آفاق خبري آژانس؛ کابل: په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د هند او پاکستان له تجزیې وروسته، دا دواړه هېوادونه د کشمیر په ګډون پر یو شمېر نورو سرحدي موضوعاتو هم ژور اختلافات لري. تر تجزیې وروسته دواړه هېوادونه درې ځلې نېغ په نېغه له یو بل سره نښتي دي، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۷ کال کې د جمو او کشمیر د ناوبي ایالت پر سر، چې د کشمیر جګړې په نامه هم یادېږي، سره ونښتل او دې جګړې تر ۱۹۴۸ز کال دوام وکړ او له امله یې دواړو خواوو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه واوښتل. د دې جګړې له سړېدو سره، پاکستان او هند دواړو په تدریجي ډول په کشمیر کې خپل سنګرونه کلک کړل او بالاخره په ۱۹۴۹ز کال په جنورۍ میاشتې کې د دواړو لورو ترمنځ رسمي اوربند اعلان شو.
سره له دې چې هند او پاکستان له اوربند وروسته هم، په جمو او کشمیر کې پر یو بل ډزې کولې، چې بالاخره په ۱۹۶۵ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه جګړه، چې دا هم د کشمیر جګړې په نوم یادېږي، پیل شوه. دا جګړه په جمو او کشمیر کې د هند حکومت د پوځي نفوذ د مخنیوي په پار د پاکستان له لوري د جبلالطارق په نامه د پیل شویو عملیاتو په لړ کې ونښته. نږدې دوهنیمې میاشتې یې دوام وکړ. دې جګړې هم دواړو خواوو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه واړول او داسې هم انګېرل کېږي، چې دا جګړه له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته، تر ټولو اوږده جګړه وه، چې بالاخره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړهلیک پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو او همداراز د امریکا متحده ایالتونو او د وخت شوروي اتحاد د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په ترڅ کې د تاشکند اعلامیې له صادرېدو وروسته، یاده جګړه پایته ورسېده.
دا دوې جګړې د پاکستان او هند په تاریخ کې تر ټولو خطرناکې جګړې یادېږي. سره له دې چې دواړه هېوادونه په ځلونو ځلونو سره نښتي، خو د لنډې مودې لپاره او د درېیمګړو هېوادونو په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترینګلتیاوو ته ژر تر ژره د پای ټکی اېښودل شوی دی. د پاکستان او هند ترمنځ په ۲۰۱۹ کال کې هم کشمیر کې ناندرۍ زیاتې شوې، چې ان تر دې چې پاکستان د هند جېټ الوتکې په نښه او هندي پیلوټان یې ژوندي ونیول، چې بیا یې وروسته بېرته هند ته وسپارل.
دا چې د پاکستان او هند ترمنځ جمو او کشمیر کې ناندرۍ وخت ناوخته راپورته کېږي، خو د روان زېږدیر کال اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه د هند تر ولکه لاندې جمو او کشمیر کې د ۲۶ هندي سیلانیانو وژل کېدو، د دواړو هېوادونو اړیکې خورا ترینګلې کړې. هندي لوري د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او د سخت غچ ګواښ یې وکړ، خو پاکستان بیا په دې پېښه کې هر راز لاس لرل رد او دا یې د هند کورنۍ ستونزه وبلله. هندوان آرام نه شول او بالاخره یې تېره شپه (۲۰۲۵، مۍ ۶مه) پاکستان کې پر نهو ځایونو توغندیز بریدونه وکړل، چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، تر دې دمه دغو بریدونو کې ۲۶ پاکستانیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.
هند چې دغه عملیات یې د «سېندور» په نوم نومولي، ادعا یې کړې، چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې د وسلهوالو پټنځایونه په نښه کړي او له ۸۰ تر ۹۰ ترهګر یې وژلي؛ خو پاکستان بیا د هندي چارواکو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې په دې بریدونو کې عامه تاسیسات په نښه او تر ډېره ښځې او ماشومان وژل شوي دي. د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې، چې د برید پر مهال یې د هند ۵ جېټ الوتکې را نسکورې کړې دي، خو هندي لوری بیا وایي، چې د عملیاتو پر مهال یې ۳ جېټ الوتکې نسکورې شوې دي. په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر بیا تازه یوې خبري غونډې ته ویلي، چې نه د هند او نه هم د پاکستان جنکي الوتکې د یو او بل خاورې ته د ننه شوې او زیاته کړې یې ده، چې د هند په توغندیزو بریدونو کې ۲۶ پاکستاني ملکیان وژل شوي دي. په ورته وخت کې د جيش محمد ډلې مشر په يوه بیان کې ویلي، چې د پاکستان په بهاولپور کې د هند په توغنديزو بریدونو کې د ده د کورنۍ لس غړي او څلور همکاران وژل شوي دي. بيبيسي د مسعود اظهر په حواله لیکلي، چې هند د تېرې شپې په برید کې انساني اصول تر پښو لاندې او په خبره یې، ښځې او ماشومان یې په نښه کړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند بریدونو ته به غبرګون کې دا یو بزدلانه عمل بللی او د سخت غچ اخیستو ګواښ یې کړی دی. شهباز شریف ویلي، د پاکستان ولس او ځواکونه پوهیږي چې څه باید وکړي او «دښمن» سره څه ډول چلند وکړي. پر شهباز شریف سربېره، د پاکستان دفاع وزیر، د پوځ مشر او د دغه هېواد ګڼو نورو چارواکو د هند برید ته غبرګون ښودلی او د سخت ځواب ګواښ یې کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولۍ هم ویلي، چې پر هېواد یې د هند وروستی برید د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی. د پاکستان دایمي استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «امنیت شورا مو خبره کړه، چې پاکستان په مناسب وخت او مناسب ځای کې د خپل ځان د دفاع حق لري. د ملګرو ملتونو منشور په ۵۱مه ماده کې راغلي، چې دې یرغل ته باید ځواب ورکړل شي.»
د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر بیا ویلي، چې نړۍ نباید له تروریسم سره غمرازي وکړي. د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال، وېکرم مېسري هم پر پاکستان د هند د تېرې شپې د برید په اړه جوړه شوې خبري غونډه کې ویلي، پاکستان د ترهګرو ملاتړی او د ترهګرو روزونکی دی او په کشمیر کې وروستي بریدونه د دې خبرې ښکاره ثبوت دی. مېسري زیاته کړې چې هند له خپل حق استفاده کړې او د کشمیر د پهلګام برید په غبرګون کې يې د پاکستان پر خاوره برید کړی دی.
پر پاکستان د هند برید ته نړۍوال غبرګونونه:
پر پاکستان د هند برید نه یوازې، چې د دغه هېواد د چارواکو له غبرګون سره مخ شوی، بلکې پراخ نړۍوال غبرګونونه یې هم را پارولي دي. ملګرو ملتونو، امریکا، چین او د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو پر پاکستان د هند برید غندلی او له دواړو خواوو یې د زغم او پوره حوصلې غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې بریدونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له دواړو غاړو د صبر او زغم غوښتنه کړې ده. ګوترش زیاته کړې، نړۍ نشي کولی د هند او پاکستان ترمنځ جګړه تحمل کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بیا پر پاکستان د هند د تېرې شپې برید ته په اشارې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ او زیاته کړې یې ده، چې د وضعیت لا ترینګلي کېدل د سیمې په ګټه نه دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او له دواوو خواوو یې غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې حل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې د هند توغندیز بریدونه شرمناک بللي. ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتېدو په اړه، خبر دی. د امریکا بهرنیو چارو ویر مارکو روبیو د پاکستان او هند ملي امنیت شورا له سلاکارانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي. روبیو له دواړو خواوو د ترینګلتیاوو کابو کولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن په سیمه کې وضعیت څاري.
پاکستان خپل هوایي حریم هم د ټولو نړۍوالو الوتنو پرمخ تړلی او یو شمېر نړۍوالو هوایي شرکتونو بیا د پاکستان او هند پر هوایي حریم خپلې الوتنې ځنډولې دي. د امریکا متحده ایالتونو، کاناډا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي، چې پاکستان او هند ته له سفر کولو په کلکه ډډه وکړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پاکستان او هند کې له خپلو وګړو غوښتي، چې خوندي سیمو ته لاړ شي او هغو سیمو لرې واوسي، چې د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.
که د پاکستان او هند ترمنځ وضعیت لا ترینګلی کېږي، پر افغانستان به یې اغېزې څه وی؟
افغانستان چې تازه یې د آرامۍ ساه کښلې او نسبي امنیت یې رسېدلی، طبیعي ده چې په سیمه کې به له روانو ترینګلتیاوو اغېزمن کېږي؛ ځکه افغانستان له هند او پاکستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري او که د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او جګړه شدیده کېږي، افغانستان به یې هم له زیانونو خوندي پاتې نشي. څرنګه چې وړاندې مو هم ورته اشاره وکړه، د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په جګړه کې زیاتره افغانان هم قرباني او د ځینو برخلیک یې تر ننه ورک دی. ښایي پاکستان بیا هڅه وکړي، چې د هند پر وړاندې جګړې ته افغانان وهڅوي، خو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د تېرو پنځو لسیزو سیاست ته په کتو، افغانان به هېڅکله هم حاضر نشي، چې د پاکستان په ملاتړ هند سره د جګړې ډګر ته ستانه شي.
پاکستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه سیاسي اړخ لري نه مذهبي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان هڅه کوي افغانان د هند پر وړاندې جګړې ته وهڅوي، خو په خبره یې افغان ولس باید د پاکستان د دې شوم پلان تابیا ونیسي او خپل اولادونه د دوی د ګټو قرباني نه کړي. د ښاغلي ضعیت دې څرګندونو ته بیا پاکستاني خبریال طاهرخان غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده: «ضعیف صیب محترم سلام: حق نه لرم چې ستاسې په بیان انتقاد وکړم ولې د یوه ورور او زړی ملګرتیا په بنسټ دومره ویلی شم، موجوده وخت کې داسې الفاظ راته مناسب نه لګی. وروسته به معلومات وشي ولې تردې وخت د هند حملو کې ډیری زنانه هم شامل دی. زه به تاسو سره د روغتون لیست شریک کړم.»
بله مهمه مسئله د افغانستان سوداګري او خصوصي سکتور دي؛ که د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې دوام کوي، طبیعي ده چې د افغانستان سوداګري (صادرات او واردات) به ورسره تر ډېره زیانمن کېږي، چې ښه بېلګه یې هم د پاکستان او هند له لوري د واګه بندر تړل کېدل بللی شو. د افغانستان او پاکستان د سوداګررۍ ګډې خونې رییس خانجان الکوزي دوه ورځې وړاندې (غویي ۱۴مه) له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې ویلي وو، چې افغانستان په کلني ډول د واګه بندر له لارې شاوخوا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کوي. د ښاغلي الکوزي په خبره، دا مهال واګه بندر کې ۱۵۰ کانټینره صادراتي توکي بند پاتې دي او همداراز د هند له لوري ۲۰۰۰ کانټینره صادراتي توکي په کراچۍ بندر کې بند پاتې او د پاکستان له لوري افغانستان ته د واردولو اجازه نه ورکول کېږي. ددې ترڅنګ، ډېریو افغانانو په پاکستان او هند کې پانګونه کړې، چې د وضعیت په خرابېدو سره به د هغوی ستونزې هم زیاتېږي.
پورتنیو څرګندونو ته په کتو، افغانستان ته په کار ده، چې د پاکستان او هند په مسئله کې له خورا غور او ځیرکې ډیپلوماسۍ کار واخلي. که څه هم اسلامي امارت نه یوازې په تازه خبرپاڼه کې تر ډېره د هند او پاکستان په تړاو بېپریتوب غوره کړی، بلکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تېرې اونۍ (چهارشنبه، غویي ۱۰مه) له الجزیرې ټلویزیون سره په یوه مرکه کې هم ویلي وو، چې اسلامي امارت په سیمه کې د جګړې غوښتونکی نه دی او ټینګار یې کړی و، چې افغانستان به هېڅکله هم د قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل نشي. ښاغلي متقي د دې شبکې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د هند او پاکستان پر وړاندې د اسلامي امارت دریځ څه دی؟ وویل، چې اسلامي امارت د هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوو کې بېپریتوب غوره کړی او هڅه کوي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره متوازنې او ګټورې اړیکې ولري.