آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې د تاریخ په اوږدو، په ځانګړي ډول وروستیو لسیزو کې د هسکو – ټیټو شاهدې وې؛ هند تل افغانستان سره اړیکو ته د اسلامآباد له زاویې ګوري او هرکله چې افغانستان او پاکستان یو بل ته نږدې شي، هند فاصله نیسي، خو کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زور واخلي، نوی ډیلی بیا کابل ته د ملګرتیا غېږ پرانیزي.
سره له دې چې د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره پر متوازن، بېپرې او اقتصاد محوره سیاست ولاړه ده او ټولې نړۍ سره یې مثبت تعامل ته غېږ پرانیستې، خو د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه هڅې کوي، کابل د خپلو سیالیو ډګر وګرځوي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، نوي ډیلي داسې انګېرله، چې ګواکې کابل اسلامآباد ته نږدې دی او ښایي پاکستان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي، خو د وخت په تېرېدو سره نوي ډیلي ته روښانه شوه، چې اسلامي امارت نه یوازې دا چې هېوادونو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، بلکې د ترهګرو ډلو او مخدره توکو پر وړاندې کلکه مبارزه یې د هوډ او عمل ښکارندویي کوي، چې غوره بېلګې یې د دا/عش ډلې ځپل او د مخدره توکو له منځه وړل دي.
په همدې توګه، وروستیو کې پاکستان کې د نا امنیو په زیاتېدو سره، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړه ده. اسلامآباد د خپلو ستونزو او ناکامیو ګوته کابل او نوي ډیلي ته نیسي او کله ناکله یې چارواکي له انسادو او شواهدو پرته ادعا کوي، چې کابل د اسلامآباد پر وړاندې د نوي ډیلي نبابتي جګړه پرمخ وړي. نوي ډیلي له دې فرصته په استفادې، کابل سره هر راز راشه درشه زیاته او ان تر دې افغانستان ته یې خپل نوی سفیر معرفي او اړیکې یې د سفارت کچې ته لوړې کړې. د دې ترڅنګ هند ته د اسلامي امارت د چارواکو پرلهپسې سفرونه، د درملو تولید په برخه کې هوکړې، د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او همداراز کابل سره د نوي ډیلي د بشري مرستو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا روښانه نښې- نښانې دي.
د چارو شنونکي وایي، چې افغانستان سره د هند اړیکې، باید پاکستان ته د پیغام رسولو او منفي سیالیو له محوره را ووځي؛ دوی باور لري، چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د هند او پاکستان لپاره د سیالۍ په ډګر بدل شوی او هر کله چې د کابل اړیکې له یوه اړخ سره نږدې شوې، بل اړخ د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف د یو لړ پلمو په تراشلو سره فاصله نیولې. د شنونکو په باور، هند باید افغانستان ته د یوه لنډمهاله سیمهییز شریک په سترګه نه، بلکې د یوه اوږدمهاله شریک او ملګري په سترګه وګوري او په خبره یې، نوی ډیلی باید خپلې مرستې هم اسلامآباد سره د اړیکو تر ترینګلتیاوو محدودې نه کړي او د مقطعي مرستو پر ځای، افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په برخه کې دوامداره مرستې وکړي.
د اسلامي امارت چارواکو د خپلې متوازنې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ، ټولې نړۍ ته د تعامل لاس اوږد کړی او تل یې ټینګار کړی، چې افغانستان نور نه غواړي په سیمه کې د هېوادونو د منفي سیالیو ډګر پاتې شي؛ نو په همدې اساس د سیمې هېوادونو ته بویه چې کابل سره اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو په رڼا کې تنظیم کړي، کابل ته د خپلو منفي سیالیو د محور په سترګه ونه ګوري، بلکې د افغانستان له جغرافیایي موقعیته داسې مثبته ګټه پورته کړي، چې د سیمې د هوساینې او ښېرازۍ لامل شي.
