آفاق خبري آژانس؛ کابل: له دوو شپو او ورځو وروسته، د چهارشبني مازدیګر مهال په افغانستان کې د انټرنېټ او اړیکو خدمات بیرته پیل شول. په ناڅاپي توګه او پرته له کومې مخکینۍ خبرتیا د انټرنېټ او ټلیفوني مکالمو پرې کېدو، په کور د ننه او بهر پراخ غبرګونونه او اندېښنې راپورته کړې وې او تر ډېره نیوکه دا وه، چې د ټکنالوژۍ په اوسني عصر کې څنګه ممکنه ده ورځنۍ چارې پرته له انټرنټي او ټلیفوني خدمتونو پرمخ لاړې شي؟ په داسې حال کې چې د هېواد شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي د مخابراتي شبکو له خدمتونو برخمن دي او تر ډېره د حکومتي بنسټونو په ګډون، د ګڼو خصوصي ادارو او شرکتونو چارې په انټرنېټې خدمتونو پورې تړلې دي او میلیونونه هېوادوال له همدې لارې خپل ورځنی ژوند پرمخ وړي.
په هېواد کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنېټ او تلیفوني خدمتونو پرې کېدو، نه یوازې چې هېوادوال اندېښمن کړي وو، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم له ځانه سره لرل او ان تر دې چې ځینو مغرضو کړیو له دې فرصته په استفادې، د ځانونو په ګټه پراخ منفي او زهرجن تبلیغات هم وکړل. سره له دې چې ځینو دولتي او خصوصي بنسټونو کې ورځنۍ چارې روانې وې، خو څرنګه چې اړتیا او تقاضا وه، په هغه بڼه نه وې او حتا ډېری عایداتي او خدماتي بنسټونه، لکه ګمرکونه، مستوفیتونه، بانکونه، هوایي ډګرونه، روغتونونه، رسنۍ او نور بنسټونه کابو په مطلق ډول بند وو او په ټوله کې د هېوادوالو ترمنځ یو ډول وېره او وسوسه خوره وه.
د اسلامي امارت مخالفینو د انټرنېټې او ټلیفوني خدمتونو له نشتون په استفادې، پراخ منفي تبلیغات هم وکړل او ان تر دې چې ځینو یې د هېواد د سقوط، بګرام هوایي اډې ته د امریکایانو راتګ او د اسلامي امارت ترمنځ د داخلي اختلافاتو په اړه زمزمې کولې، په داسې حال کې چې دا ټول له حقایقو لرې او د مغرضو کړیو منفي تبلیغات وو.
که څه هم لا روښانه نه ده، چې اسلامي امارت ولې د دوو ورځو لپاره انټرنېټې او ټلیفوني خدمتونه بند کړي وو، خو د چارو شنونکي دا ډول اقدامات د اسلامي امارت په زیان بولي او په خبره یې، د اوسني حاکمیت مخالفین د تبلیغاتو په کمین کې ناست دي او له یوې وړې مسئلې د عامه اذهانو د مخشوشولو په پار، لویه ګټه پورته کوي. دوی ټینګار کوي، چې اسلامي امارت مخکې له دې چې دا ډول ګام اوچت کړي، باید د عامه افکارو نه مخشوشېدو او د اندېښنو نه رامنځته کېدو په پار، باید مخکې له مخکې خلک خبر او په اړه یې وضاحت ورکړي.
د پوځي چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې د اړیکو او انټرنیټ بندیدل له ملي امنیت سره تړلې موضوع ده او په خبره یې، اوس هم د افغانستان ځيني مخابراتي آپریټرونه له بهرنیو سرورونو سره لینک او تړلي دي، چې باید جلا او فلټر شي، تر څو په راتلونکې کې کوم بل ګواښ رامنځته نه کړي.
پایله
سره له دې چې د انټرنېټې خدمتونو بندېدو په کور د ننه او بهر ګڼ هېوادوال اندېښمن کړي وو او دا چاره د اسلامي امارت پر وړاندې د تبلیغاتو وسیله وګرځېده او لا هم ځینې هېوادوال په کور د ننه او بهر د دې مسئلې په اړه بېلابېل لیدلوري لري، نو اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته په کار ده، چې په دې تړاو له افغان ولس سره کره معلومات شریک کړي، څو په دې توګه له یوې خوا د خلکو ترمنځ راپورته شوې اوازې او تشویشونو ته د پای ټکی کېښودل شي او له بلې خوا د هغو کسانو پرمخ کلکه څپېړه واوسي، چا چې له دې فرصته په استفادې د اسلامي امارت پر وړاندې پراخ منفي تبلیغات وکړل.
