پر اسراییل د ایران مرګوني توغندیز بریدونه او جګړې ته د امریکا راکشولو هڅې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې د «وعده صادق ۳» عملیاتو په لړ کې، پر اسراییلي رژیم د توغندیو توغولو ۱۱مه څپه بریالۍ بللې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د «فتاح لومړي نسل» له توغندیو کار اخیستل شوی او په خبره یې، یاد توغندي د اسراییلي رژیم له دفاعي سیستم «ګنبد آهنین» په تېرېدو پر ټاکلو اهدافو لګېدلي دي. سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې دا بریدونه پر اسراییلي رژیم د بشپړې واکمنۍ په مانا دي او د دوی شنډوونکي سیستمونه یې په پرځولو کې پاتې راغلي دي.

د ایران مشر آیت‌الله علي خامنه‌یي هم د لومړي ځل لپاره پر ایکس پاڼه په یوه تازه پیغام کې د اسراییل پر وړاندې د جګړې له پیل خبر ورکړی دی. هغه جګړې ته په اشارې سره لیکلي: «د حیدر په نامه جګړه پیلېږي، علي به له خپل ذولفقار سره خیبر ته را وګرځي.» د دې ترڅنګ د ایران پوځ لوی درستیز عبدالرحیم موسوي ویلي، چې تر دې دمه د ایران بریدونه د اسراییلي رژیم د خبرداري او مخنیوي لپاره وو او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به د دوی پر وړاندې ځپونکي عملیات پیل کړي.

بل‌خوا اسراییلي رژیم نن سهار د ایران پر پلازمېنه تهران تازه بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، د اسراییلي رژیم په بریدونو کې امام حسین په نوم یو پوهنتون به نښه شوی، خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې جزیات هم لا نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې امریکا د اسراییلي رژیم په ننګه د ایران پر وړاندې بریدونو ته چمتووالی نیسي. د راپورونو پر بنسټ، امریکا لسګونه سترې الوتکې له اروپا منځني ختیځ ته لېږدولې او همداراز په قطر، اماراتو او کوېټ کې امریکایي سرتېري د تیارسي په حال کې دي، خو ایراني چارواکو بیا خبرداری ورکړی، چې که امریکا د اسراییل په پلوۍ پر ایران برید وکړي، په سیمه کې به د متحده ایالتونو اډې به نښه کړي.

په داسې حال کې چې اسراییلي رژیم جګړې ته د امریکا راکشولو هڅې پیل کړې، تازه واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې که ایران پر اسراییل توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، نو د دغه رژیم هوایي دفاع سیستم به له ۱۰ تر ۱۲ ورځو د دفاع وړتیا ولري. د دې رسنۍ د راپور پر بنسټ، اسراییل د ایران توغندیو شنډولو لپاره هره شپه شاوخوا ۲۸۵ میلیونه ډالر تاوان کوي، چې د دوام په صورت کې دا چاره کولی شي په اوږدمهال کې د اسراییلي رژیم پوځي او مالي سرچینې وچې کړي.

سره له دې چې د امریکا ولسمشر پرون (سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه) د ملي امنیت له ډلې سره د سپینې ماڼۍ د بحران په خونه کې، د اسراییل په پلوۍ د ایران پر وړاندې جګړې ته د ننه کېدو په اړه خبرې کړې، خو بل‌خوا بیا د امریکا استازو جرګې جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو سپینې ماڼۍ ته د یوې طرحې په وړاندې کولو سره، له ټرمپ غوښتي، چې ایران سره جګړې ته له دننه کېدو ډډه وکړي.

د ویلو ده، چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه، د تېرې جمعې په شپه پیل او تر نن پورې دوام لري، چې د راپورونو پر بنسټ، د ایران په بریدونو کې تر اوسه ۱۳۲۰ اسراییلي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. که څه هم پر ایران د اسراییلي رژیم یرغل په پراخه کچه غندل شوی او دا د یاد هېواد پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بلل شوی، خو داسې ښکاري چې د ایران وروستیو توغندیزو بریدونو نه یوازې اسراییلي رژیم، بلکې د دوی متحدین هم ورخطا کړي دي.

ایران په وار وار ویلي، چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی او د ټول‌وژونکو وسلو جوړولو په لټه کې نه دي او په همدې موخه یې له امریکا سره غیر مستقیمې خبرې اترې هم پیل کړې وې، خو د مذاکراتو او سیاسي جوړجاړي په منځ کې اسراییلي رژیم پر ایران برید وکړ او دا چاره د ایران – امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو مذاکراتو د لغوه کېدو لامل شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد