جوړښتونه د دې پر ځای چې ملي یووالی پیاوړی کړي، بلکې لا یې قومي اختلافات زیات او واک د څو محدودو کسانو په لاس کې و، چې تر ډېره په بهرنیو مرستو متکي وو او بالاخره دې چارې د حکومت پرځېدو ته زمینه برابره کړه.
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا افغانستان ته د بیارغونې شعار تر نامه لاندې راغلې وه، خو په شلو کلونو کې ثابته شوه، چې دا ادعا او شعار یوازې تر خبرو محدود پاتې شو او په عمل کې داسې کوم څه ونه لیدل شول، بناءً ویلی شو چې امریکا په دې برخه کې ماتې وخوړه.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد عیسی اسحاقزی بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «امریکا په شل کلن حضور کې افغانستان کېله مفسدو جوړښتونو او مافیا ملاتړ وکړ. د جمهوریت د سقوط یو لامل هم د مفسدو او خلکو تېر ایستلو لپاره د جوړښتونو رامنځته کول وو.»
د امریکا متحده ایالتونو د تېرو شلو کلونو پر مهال میلیاردونه ډالر د افغانستان پر بیارغونه ولګول، چې تر ډېره پکې د سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو په څېر بنسټیزې پروژې شاملې وې. خو د افغانستان اقتصاد تر ډېره په بهرنیو مرستو متکي و او په دې مرستو کې پراخ فساد د دې لامل شو، چې افغانستان اقتصاد په پښو ونه درېږي.
د امریکا براون پوهنتون د «جګړې لګښتونو پروژې» تر نامه لاندې خپل راپور کې د متحده ایالتونو د شل کلن پوځي حضور لګښتونو ته په اشارې سره ویلي، چې په دې موده کې ۲ زره او ۲۶۰ میلیارده ډالر لګښت شوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) ویلي، چې متحده ایالتونو افغانستان کې د حضور پر مهال څه باندې ۱۴۳ میلیارده ډالر پر بیارغونه لګولي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د بهرنیو مرستو بندېدو او پر اسلامي امارت بنډیزونو د افغانستان اقتصاد له پرځېدو سره مخ کړ.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادی فرهنگ آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «امریکا او لوېدیځ افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال د میلیاردونو ډالرو لګولو سره سره، هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده. حتا اوس موږ یو معیاري ښار او روغتون نه لرو. په پروژو کې پراخ فساد او هېواد سره د هغه وخت د واکمنو نه مینه، د دې لامل شوه، چې میلیاردونه ډالر غلا شي.»
د دې ترڅنګ، د امریکا حضور ټولنیز بدلونونه هم له ځانه سره لرل؛ د ښوونې روزنې له ودې نیولې د رسنیو او آزادۍ تر بیان. خو دا بدلونونه تر ډېره په ښارونو کې وو او په کلیوالو سیمو کې یې خورا کم اغېز درلود. د امریکا متحده ایالتونو شل کلن حضور په کور د ننه بېځایه کېدو، پراخې کډوالۍ او روانې ستونزې هم له ځانه سره لرلې.
د امریکا براون پوهنتون د «جګړې لګښتونو پروژې» تر نامه لاندې خپل راپور کې ویلي، چې په دې موده لږ تر لږه ۲.۷ میلیونه کسان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د دغه پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، ۳.۲ میلیونه نور بیا په کور د ننه بېځایه شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا د نړۍوالې ټولنې له نامه په استفادې افغانستان ته راغله او خورا وحشتناکې کړنې یې ترسره کړې، دوی حتا تر ځمکه لاندې زموږ سرچینې او تاریخي آثار غلا کړل. د بشر حقونو تر نامه لاندې زموږ هېواد ته راغلل، خو د دې لامل شول، چې زموږ میلیونونه هېوادوال کډوال او بېځایه شي.»
افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور په پایته رسېدو سره، د هېواد په تاریخ کې یو نوی څپرکی پرانیستل شو، هغه څپرکی چې د افغانستان ملي حاکمیت پکې خوندي دی او حکومت په خپلواکه توګه پرېکړې کوي.
اوس د هېواد سیاست تر ډېره د سراسري امنیت پر ټینګښت، ارضي تمامیت او د ملي ګټو په رڼا او متقابل درناوي پر بنسټ له نړۍوالو سره پر راشه درشه متمرکز دی. دې بدلون خلکو ته لاره هواره کړې، څو خپل برخلیک په خپله وټاکي او د کورنیو ارزښتونو پر بنسټ راتلونکې جوړه کړي.