د مسکو فارمټ غونډه کې د ا.ا رسمي ګډون؛ د کابل او نړۍ ترمنځ د تعامل غوره فرصت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سیمه‌ییزې همکارۍ په چوکاټ «مسکو فارمټ» غونډه کې د افغانستان بشپړ غړیتوب منل شوی او اسلامي امارت به سږ کال په دې غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړي. دا غونډه چې د روان ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه، یعنې دوې ورځې وروسته پیلېږي، د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې ګډون وکړي.

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ زیږدیز کال د روسیې په نوښت په افغانستان کې د ملي پخلاینې، سولې ټینګښت او په واک کې د اسلامي امارت د ښکېلتیا په موخه رامنځته شو. د دې فارمټ لومړۍ ناسته د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۴مه جوړه شوه چې د افغانستان، روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجکستان، قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و. د ځینو په باور په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د سیمې د هیوادونو د زیاتېدونکۍ همغږۍ ښکاروندويي کوي او ګډون کوونکي هیوادونه له دې فارمټ په استفادې، هڅه کوي افغانستان کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدی.

د افغانستان اسلامي امارت تېر کال د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې چې د روسیې په کازان کې ترسره شوه، د یوه ځانګړي میلمه په توګه ګډون کړی و؛ خو سږ کال اسلامي امارت ته په دې غونډه کې د رسمي غړي په توګه بلنه ورکړل شوې او دا چاره به د خبرو اترو له لارې د سیمه‌ییز امنیت ټینګښت ترڅنګ، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ هغو اندېښنو ته هم د پای ټکی کېږدي، چې وخت ناوخته د ځینو هېوادونو له لوري مطرح کېږي او اسلامي امارت به وکولی شي له دې فارمټ په استفادې د نړۍوالو اندېښنو ته مخامخ ځواب ووایي.

اسلامي امارت له بیاځلي واکمنۍ وروسته، د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د اقتصاد محوره، متوازن او د افغاني او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د مثبت تعامل غېږ پرانیسته او د همدې پالیسۍ پر بنسټ وتوانېده، د روسیې په څېر د سیمې له سترو هېوادونو سره مثبت او رسمي تعامل ته لار پرانیزي او په دې توګه د مسکو فارمټ په سترو غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د چارو شنونکي وايي، چې اسلامي امارت باید له دې فرصته په استفادې ښه ګټه پورته کړي؛ د دوی په باور اسلامي امارت د مسکو له فارمټ په استفادې کولی شي د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې مثبت او رغنده تعامل ته زمینه برابره کړي. دوی باور لري، چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کولی شي د سیمې او نړۍ نور هېوادونه، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې مسکو ورباندې اغېز لري، اسلامي امارت سره تعامل ته وهڅوي.

پایله:

اسلامي امارت ته په کار ده، چې د مسکو فارمټ په څېر سترو غونډو کې خپل دریځ په داسې الفاظو او بڼه تر نړۍوالو ورسوي، څو وکولی شي هم د افغانستان په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب ویوونکي وي او هم له همدې فرصته په استفادې او د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په چوکاټ کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره مثبت تعامل ته زمینه برابره کړي. د شرق او غرب ترمنځ شته واټن او سیالیو ته په کتو، ښایي د مسکو فارمټ په غونډه کې د سیمې ډېری هېوادونه، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې له روسیې سره سټراټیژیکې او اوږدمهاله ګټې لري، اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته زړه ښه کړي او دا به د افغانستان لپاره یو طلایي فرصت وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *