وزلوبه؛ د ملي یووالي او ملي هویت دودیزه ښکلا

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وزلوبه چې د افغانستان یوه لرغونې او دودیزه لوبه ده، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې افغانستان کې د جګړو او ناخوالو له امله، له پامه غورځول شوې وه، خو وروستیو اوو کلونو کې د افغانستان وزلوبې فدراسیون په هلو ځلو او د لیګونو په پیلولو سره، دا سنتي او تاریخي لوبه یو ځل بیا له سیمه‌ییزې کچې، ملي او نړۍوالې کچې ته را پورته شوې او د خلکو په منځ کې یې ځانګړی محبوبیت موندلی دی.

دا لوبه له پخوا وختونو راهیسې، په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې د ترک‌ژبو قومونو (ازبکانو او ترکمنانو) او همداراز د هزاره‌ګانو ترمنځ دود وه. په دې لوبه کې په آسونو سپرو کسانو ته (چاپ‌اندازان) ویل کېږي، چې د حلالې شوې وزې یا خوسکي د نیولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي. افغانستان کې د دې تاریخي لوبې شالید ته په کتو، وزلوبه د غرنیو وزو د ښکار او د آس په وسیله د هغو د لاشې را ایستلو دود پورې رسېږي، چې د مؤرخینو په باور، دا لوبه ښایي د آمو سیند په شاوخوا سیمو کې پیل شوې وي او په خبره یې، دا لوبه د منځنۍ اسیا د ترک‌ژبو قومونو (ازبک، ترکمن، قزاق او قرغیز) له میراث افغانستان ته راغلې ده.

سره له دې چې افغانستان د سنتي لوبو ترڅنګ، د نورو لوبو هم پراخه تاریخي مخینه لري، خو له بده‌مرغه له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د بحرانونو او کورنیو ناخوالو له امله، افغانستان د سپورت په برخه کې له نړۍ وروسته پاتې شو؛ خو له نېکه‌مرغه وروستیو کلونو کې د امنیت او ثبات په ټینګښت سره، نه یوازې د هېواد سنتي او دودیزو لوبو وده وکړه، بلکې د لوبو په نورو برخو، لکه کرکټ، فوټبال، فوټسال، والیبال او آزادو سیالیو کې هم افغانستان د پام وړ لاسته‌راوړنې لرلې دي او د هېواد نوم یې په خورا کمه موده کې د نړۍ په هر ډګر کې ځلولی دی.

ورزشي لوبو نه یوازې دا چې وخت ناوخته په خورا بوږنوونکو شرایطو کې د افغانانو پر شونډو موسکا خوره کړې کړې، بلکې د قومونو ترمنځ د یووالي، همپالنې او تر ټولو مهمه دا چې د ګډو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو را ژوندي کېدو زمینه هم برابره کړې ده. د دې ترڅنګ لوبو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د باور فضاء پیاوړې او د سیاسي اړیکو په ټینګښت کې یې هم مهم رول لوبولی دی، چې غوره بېلګه یې پرون (سه‌شنبه، لېندۍ ۲۵مه) کابل کې د وزلوبې لیګ اووم پړاو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترڅنګ، د نړۍوالو ډیپلوماټیکو استازولیو، سازمانونو او سفارتونو د استازو او مسوولینو پراخ حضور دی. د اورپایي ټولنې مشرې ورونیکا بوسکووېچ پوهار د وزلوبې له نندارې وروسته، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د وزلوبې په دودیزو سیالیو کې، یو ځل بیا د افغانستان د فرهنګي میراث د عظمت تر اغېز لاندې راغلم، هغه میراث چې د دغه ملت د پیوستون او یووالي سمبول دی.»

د وزلوبې نندارې ته د بهرنیو سازمانونو او سفارتونو د مسوولینو او استازو ورتګ، نه یوازې دا چې د افغانستان د فرهنګ، تاریخ او دود مثبت تصویر وړاندې کوي، بلکې د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان نن – سبا د ثبات او امنیت سمبول دی او د بهرنیو ډیپلوماټانو په ګډون، هر څوک کولی شي پرته له کومې وېرې او اندېښنې په آزادانه توګه په ټول هېواد کې وګرځي او د دغه هېواد د فرهنګي، تاریخي او دودیزو جاذبو ننداره وکړي.

سره له دې چې ورزش د هېواد ملي هویت دی او د تاریخ په اوږدو کې یې د ملي یووالي په ټینګښت او نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو او تعامل په برخه کې رغنده رول لوبولی او د افغانستان تاریخي، فرهنګي او لرغوني ارزښتونه یې ژوندي ساتلي؛ خو له بده‌مرغه دې برخې ته هغسې چې اړینه ده پاملرنه نه ده شوې. که څه هم د جمهوري نظام په وروستیو درېیو کلونو او واک ته د اسلامي امارت په را ګرځېدو سره، سپورت ته پاملرنه زیاته شوې، خو د وزلوبې په څېر د ډېریو دودیزو سیالیو لپاره لا هم معیاري لوبغالي نه دي جوړ شوي او همداراز د دې سیالیو لپاره مشخصه بودجه په پام کې نه ده نیول شوې او تر ډېره په شخصي لګښتونو ولاړې دي.

د وزلوبې لیګ اووم پړاو تېره اونۍ د کابل په «یکه‌توب» د لسو ورځو لپاره د یوولسو لوبډلو ترمنځ پیل شو؛ په دې لیګ کې پر افغان چاپندازانو سربېره د قرغېزستان او تاجیکستان ۱۰ چاپندازان هم د ځینو لوبډلو له لوري اخیستل شوي او عملاً په لوبو کې حضور لري؛ هېوادوال په دې لیګ کې بهرني چاپندازان او نندارې ته یې د بهرنیو سفارتونو او سازمانونو د استازو او مسوولیتو ورتګ، د افغانستان د ثبات، عزت او نړۍ سره د ډیپلوماسۍ نوی او ژوندی انځور بولي. د وزلوبې مینه‌وال وروستیو کې د دودیزو لوبو بېرته را ژوندي کېدو او ودې ته خوښ دي، خو د چاپندازانو ستونزو ته رسېدنه حتمي او لازمي بولي او له اړوندو بنسټونو غواړي، چې د وزلوبې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې معیاري لوبغالي جوړ، د دې لوبو لپاره مشخصه بودجه په پام کې ونیسي او همداراز په نړۍوالو لیګونو کې د افغان چاپندازانو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *