پاکستان په سیمه کې د غربي پروژو کرایي نوکر

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان کال د اکټوبر په نهمه نېټه پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض او په کابل یې هوايي برید وکړ او پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې په دې برید کې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود په نښه شوی دی، په داسې حال کې چې نور ولي محسود په هماغه سهار په یوه غږیز پیغام کې دا ادعاوې رد او وویل چې دا مهال په شمالي وزیرستان کې حضور لري. د نور ولي محسود دا پیغام هم ځینو پاکستاني رسنیو ناسم تعبیر کړ او ادعا یې کوله، چې ګواکې دا د بل چا له لوري جوړ شوی، خو یوه ورځ وروسته د پاکستاني طالبانو مشر په یوه ویډیويي پیغام کې را څرګند او په وزیرستان کې یې خپل حضور ثابت کړ.

پاکستان چې دلته د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار شو، پر کابل یې نه د برید مسوولیت واخیسته او نه یې هم په دې اړه څه وویل، خو د اسلامي امارت د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې دا برید د پاکستان له لوري شوی او د سختو عواقبو خبرداری یې ورکړ. د اسلامي امارت ځواکونو د اکټوبر په ۱۱مه په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر اډو غچ‌اخیستونکي بریدونه پیل او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې شاوخوا یوه اونۍ دوام وکړ، چې ورپسې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب جګړه پای‌ته ورسېده او د قطر په منځګړیتوب دوحه کې مذاکرات پیل شول، چې دواړه لوري پر اوربند سلا او ان تر دې چې د مذاکراتو دویم پړاو د اکټوبر په ۲۵مه استانبول کې پیل او شپږ ورځې یې دوام وکړ او تمه ده، دواړه لوري د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه بیاځلي په استانبول کې مذاکرات پیل کړي.

دا لومړی ځل نه و، چې پاکستان د ټولو نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض کړ، بلکې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسي، پاکستاني لوري څو ځله د هېواد هوایي حریم نقض شوی او د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخته نښتې شوې وې، خو اسلامي امارت د تل په څېر هڅه کوله، چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي، ولې پاکستاني لوري دا د اسلامي امارت د کمزورۍ ټکی باله او خپلو ناقانونه کړنو ته یې دوام ورکړ، چې بالاخره له سخت غبرګون او غچ سره مخامخ شول.

له پاکستان سره د وروستیو ترینګلتیاوو او د دواړو هېوادونو د مذاکره کوونکو ډلو ترمنځ د ترکیې په استانبول کې له مذاکراتو وروسته، تازه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې کورنۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې اسلام‌آباد دا بریدونه د بل چا په اشاره کوي او هڅه کوي، چې له دې لارې پر افغانستان فشار راوړي، څو په آسانۍ سره بګرام هوایي اډه امریکا ته وسپاري، هغه څه چې د اسلامي امارت لپاره سره کرښه او په هېڅ صورت ورته د منلو نه ده.

د اسلامي امارت د ویاند له دې څرګندونو داسې ښکاري، چې واشنګټن ته د عاصم منیر او شهباز شریف سفر د همدې هدف لپاره و، او داسې ښکاري پاکستان په سیمه کې د امریکا د یوې بلې پروژې اخیستو په حال کې دی، هغه پروژه چې لومړی ګام یې سخت ناکام او د اسلامي امارت له جدي چلند سره مخ شو. پاکستان انګرېزانو په سیمه کې د همدې اهدافو د تحقق لپاره رامنځته کړی او دغه هېواد د خپل تاریخ په اوږدو کې، سیمه کې د لوېدیځ زبرځواکونو د ګټو پروژې پرمخ وړې دي او په همدې پلمه یې له لوېدیځو هېوادونو هر کال میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي.

پاکستان چې اوس سخت پوروړی او ان تر دې چې هر وګړی یې شاوخوا پنځه میلیونه کلدارې قرضداره دی، او نور نه کوم هېواد او نه هم نړۍوال بانکونه پور ورکوي، نو بېرته یې خپلې مخکینۍ پالیسۍ ته مخه کړې او په دې توګه غواړي په سیمه کې د جګړې یوه بله پروژه واخلي او له همدې لارې خپله بقا تضمین او لګښتونه تامین کړي. پاکستان له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د افغانانو پر سر پروژې اخیستې او له همدې لارې یې ځان تغذیه کړی دی.

پایله:

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له څرګندونو داسې جوتېږي، چې پاکستان دا ځل بیا د لوېدیځ پروژه اخیستې او هڅه کوي له دې لارې خپل ځان تغذیه کړي. استانبول کې د پاکستاني پلاوي څرګندونې او دریځ هم د دې ښکاره ثبوت دی، چې پاکستان افغانستان سره د ستونزو حل نه، بلکې د ستونزو زیاتوالي په هڅه کې دی او له همدې امله خورا غیر منطقي غوښتنې وړاندې کوي او ان تر دې چې له اسلامي امارته د اسلام‌آباد د امنیت ټینګښت تضمین غواړي، هغه څه چې د دوی د امنیتي ځواکونو او پوځي رژیم ښکاره ناکامي ثابتوي.

پاکستان باید په دې پوه شي، چې اوس‌مهال افغانستان کې داسې یو نظام حاکم دی، چې نه یوازې په ټول هېواد کې یې سراسري امنیت ټینګ کړی، بلکې د نړۍ له سترو قوتونو سره یې سیاسي اړیکې هم د پراخېدو په حال کې دي او د اسلام‌آباد هغه خوبونه چې ګواکې دوی به د افغانستان بهرنۍ پالیسي په اختیار کې ولري، په اوبو لاهو کړي او همداراز یې نړۍوالې ټولنې ته دا ثابته کړې، چې افغانستان کې مخدره توکي او ترهګرې ډلې په کلکه ځپل شوې او اوس یې ریښې له افغانستانه د باندې پاکستان کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *