د بندیانو خلاصون؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو عادي کېدو مقدمه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پرون یکشنبه د تلې میاشتې په (۶مه) د قطر هېواد په منځګړیتوب د «امیر امیري» په نامه یو امریکایي وګړی د اسلامي امارت له بنده آزاد او امریکایي لوري ته سپارل شوی دی. د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازی اډم بولر سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د بهرنیو وګړو موضوع نه سیاسي کوي او د امریکایي وګړو خوشې کول د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د مثبت پرمختګ یو مهم ګام دی. همداراز امریکایي استازي هم دا یوه غوره شېبه بللې او د امريکا او افغان چارواکو ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو یې رغنده بللی او هيله يې څرگنده کړه چې پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.

په ورته وخت کې یوې سرچینې آفاق خبري آژانس ته منلې، چې د امیر امیري په بدل کې، تمه ده د محمد رحیم په نامه یو افغان وګړی د امریکا له ګوانتانامو زندان آزاد او هېواد ته راستون شي.

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د امریکایي وګړي له خوشې کیدو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هیوادو ترمنځ اړیکو ټینګښت او پراختیا په برخه کې یو ښه او مثبت فرصت بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د نورو امریکایي زندانیانو مسئله هم په سمه او مثبت ډول حل شي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مرستیال محمد ذاکر جلالي، چې له امریکایي پلاوي سره یې په ناسته کې هم حضور درلود، ویلي چې د افغانستان او امريکا په دوو اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه ناستې او د بنديانو خلاصون، د متقابل درناوي او مشترکو گټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړيکو پراختيا زمينه برابرولی شي. هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «مهمه دا ده، چې دواړه لوري دغه درک ته رسېدلي او په دې تکل دي، چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول اواره شي او پر نورو برخو خبرې دوام پيدا کړي.»

د ښاغلي جلالي په خبره، د واقعیتونو او حساسيتونو درک کولای شي، د تعامل راتلونکو پړاوونو سره مرسته وکړي. دواړه لورو دا درک کړې او په دې لټه کې دي، چې د بندیانو موضوع په مناسب ډول حل او پر نورو برخو خبرو ته زمینه برابره شي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خورا سړې شوې او ان تر دې چې امریکایي لوري د ټولو نړۍوالو قوانینو او دوحې هوکړې خلاف پر افغانستان بنډیزونه ولګول او کومې ژمنې یې چې د دوحې په هوکړه کې کړې وې، هغه یې عملي نه کړې او لا هم اسلامي امارت وخت ناوخته امریکایی لوری د دوحې هوکړې پر نقض تورنوي.

سره له دې چې د اسلامي امارت او متحده ایالتونو ترمنځ د درېیم‌ګړو په منځګړیتوب څو ځله بندیان تبادله شوي او لومړنۍ بېلګه یې هم د اسلامي امارت واکمنۍ په دویم کال د قطر په منځګړیتوب د حاجي بشر نوري خلاصون بللی شو، خو تر ډېره د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکه پیکه وه، چې بالاخره واک ته د ډونالډ ټرمپ په راګرځېدو سره، امریکا پرېکړه وکړه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بندي امریکایان به خپل هېواد ته لېږدوي او د دې چارې د اسانتیا لپاره یې اډم بولر د بندیانو په چارو کې ځانګړی استازی وګوماره. د همدې موخې د تحقق لپاره د بولر په مشرۍ امریکایي پلاوي د روان زېږدیز کال په لړ کې درې ځله کابل ته سفر کړی دی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د بندیانو او نورو اړوندو مسایلو په اړه نېغ په نېغه خبرې کړې دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی باب

که څه هم امریکا په افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته ماتې وخوړه او بې له دې چې خپلو هغو موخو ته ورسیږي د دوحې د هوکړې پر اساس له افغانستان ووتل او اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته، بیاځلي د واک پر ګدۍ تکیه وکړه. سره له دې چې اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پر مهال د لوېدیځ له سیاسي او اقتصادي بنډیزونو سره مخ دی، خو بیا هم توانېدلی چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ او د سترو پروژو چارې پیل کړي.

د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي پر دوو محورونو را څرخي؛ اقتصاد محوره او متوازنه سیاست. د همدې سیاست پر بنسټ یې ټولې نړۍ ته د مثبت او رغنده تعامل غېږ پرانیستې ده او دا غږ یې نه یوازې په کور د ننه، بلکې په نړۍوالو سټېجونو هم تر نړۍوالو رسولی دی. اسلامي امارت په ځلونو نړۍوالو ته ډاډ ورکړی، چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هیڅ هیواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ نه دی پېښ، خو هغه تعامل چې دوی یې له نړۍ او په ځانګړې ډول له امریکا سره غواړي نه دي رسیدلي؛ ځکه امریکا یې کله دوحې هوکړې ته په نه ژمنتیا تورنوي، کله یې د پاکستان په خوله د ترهګړو ډلو په ملاتړ تورنوي او کله هم د بګرام هوایې اډه ترې غواړي، هغه څه چې اسلامي امارت په ځلونو رد کړي او د بګرام هوایي اډه یې سره کرښه بللې ده.

پایله

د کابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ راشه درشه د دې ښکارنویي کوي، چې متحده ایالتونه له اسلامي امارت سره له ډیپلوماټیک تعامل پرته بله لار نه لري او اسلامي امارت هم په وار وار نړۍوالو ته په ډاګه کړې، چې ډیپلوماسي او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده. د امریکایي پلاوي وروستیو سفرونو ته په کتو، ښایي د کابل او واشنګټن ترمنځ په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي، خو اسلامي امارت ته په کار ده، چې د دوه اړخیز مثبت تعامل لپاره له دې فرصته اعظمي او په خورا دقت سره استفاده وکړي.

دا مهال پاکستان وخت ناوخته هڅه کوي، چې نړۍوالو ته داسې تفهیم کړي، چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او له هغه ځایه د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي، خو په حقیقت کې دا ټولو ته د لمر په څېر روښانه ده، چې پاکستان نه یوازې د ترهګرو ځاله ده، بلکې د مخدره توکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هم دی. اسلامي امارت کولی شي امریکایي لوري سره د تعامل له لارې دا پیغام په ښه او آسانه توګه تر نړۍوالې ټولنې ورسوي او ورته ثابته کړي، چې پاکستان په اصل کې د ترهګرو ځاله ده او په همدې پلمه یې له کلونو راهیسې له لوېدیځې نړۍ میلیاردونه ډالر رشوت اخیستی دی.

اسلامي امارت کولی شي امریکا سره د مثبت او رغنده تعامل له لارې سره د مثبت تعامل له لارې په سیمه کې د پاکستان ټولې شومې موخې شنډې کړي او نړۍوالو ته په ډاګه کړي، چې د داعش په څېر وسله‌والې ډلې په افغانستان کې به مطلق ډول ځپل شوې او اوس یې مرکزونه له افغانستانه د باندې په پاکستان کې دي او د دې خبرې تر ټولو ښه ثبوت هم په افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *