آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو نږدې درې میاشتې پوره کېږي، خو لا هم د فرضي کرښې په اوږدو کې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او دې چارې دا ځل د تېر خلاف، پاکستاني لوري ته سخته اقتصادي ضربه رسولې او د دغه هېواد سوداګر وخت ناوخته افغانستان سره د لارو خلاصون غوښتنه کوي. تازه د پاکستان عوامي نشنل ګوند د مرکزي شورا په وروستۍ غونډه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اقتصاد افغانستان پورې تړلی بللی او د لارو بندېدل یې پر دې سیمو اقتصادي برید ګڼلی دی؛ هغه څه چې افغانستان سره د لارو بندېدو له پراخو زیانونو پرده پورته کوي او د دې ښکارندویي کوي، چې دا ځل پاکستان د خپلو هغو ناسمو سیاستونو بیې پرې کوي، چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان پر وړاندې د فشار وسیلو په توګه ترې استفاده کوله.
پاکستان له لسیزو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سوداګریزې لارې، د ټرانزیټ محدودول او د افغان کډوالو موضوع د فشار وسیلو په توګه کارولي او هر کله چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ سیاسي او امنیتي کرکېچ زیات شوی، پاکستان په لومړي ګام کې د لارو بندېدو پرېکړه کړې او دې چارې افغانانو، په ځانګړي ډول د افغانستان تر ټولو بېوزله قشر «کروندګرو او بڼوالو» ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي. افغانستان چې هغه مهال یې له پاکستان پرته د راکړې ورکړې بله مناسبه لار نه درلوده، مجبور و د اسلامآباد فشارونه وزغمي او د دوی غوښتنو ته لبیک ووایي.
خو اوسنی وضعیت د هغه وخت په پرتله خورا زیات توپیر لري؛ د روان لمریز کال د لړم په ۲۱مه، د اسلامي امارت د ریاست لوزرا اقتصادي مرستیال له لوري پاکستان سره د لارو نه خلاصون او افغان سوداګرو ته له بدیلو لارو د صادراتو او وارداتو پرېکړې، دا معادله بدله کړې ده. دا ځل د تېر برعکس، اسلامآباد له سختو کورنیو فشارونو سره مخ دی؛ هغه فشار چې لامل یې کابل نه، بلکې د دوی د ناسمو سیاستونو نتیجه ده. د اسلامآباد دغو سیاستونو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سوداګر، له سترو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي، هغه مېوې او سبزیجات چې افغانستان او منځنۍ آسیا یې مهم بازارونه وو، د لارو بندېدو له امله خراب او پاکستاني سوداګرو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.
د دې ترڅنګ، پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو له امله نه یوازې دا چې په سیمه کې د افغانستان په څېر یو مهم او تر ټولو نږدې بازار له لاسه ورکړی، بلکې منځنۍ آسیا ته یې د ټرانزیټ لاره هم له لاسه ورکړې او دا د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامآباد د سیمې په ټرانزیټي معادله کې خپل ځای بایللی دی.
پاکستان سره د فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو بندېدو له پرېکړې وروسته، کابل هڅه کوي د بدیلو مسیرونو او بازارونو په موندلو او پراختیا سره، پر اسلامآباد میراثي تکیې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي او نور د دغه هېواد له فشارونو خلاص شي. که څه هم دا بدیلې لارې په لنډ مهال کې ستونزمنې او لګښتلرونکې دي، خو په منځني او اوږدمهال کې کولی شي افغانستان ته زیات اقتصادي استقلال او د راکړې ورکړې غوره فرصت برابر کړي.
په همدې لړ کې کندهار کې د دارالعلوم د دستاربندۍ په مراسمو کې د ملا عبدالغني برادر څرګندونې هم د غور وړ دي؛ نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان له اقتصادي او سیاسي پلوه یو خوندي هېواد دی او د ټولو هېوادونو لپاره یو لوی فرصت ګڼل کېږي او هېڅوک باید دا فرصتونه پر ګواښ بدل نه کړي. دا پیغام په غیر مستقیم ډول هغو هېوادونو ته متوجه دی چې د سیمهییزې همکارۍ پر ځای د فشار او تقابل سیاست تعقیبوي.
د عوامي نشنل ګوند د مرکزي شورا دریځ هم له همدې زاویې د تحلیل وړ دی. دغه ګوند د زیاتېدونکي اقتصادي فشار په درک کولو سره، له افغانستان سره تاوتریخوالی د سیمې د سولې او سوداګرۍ لپاره خطرناک بولي او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کوي. حقیقت دا دی چې پاکستان نن سبا له سخت فشار سره مخ دی؛ هغه فشار چې لامل یې د پاکستاني چارواکو د ناسمو پالیسیو پایله ده. اوس چې د فشار معادله بدله شوې، دا حقیقت لا روښانه کوي، چې متقابل درناوی او اقتصادي همکاري نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه ده.
