د سي‌ان‌ان راپور: امریکا د کُرد ځواکونو په ملاتړ سره ایران کې ګډوډۍ ته لاره هواروي

امریکایۍ سي‌ان‌ان رسنۍ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي اداره (سي‌آی‌اې) د یوه داسې پلان ارزونه او څارنه کوي، څو له مخې یې په ایران کې کُرد ځواکونه په وسلو سمبال او دغه هېواد کې کورنۍ جګړې او ولسي پاڅون ته زمینه برابره کړي. د باخبره سرچينو په وينا، د ډونالډ ټرمپ ادارې په وروستيو مياشتو کې له ايراني مخالفو ډلو او په عراق کې له کُرد مشرانو سره د پوځي ملاتړ د برابرولو په اړه فعالې خبرې کړې دي. ايراني کُرد وسلوالې ډلې د عراق او ايران د پولې په اوږدو کې، تر ډېره په کُردستان سيمه چې د (عراق خودمختاره کُردستان) سیمه هم بلل کېږي، زرګونه جنګيالي ځای پر ځای کړي دي. پر ایران د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو له پیل راهیسې، ځینو دغو ډلو په خپلو ویناوو او اعلامیو کې د اقدام خبره کړې او د ايران پوځي ځواکونه يې له حکومته بېلېدو ته رابللي دي. په مقابل کې، د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې د لګسونه بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې، د دغو ډلو مورچې په نښه کړې دي.

یوه لوړپوړي کُرد چارواکي ویلي، چې د امریکا ولسمشر د ایران د کُردستان ډیموکراټ ګوند (کې‌ډي‌پي‌آی) له مشر مصطفی هجری سره هم خبرې هم کړې دي. دغه ګوند یو له هغو ډلو دی، چې د ایران د اسلامي انقلاب ځواکونو له لوري پرې بریدونه هم شوي دي. سرچينې وايي، ښایي کُرد مخالف ځواکونه په راتلونکو ورځو کې د ایران په لوېدیځ کې په ځمکنیو عملیاتو لاس پورې او د امریکا او اسراییل له لوري د ملاتړ تمه لري. همدارنګه، ټرمپ د عراق د کُردستان سيمې له مشرانو سره هم اړيکې نيولې دي، څو په ايران کې د امريکا د پوځي عملياتو او ګډې همکارۍ د امکان په اړه خبرې وکړي. د ايراني کُردانو لپاره د وسلو هر ډول لېږد به د عراق د کُردستان سيمې د چارواکو همکارۍ ته اړتيا ولري، څو تجهيزات د دوی له خاورې تېر شي.

مطالب بیشتر:  پر اسلام‌آباد د فشار راوړلو غوره فرصت؛ پاکستان د لارو خلاصون لپاره واسطې کوي

ځينو سرچينو ويلي، چې د کُرد وسله‌والو موخه دا ده، څو د ایران امنیتي ځواکونه بوخت وساتي او په دې توګه د دغه هېواد په سترو ښارونو کې د بې‌وسلې ملکي وګړو د پراخ حضور زمينه برابره کړي. يوه امريکايي چارواکي هم ويلي چې کُردان کولی شي د بې‌ثباتۍ په رامنځته کولو سره د ايران پوځي سرچينې ووېشي. ان داسې نظرونه هم مطرح شوي چې د شمالي ايران د ځينو سيمو نيول او ساتل د اسرایيلو لپاره د بېلېدونکو سیمو په توګه وکارول شي. خو سي‌آی‌اې په دې اړه له رسمي څرګندونو ډډه کړې ده.

د پوځي چارو شنونکي باور لري، چې امريکا په ښکاره ډول هڅه کوي د ايران د حکومت د نسکورولو بهير چټک کړي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانيو چارواکو خبرداری ورکړی چې د داسې اقدام پايلې په بشپړه توګه نه دي سنجول شوې. هغوی اندېښنه لري چې دا تګلاره به د عراق حاکميت کمزوری او بې‌حسابه وسله‌والې ډلې به پياوړې کړي. په همدې حال کې، د اسرایيلو پوځ هم په وروستيو ورځو کې د عراق پولې ته نږدې د ايران پوځي مورچې په نښه کړې دي، چې د سرچينو په وينا کېدای شي ايران ته د کُرد ځواکونو د تحرک لپاره زمينه برابره کړي.

سره له دې، د امريکا استخباراتي ارزونې ښيي چې ايراني کُردان اوس مهال دومره نفوذ او سرچينې نه لري چې يو بريالی پاڅون رهبري کړي او کُرد ګوندونه هم له کورنيو اختلافاتو او ايډيولوژيکو سياليو سره مخ دي. د ټرمپ د ادارې ځينې چارواکي هم د دغو ډلو د انګېزو په اړه شک لري او پوښتنه کوي چې آيا د هغوی ګټې رښتيا هم د امريکا له موخو سره سمون لري که نه.

مطالب بیشتر:  ورزش د سولې او یووالي ژبه؛ د افغانستان د فوټسال اتلولي

په ټوله کې، که څه هم د امریکا له لوري پر ايران د فشار لپاره د کُرد ځواکونو د کارولو لیدلوری تر ارزونې لاندې دی، خو د سياسي، پوځي او تاريخي ننګونو له امله د دې طرحې عملي کېدل او دوام لا هم روښانه نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *