د بدیلو لارو موندل پر پاکستان د فشار غوره وسیله؛ نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته ورسېد

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو بندېدو په اړه د اسلامي امارت له غوڅ دریځ وروسته، اسلامي امارت د بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر ایران ته له سفر وروسته، نن (چهارشنبه، لړم ۲۸مه) په پنځه ورځني سفر د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی او تمه ده د دې سفر پر مهال د هند حکومت له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته له سفر وړاندې د ایران د سیستان او بلوچستان له والي منصور بیجار سره په میلک پوله کې د لیدنې پر مهال د نیمروز او د ایران سیستان بلوچستان ترمنځ د ګمرکي او بین‌الولایتي همکارۍ د پیاوړتیا، د سوداګریزو وسایطو د ترخیص چټکتیا، د تمځای وخت کمولو، د ګډو پانګونو راجلبولو، د بندري تاسیساتو  پراختیا، د نویو ترانزیټي لارو رامنځته کېدو او په ورځني ډول تر ۱۰۰۰ د سوداګریزو لاریو تګ راتګ په اړه بحث شوی. همداراز، دواړو خواوو اقتصادي همکاریو ته د پراخې ژمنتیا څرګنده کړې او د سوداګریزو وسایطو لپاره یو لنډ موقتي خاورین مسیر هم پرانیستل شوی دی.

هند ته د نورالدین عزیزي له سفر سره هم‌مهاله، کابل کې د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې مسوولین د ایران او افغانستان ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تړون له لاسلیک خبر ورکوي. د دې ټولنې د مسوولینو په خبره، پاکستان سره د لارو له بندېدو وروسته، د اسلامي امارت، ایران، ازبکستان او هند ترمنځ د B2B په نامه د سوداګریز نښلون غونډه شوې او په د دې غونډې په څنډو کې نړۍوالو بازارونو ته د افغاني توکو رسولو په پار، د افغانستان او د ایران د بېړیو یوه شرکت ترمنځ د ۹۰ لیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شوی دی.

د دې ترڅنګ، د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د همدې اونۍ د (یکشنبې، لړم ۲۵مه) پرېکړه وکړه، چې آریانا افغان هوایي شرکت د ډیلي سکټور لپاره یو کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو امریکایي ډالر او یو کیلو وارداتي توکي په ۸۰ سېنټه انتقالوي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې دا پرېکړه افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او همداراز په ټیټه بیه د نړۍ ګوټ ګوټ ته د افغاني محصولاتو رسولو په پار شوې ده.

پاکستان تل اقتصادي مسایل د سیاسي وسیلو په توګه کارولي

پاکستان چې له کلونو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې د فشار وسیلې په توګه کارولې او له دې یې د خپلو سیاسي موخو لپاره ګټه پورته کړې، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره یې هم خپلې دې پالیسۍ ته دوام ورکړ او له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسي پاکستان لوري په ځلونو ځلونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د مېوو او سبزیو موسم په را رسېدو سره د پلمو په تراشلو د کرښې په اوږدو کې لارې تړلې او سږ کال یې هم ورته ګام اوچت کړ. د پاکستان دې پالیسۍ افغانستان کې تر ټولو خواریکښ قشر (کروندګرو) ته پراخ مالي زیانونه اوړلي او د هغوی د یوه کال خوارۍ یې په اوبو لاهو کړې دي.

اسلامي امارت چې تل یې نړۍوالې ټولنې سره د اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ د تعامل لاس اوږد کړی او هڅه یې کړې، چې د سیمې هېوادونو ترڅنګ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري، خو پاکستان بیا د نورو هېوادونو برعکس د اسلامي امارت له دې تګلارې ناوړه استفاده کړې او تل یې هڅه کړې، چې سوداګري سیاسي کړي او دا چاره د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار وسیلې په توګه وکاروي.

د پاکستاني حکومت وروستیو اقداماتو بالاخره د اسلامي امارت د صبر کاسه نسکوره کړه او د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال تېره اونۍ (چهارشنبه، لړم ۲۱مه) کابل کې صنعت‌ګرو او سوداګرو سره ناسته کې، پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون اعلان او سوداګرو ته یې خطاب کې وویل، چې نور د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي. ملا عبدالغني برادر په هغه ناسته کې زیاته کړه چې پاکستان د نامعقول او غیر منطقي سیاست پر بنسټ، له بشري او سوداګریزو مسایلو د سیاسي وسیلو په توګه استفادې کوي.

د بدیلو لارو موندل پر پاکستان د فشار زیاتوالي غوره وسیله

افغانستان د پاکستان لپاره د پنځو بازارونو له ډلې یو مهم بازار دی او په کلنۍ توګه دواړه هېوادونه د شاوخوا ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري لري، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د بدیلو لارو موندل کولی شي پر پاکستان فشار زیات کړي. د دوی په خبره، پاکستان په دې سره نه یوازې په سیمه کې یو مهم بازار له لاسه ورکوي، بلکې مرکزي آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ هم په مطلق ډول بندېږي. دوی زیاتوي، پاکستان سره د لارو بندېدل ښایي په لنډمهال کې پر افغانستان څه ناڅه فشار راوړي، خو په اوږدمهال کې کله چې افغانستان د خپلو وارداتو او صادراتو لپاره بدیل مسیرونه پیدا کړي، دا به د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصاد لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه او پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *