آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له خپلې خاورې یې پر افغانستان د برید لپاره امریکا ته هیڅ جواز نه دی ورکړی او په وینا یې پاکستان هیڅکله امریکایانو ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي.
دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې کورنۍ رسنۍ په مرکه کې وویل، چې پاکستان پر افغان خاوره د برید لپاره امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته د بریدونو اجازه ورکړې او په وینا یې پاکستان په دې اقدام سره غواړي بګرام ته امریکایي ځواکونو د بیرته راتګ زمینه برابره کړي، هغه څه چې د ښاغلي مجاهد په وینا اسلامي امارت به هیڅکله اجازه ورنکړي.
خو تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم له امریکایي سکای نیوز ټلویزیون سره په مرکه ک اعتراف کړی وو چې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له پېښې وروسته، اسلامآباد د افغانستان د جګړې پر مهال له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.
نوموړي په دې مرکه کې چې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۷ خپره شوې ویلي: « موږ د درېیو لسیزو لپاره د امریکا لپاره دا ناپاک کار کړی دی، دا یوه ستره تېروتنه وه، او موږ یې له امله ډېر زیانونه هم لیدلي دي.»
د پاکستاني چارواکو همدې متناقضو څرګندونو او امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او پوځ د لوی درستیز عاصم منیر وروستي سفر ته په پام داسې ښکاري چې پاکستان د امریکا په غوښتنه په سیمه کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ د یوې بلې پروژې د پلي کېدو لپاره مټې را نغاړلي او له بیلابیلو لارو هڅه کوي نړیوالو ته خپلې ظالمانه څرګندونې مظلومانه وښي او په همدې مکارۍ سره د نړیوالو پام ځان ته را جلب کړي، خو دا ځل اسلامي امارت د پاکستان پر وړاندې ډیره ښه او بریالۍ تګلاره غوره کړې او دا ډيره نا شونې بریښي چې پاکستان دې خپلو پلیتو موخو ته ورسیږي.
اوس پاکستان، هغه ګاونډی چې په خپل څنګ کې د پیاوړي مرکزي حکومت، سولې او ثبات لرونکی افغانستان نه شي زغملی او تل یې له خپلو مکارو پالیسو په ګټنې د افغانستان واکمن نظامونه ننګولي او آن تر د سقوط تر سرحده یې رسولي او ستره موخه یې د افغانستان په کورني او بهرني سیاست کې پراخه لاسوهنه ده، هغه چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنۍ څه موده وروسته یې ترسره کړل او حتا په نړیوالو سټیجونو یې د افغانستان د استازولۍ مټې رانغاړلې وې، خو د کم وخت په تیریدو سره په نظام کې د اسلامي امارت د اصلاحي لړۍ له پیلېدو سره د پاکستان د مداخلې راغځیدلي لاسونه هم ورو ورور لنډ شول او هغه خوب یې پر خاورو واوښت چې افغانستان ته یې د پنځمې سوبې په سترګه کتل او غوښتل یې د اسلامي امارت پر حکومت دومره برلاسی واوسي چې د هرې غوښتنې او فرمایش پر وړاندې یې څوک ونه دریږي.
خو دا ځل اسلامي امارت مخکې له مخکې د پاکستان پر دې شوم نیت پوه وو او اجازه یې ورنکړه چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې دې څوک د خپلو اهدافو لپاره لاسوهنې وکړي. ډیر کم وخت کې یې پر پاکستاني چارواکو او د هغوي د بې باکانه څرګندونو پر وړاندې جدي غبرګونونه وښودل او دا یې په ښکاره وویل چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا خبره باید ټول هېوادونه او نړۍ ومني.
پاکستاني چارواکو د اسلامي امارت دریځ ته په پام خپلې نیکې او ښې اړیکې پر دښمنانه او بدو اړیکو بدلې کړې پر اسلامي امارت یې له بیلابیلو لورو د فشارونو لړۍ پیل کړه، نړیوالو سټیجونو کې یې افغانستان کې د ترهګرو ډل د حضور او فعالیت په اړه ډولونه وغږول خو دا چې ادعاوې یې بې اساسه او غیر منطقي وې نه یوازې نړیوالو یې غږ بدرګه نه کړ لا یې خپل دوه مخی سیاست برجسته او ښکاره شو، له دې وروسته یې پر افغان کډوالو سوټی راتاو کړ او تر پنځوسو کلونو وروسته یې کډوال افغانان چې د لویو او کوچنیو کاروبارونو څښتانان وو را بهر کړ او هڅه یې وکړه چې اسلامي امارت به په دې فشار سره د دوی ناروا او غیر منطقي غوښتنو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د اخیستل شویو پروژو د پلي کولو لپاره تسلیم شي، خو اسلامي امارت د کډوالو ښه پالنه وکړه او حتی د کورنیو او نړیوالو بنسټونو په مرسته یې دا بهیر هم په بریا سره مدیریت کړ، اوس چې پاکستان ته بل ټکټ نه دی پاتې غواړي یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت ډولونه وغږوي او د سیمې د بې ثباتۍ ترلاسه کړې پروژه له همدې لارې پلې کړي.
د پاکستان هغه ادعا هم معکوسه ثابته شوه چې، افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت کوي، د نشه يي توکو کښت او تولید مخ په زیاتیدو دی، خو اوس نړۍ هم پر دې موضوع اعتراف کړی چې افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید صفر شوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې یې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده.
وروستیو کې ډیلي ټیلګراف بریټانیايي ورځپاڼې راپور ورکړ چې پاکستان کې د نا امنۍ د پراختیا ترڅنګ د نشه يي توکو کښت او تولید هم خپلې لوړې کچې ته رسیدلی او اوس د ترهګرو ډلو د فعالیت او نشه يي توکو د کاروبار پر هېواد بدل شوی دی.
دا ځل پاکستان خپل باور دومره له لاسه ورکړی چې نور یې د را پورته کېدو او د نړۍ د باور تر لاسه کولو چانس صفر ته رسیدلي، یوازې هغه شریر هېوادونه به یې ترڅنګ وي چې له دوی سره په سیمه کې د بې ثباتۍ اور ته پوکی وهي او غواړي له همدې لارې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.
د شنونکو په باور، پاکستان له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او لامل یې هم د خپلو ناسمو پالیسو او تګلارو پلي کول دي او که دغه هېواد په ځانګړې توګه پوځي واکمنان یې خپلې تګلاره کې مثبت بدلون رانه ولي ښايي د تباهۍ ګندې ته ولویږي او په پای کې پاکستان ټوټه ټوټه شي.
