کډوالو سره د غیر انساني چلند په اړه د متقي نیوکه؛ پاکستان د اسلامي او انساني ارزښتونو ناقض

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره، پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او پاکستاني پولیس هلته مېشتو افغانانو سره د ټولو نړۍوالو بشري او انساني اصولو او قوانینو خلاف، چلند او په جبري توګه یې افغانستان ته راباسي. پاکستان یوازې نن افغان کډوال نه را باسي، بلکې د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې یې دا بهیر پیل کړی، خو توپیر یې دا دی، چې پخوا یې څه ناڅه له افغان کډوالو سره انساني چلند کاوه او له اسلامي امارت سره په همغږۍ یې افغان کډوال را ایستل، خو وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیکه کېدو سره، پاکستاني حکومت ټول بشري اصول او نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي او د خپلو کورنیو ستونزو او امنیتي ناکامیو غچ له معصومو ماشومانو، مېرمنو او عامو افغانانو اخلي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن (سه‌شنبه، لړم ۲۶مه) کابل کې د افغانستان او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د همغږۍ په پنځمه غونډه کې پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې وویل، چې ځینې هېوادونه د سیاسي ملحوظاتو له امله افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي او په خبره یې، له یوې خوا یې په زور له کورونو باسي او له بلې خوا پرې لارې بندوي.

ښاغلي متقي په دې غونډې کې زیاته کړه: «افغان مهاجرینو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله د ځینو هېوادونو غیر انساني رویه ده. د ژمي په دې یخ موسم کې له یوې خوا په زور د کورونو پرېښودو ته اړ کېږي او له بلې خوا بیا ورته په کرښه دروازه بندوي او د تګ اجازه نه ورکوي. آیا د کډوالو له نړۍوالو اصولو په زغرده سرغړونه نه ده؟ آیا دا د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په حق کې غټه جفا نه ده؟»

ورته مهال له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال هم وایي، چې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو چلند د افغانانو پر وړاندې غیر انساني او ان تر دې چې د دوی په کورونو یې چاپې وهلې او د ټولو بشري اصولو خلاف یې په نیمه شپه کې دښتو ته را ایستل. دوی د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د لارو بندېدو ته په اشارې سره زیاتوي، چې پاکستان وخت ناوخته افغان کډوال او سوداګري د فشار وسیلو په توګه کارولي او په خبره یې، دې چارې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ولسونو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال اول‌ګل آفاق خبري آژانس سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه زیاتوي: «ستونزې زښته زیاتې وې، ان‌آرسي واله مهاجرین ډاګونو ته را ایستل. پنجاب کې مشکلات بیخي زیات وو، هره ورځ پاکستاني پولیسو پر خلکو چاپې وهلې.»

د کډوالو حقونو فعالان هم د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت وروستي اقدامات غیر انساني بولي او په خبره یې، د پاکستاني حکومت وروستیو اقداماتو دغه هېواد کې د زرګونه افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په خبره یې، پاکستاني پولیس له کوم دلیل پرته افغان کډوال له خپلو کورونو باسي، هغوی وهي، زندانونو ته یې وړي او ان تر دې چې له کډوالو قیمتي توکي غلا کوي. دوی د پاکستاني حکومت دا کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او پر نړۍواله ټولنه، په ځانګړي ډول بشري بنسټونو غږ کوي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو حقونو وضعیت ښه‌والي په پار لاس په کار شي.

د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت د ناوړه چلند په اړه زیاتوي: «وروستیو اقداماتو پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی. پاکستاني پولیس افغان کډوال په زور له کورونو باسي، هغوی وهي، ټکوي او زندانونو ته یې اچوي او حتا د هغوی قیمتي توکي غلا کوي.»

پاکستاني حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې تر دې حده ظلم ته مخه کړې، چې پر بشري ارزښتونو سربېره، ان اسلامي ارزښتونه یې هم تر پښو لاندې کړي دي. د دغه هېواد پولیس چې د قانون ساتنې لوړه یې کړې، په ډېرې سپین‌سترګۍ او بې‌رحمۍ پر بې‌ دفاع افغان مېرمنو لاس پورته کوي او هغوی په څپېړو او سوکانو وهي. د اسلام مقدس دین له مهمو ارکانو یو هم پر ماشومانو او مېرمنو صله‌رحمي ده، خو د پاکستان حکومت دا ټول اصول تر پښو لاندې کړي او د دې پر ځای چې د یوې مسلمانې خور او تنکي ماشوم لاسنیوی وکړي، برعکس هغوی په څپېړو او سوکانو تر زندانونو لېږدوي.

پایله:

پاکستان د خپل کورني امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او وخت ناوخته له اسنادو او شواهد پرته، د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي او ادعا کوي، چې دغه هېواد کې بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې پاکستاني حکومت لومړی ادعا کوله، چې دغه هېواد کې مېشت افغانان په امنیتي پېښو کې لاس لري، خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه راپور کې ویلي، چې یوازې د روان کال له پیل تر دې دمه تر سل زره زیات افغان کډوال را ایستل شوي دي، په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکستان کې د پاکستاني طالبانو او هلته د حکومت د نورو مخالفو ډلو بریدونه د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې دي، نو که چېرې افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې ښکېل وای، نو باید د پاکستان په امنیتي وضعیت کې ښه‌والی راغلی وای؟

وروستیو کې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې، خو پاکستانی لوری ددې پر ځای چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي، پړه یې پر اسلامي امارت اچوي او هلته مېشت افغان کډوال د فشار وسیلې په توګه کاروي او یا هم د سوداګرۍ پرمخ د کرښې په اوږدو کې لارې تړي؛ هغه پالیسي چې پاکستان یې له کلونو تجربه کوي او هر ځپل پکې ناکامېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *