آفاق خبري آژانس؛ کابل: د « درواغو ساتونکی» دغه مستند د واشنګټن پوسټ د هغه راپور پر بنسټ جوړ شوی، چې په کې د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکو پوښتنې شوي، چې څنګه یې خپل ولس ته داسې درواغ راپورونه او خبرونه وړاندې کول، چې له مخې یې د افغانستان جګړه د امریکا ولس ته مشروع ښودله.
دغه مستند چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د درواغو څېړنه کوي، نوم یې د وینسټن چرچل له مشهورې جملې «په جګړه کې ریښتیا دومره قیمتي وي چې تل باید د درواغو له ساتونکو سره مل وي.» اخیستل شوی. واشنګټن پوسټ لیکلي «دا ويل ګران دي؛ د هغو لسيزو پر مهال چې متحده ايالات په افغانستان کې په پوځي جګړه کې ښکېل وو، ايا رښتيا په رښتيني ډول ارزښتناک بلل کېدل. لکه څنګه چې فلم ښيي، رښتيا بېخي کم وو.
دا مستند د واشنګټن پوسټ د ۲۰۱۹ کال له څېړنې «د افغانستان اسناد» (The Afghanistan Papers) څخه الهام اخلي. په دې څېړنه کې د جنرالانو، ديپلوماتانو او نورو دولتي چارواکو سلګونه لومړنۍ مرکې راغونډې شوې وې چې ښیې په جګړه کې څه غلط او ناسم روان دي.
خبریالانو کريګ وېټلاک، لېزلي شاپیرو او ارمند امامجمه په خپلو راپورونو کې وموندله چې د دغو چارواکو ښکاره او بې پردې څرګندونې ډېری وخت د هغوی له هغو رسمي خبرو او بيانونو سره په ښکاره ټکر کې وې، چې امریکايي ولس ته یې کولې — یو داسې تضاد چې د کلونو په اوږدو کې قصدي دوکه ګڼل کېږي.
په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي مرکزونه او په افغانستان کې د امریکا بېځایه لګښتونه
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تحلیل ته په کتو، امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته، د خپلو متحدینو په ملتیا د همدې کال د اکتوبر په اوومه نېټه د دې ادعا پر بنسټ، چې ګواکې دا بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو، پر افغانستان یرغل وکړ؛ په داسې حال کې چې هغه مهال اسلامي امارت په دې بریدونو کې لاس لرل په کلکه رد کړي وو، خو امریکایي لوري د دې ادعا له مخې، چې ګواکې د القاعده شبکې مشر په افغانستان کې دی، یرغل ته زمینه برابره کړه.
امریکا او شاوخوا ۵۰ ملګري یې چې افغانستان ته د ترهګرۍ، په ځانګړي ډول د القاعده شبکې د ځپلو په موخه راغلي وو، د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې لسګونه زره ملکي افغانان ووژل او همداراز په جګړه کې یې تر دوه ټریلیونه زیات لګښت وشو؛ خو وروسته روښانه شوه، چې د ترهګرۍ مرکزونه له افغانستانه د باندې د پاکستاني پوځ مرکزونو په څو سوه مترۍ کې قرار لري، چې ښه بېلګه یې هم په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان ایبتآباد کې د اسامه بن لادن په نښه کول بللی شو.
امریکا او ناټو په افغانستان کې بل هغه هدف چې غوښتل یې تر لاسه کړي، د نشه یي توکو په بشپړ ډول له منځه وړل وو؛ خو د امریکا او متحدینو په راتګ سره له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۱ پورې افغانستان د نړۍ د نشه یي توکو یو له لویو تولیدونکو او صادرونکي هیواد شو. په افغانستان کې پر دیموکراسۍ ولاړه حکومتولي، له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه او ځینې ستراتیژیک اهداف لکه د افغانستان جیوپولټیک موقعیت هغه نور اهداف دي، چې امریکا افغانستان ته ورپسې راغلې وه، هغه څه چې دوی تر پایه تر لاسه نکړل.
د چارو شنونکي وایي، چې امریکا د قوي استخباراتو په لرلو سره لا هم په دې نه ده توانېدلې چې په سیمه کې د ترهګرو د پټنځایونو اصلي مرکزونو او همداراز د مخدره توکو تولیدوونکي هېوادونه په ګوته کړي. د دوی په باور امریکایي لوري یا قصداً همدا پالیسي غوره کړې او تر شا یې نورې موخې لري او یا دا چې لا هم د پاکستاني حکومت د دوکې تر اغېزو لاندې دی. پاکستان په سیمه کې د ترهګرو او مخدره توکو اصلي مرکز او روزونکی دی او په همدې پلمه یې هر کال له لوېدیځ په ځانګړي ډول متحده ایالتونو سلګونه میلیونه ډالر ترلاسه کړي او لا هم د پاکستاني حکومت چارواکي لابيګري کوي، چې ګواکې دوی د ترهګرۍ قرباني دي او وخت ناوخته د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان او نورو هېوادونو اچوي. د برېټانوۍ ټلګراف ورځپاڼې وروستۍ تحلیل، چې ویلي وو، پاکستان د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، د دې حقیقت تر ټولو ښه مصداق دی.
اوس هم نړۍ ته هر څه لکه لمر داسې روښانه دي او په دې هم سره پوه دي چې څوک ترهګر روزي، چیرته یې مرکزونه دي او څوک پرې پیسې اخلي؛ خو بیا هم هغه څه چې باید وشي نه کیږي، چې هغه پاکستان کې د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو له منځه وړل دي. دا هغه دوکه او دروغ دي چې کلونه کیږي امریکا یې خپل ملت ته ورکوي او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پاس تحلیل د همدې حقیقت ښه بېلګه ده، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په دې پلمه چې ګواکې افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي، نه یوازې چې میلیاردونه ډالر ولګول، بلکې په لسګونه زره افغانان یې هم شهیدان او همداراز شاوخوا درې زره امریکایان یې هم د پاکستاني حکومت د همدې دوکې قرباني کړل، چې بالاخره له شل کلنې ناکامې جګړې او بېځایه لګښتونو د دوحې هوکړې په نتیجه کې امریکا له افغانستانه پښې سپکې او د ۲۰۲۱ کال اګسټ په ۳۱مه یې وروستی سرتېری له کابل هوایي ډګره ووت او په دې سره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسېده او اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته بیاځلي واک ته را وګرخېد.
