د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید؛ سوله که د جګړې دوام؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه؛ دا جګړه چې لس ورځې وړاندې (غبرګولي ۲۳مه) د اسراییل له لوري د ټولو نړۍوالو قوانینو او مقرراتو خلاف پیل شوه، تر دې دمه دواړو خواوو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د اسراییلي رژیم پر تل‌ابیب، حیفا او نورو ښارونو د ایران وروستیو توغندیزو بریدونو تر ډېره دا رژیم ورخطاء او وخت ناوخته یې دې جګړې ته د امریکا راکشولو هڅې کولې. امریکا که څه هم په غیر مستقیم ډول د دې جګړې تر شا ولاړه وه او اسراییلي رژیم ته یې د ایران پر وړاندې جګړه کې ټول مهمات او تجهیزات برابرول، خو په مستقیم ډول یې په دې جګړه کې د ښکېلتیا په اړه شکونه موجود وو. امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې ویلي وو، چې پر ایران د برید په اړه به راتلونکو دوو اونیو کې پرېکړه وکړي، خو دا دوې اونۍ تر دوو ورځو محدودې او بالاخره امریکا نن سهار وختي د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف د ایران پر درېیو اټومي تاسیساتو «فردو، نطنز او اصفهان» مستقیم بریدونه وکړل.

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو څو شېبې وروسته، امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ولس ته د ونیا پر مهال دا عملیات بریالي وبلل او ټینګار یې وکړ، چې له عملیاتو وروسته، امریکایي (B-2) سترې بم‌غورځوونکې الوتکې په خوندي ډول د ایران له هوایي حریمه وتلې او د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي. د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ، چې که ایران سوله ونه کړي او په سیمه کې د امریکایي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ او یا هم پر امریکا متقابل بریدونه وکړي، نو د دوی ځواب به تر دې هم سخت او پرېګنده وي. ټرمپ زیاته کړې، چې له دې بریدونو یې موخه د ایران یورانیمو غني کولو وړتیاوو له منځه وړل وو او په دې برخه کې یې له اسراییلي رژیم هم مننه کړې ده.

د اسراییلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې سوله د زور له لارې راځي او زیاته کړې یې ده، چې دی او ټرمپ تل په دې باور وو، چې سوله باید لومړی د زور او بیا خبرو له لارې راشي. د اسراییلي رژیم لومړي وزیر ټرمپ ته پر ایران د امریکا بریدونو په اړه مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده: «نن شپه ولسمشر ټرمپ او متحده ایالتونو په پوره ځواک سره عمل وکړ.»

د امریکا بریدونو ته د ایران سپاه پاسداران غبرګون او پر اسراییل تازه بریدونه

د ایران پر درېیو اټومي تاسیساتو «فردو، نطنز، اصفهان» د امریکا له بریدونو وروسته، د ایران سپاه پاسداران امریکا ته د سختو ګوزارونو خبرداری ورکړی دی. سپاه پاسداران پر ایکس پاڼه لیکلي: «اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوه.» د سپاه پاسداران له دې خبرداري څو ساعته وروسته، تازه ایراني رسنیو د اسراییلي رژیم پر وړاندې د «وعده صادق ۳» عملیاتو په لړ کې د توغندیزو بریدونو شلمه څپه پیل کړې، چې د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې د اسراییلي رژیم په بېلابېلو سیمو کې لس اهداف په نښه کړي دي. د ایراني رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې په دې بریدونو کې له لرې واټن ویشتونکو پرمختللو توغندیو، چې پر اهدافو له لګېدو وروسته، پراخ ویجاړی رامنځته کوي، کار اخیستل شوی دی.

اخوا اسراییلي رسنیو هم د ایران تازه توغندیزو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې بریدونو کې تر دې دمه ۱۰ تنه ټپیان شوي، چې د دوو کسانو وضعیت نازک دی. د اسراییلي رژیم د پوځ ویاند یو ځل بیا له خلکو غوښتي، چې د ایران لګېدلو توغندیو له امله، د ویجاړو شویو سیمو له تصویر اخیستو او خپرولو ډډه وکړي. د دې ترڅنګ، اسراییلي رژیم دغه د ایران توغندیزو بریدونو له وېرې ټول ښوونیز مرکزونه او د خلکو را ټولېدنې لغوه کړې دي.

د امریکا له بریدونو وروسته د اټومي شعاوو د خپرېدو وېره

د ایران پر اتومي تاسیساتو له بریدونو وروسته، د ایران اټومي انرژۍ سازمان په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه له ټولو نړۍوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو هوکړې یا (ان‌پي‌ټي) خلاف عمل بللی دی. دغه سازمان په خبرپاڼه کې په ټینګار سره ویلي، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ پراختیا بهیر به ونه درول شي. یاد سازمان همداراز زیاته کړې، چې د دې سایټونو شاوخوا د اټومي شعاوو د خپرېدو نښې- نښانې نه دي موندل شوې او د سیمې د اوسېدونکو ژوند نه ګواښي.

اخوا بیا د سعودي عربستان د هستوي څارنې بنسټ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته، د سعودي عربستان او خلیج حوزې هېوادونو کې د راډیو اکټیو هېڅ نښې- نښانې نه دې پېژندل شوې.

د ایراني چارواکو غبرګونونه او د امنیت شورا بېړنۍ غونډې غوښتنه

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا له لوري د بریدونو پر غندلو سربېره، دا ګام د ملګرو ملتونو منشور، نړۍوالو حقوقو او (NPT) هوکړې ښکاره نقض بللی او خبرداری یې ورکړی، چې د متحده ایالتونو دا ناقانونه ګام به ناوړه پایلې ولري. ښاغلي عراقچي ټینګار کړی، چې د امریکا دا عمل د ملګرو ملتونو غړو ته د خطر زنګ دی او ټینګار یې کړی، چې ایران د ملګرو ملتونو منشور په رڼا کې د خپل ځان او خلکو د دفاع لپاره ټول انتخابونه خوندي بولي.

په ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازولۍ په یوه لیک کې له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې، څو د ملګرو ملتونو له منشور سره سم، د امنیت شورا د مسوولیتونو په چوکاټ کې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې اړین ګامونه اوچت کړي. په دغه لیک کې همداراز د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې موخه د امریکا وروستیو “جنایتونو” ته ځواب ښودل شوی دی.

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته نړۍوال غبرګونونه

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو، نه یوازې په نړۍواله کچه، بلکې خپله په امریکا کې هم غبرګونونه را پارولي دي. د امریکا کانګرېس ماڼۍ یو شمېر غړو پر ایران د امریکا د بریدونو په اړه سختې نیوکې کړې دي او دا اقدام یې د اساسي قانون خلاف بللی دی. د کالیفورنیا ایالت د ډیموکرات ګوند استازې، ساره جېکب، خبرداری ورکړی چې دا بریدونه یو خطرناک اقدام دی چې ښايي امریکا یو ځل بیا په یوه اوږده او خونړۍ جګړه کې ښکېله کړي.

انتونیو گوترش: پر ایران د امریکا هوایي بریدونو ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د امریکا دا ګام د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ دی. ښاغلي ګوترش زیاته کړې: «زه د ایران پر وړاندې د متحده ایالتونو له لوري د زور پر کارولو سخت اندېښمن یم.»

آسټرالیا او نیوزلنډ: پر ایران د امریکا بریدونو ته آسټرالیایي او نیوزلنډي چارواکو هم غبرګون ښودلی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. د نیوزلنډ بهرنیو چارو وزیر وینسټون پېټرز ویلي، چې په منځني ختیځ کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او په سیمه کې یې د لا زیات تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی دی. آسټرالیا هم ویلي، چې په سیمه کې وضعیت بې‌ثباته دی او د ستونزو د هواري په پار یې پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

سعودي عربستان: سعودي عربستان د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید په غبرګون کې د ایران ملي حاکمیت نقضول غندلي او په دې اړه یې د اندېښنې په څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې نړۍواله ټولنه دې د روان کړکېچ د پای‌ته رسېدو لپاره سیاسي هڅې کړندۍ کړي.

وزارت امور خارجه عربستان سعودی بار دیگر نقض حاکمیت ملی ایران را محکوم کرده و اعلام نموده است که حمله امریکا بر ایران را با «نگرانی عمیق» دنبال می‌کند.

این وزارت در اعلامیه‌ای بر خویشتنداری، کاهش تنش‌ها و جلوگیری از گسترش جنگ جاری تاکید کرده و از جامعه جهانی خواسته است که در این شرایط حساس برای یافتن راه‌حل سیاسی منازعه جاری و تامین امنیت و ثبات در منطقه تلاش نماید.

د یمن حوثیان: د ایران پر اټومي تاسیساتو د غبرګونونو په لړ کې، د یمن حوثیانو هم د امریکا له لوري دا بریدونه غندلي او متحده ایالتونو ته یې خبرداری ورکړی، چې د دې بریدونو پایلو ته دې په تمه شي.

حامد کرزی او عبدالله عبدالله: د نړۍوالو غبرګونونو ترڅنګ، د افغانستان ځینو سیاسي څېرو هم پر ایران د امریکا بریدونه غندلي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت پر مهال د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ایران په سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي او دا یې د یاد هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه بللې ده.

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو عواقب؛ آیا سیمه یوه بل ناورین سره د مخ کېدو په حال کې ده؟

سره له دې چې ایران په ځلونو ویلي، چې اټومي پروګرام او فعالیتونه یې سوله‌ییزه بڼه لري او هېڅکله د ټول‌وژونکو وسلو جوړولو په لټه کې نه دي او په همدې تړاو یې له متحده ایالتونو سره غیر مستقیم مذاکرات هم پیل کړي وو، خو د مذاکراتو په جریان کې اسراییلي رژیم د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف پر ایران یرغل وکړ. د اسراییلي رژیم یرغل په لړ کې، ایران له اروپایي هېوادونو (فرانسې، آلمان او جرمني) سره مذاکرات پیل کړل، چې ورپسې د دې مذاکراتو په لړ کې امریکا د ایران ملي حاکمیت نقض او د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف یې د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو هوایي بریدونه وکړل.

دا چې ایران د اسراییلي رژیم یرغل پر وړاندې پراخ توغندیز بریدونه پیل او تر نن پورې دوام لري او یاد رژیم د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له ملاتړ سره سره ونه توانېد، د ایران توغندیزو بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي، نو له همدې امله یې تل هڅه دا وه، چې دې جګړه کې امریکا په مستقیم ډول ښکېله کړي او بالاخره په دې ماموریت کې بریالي هم شول.

سره له دې چې ایران د امریکا بریدونو په غبرګون کې پر اسراییلي رژیم، چې تر ډېره د امریکا له لوري تغذیه کېږي، توغندیزو بریدونو ته شدت ورکړی او له نن سهار راهیسې یې د دغه رژیم پر بېلابېل ښارونه په نښه او پراخ ویجاړی یې رامنځته کړی، خو د دې ترڅنګ ښایي ایران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې هم په نښه کړي. که څه هم امریکایي ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړی، چې که پر پوځي اډو یې برید وکړي، نو سخت غبرګون به وښیي، خو د چارو شنونکي په دې باور دي، چې امریکا هېڅکله نشي کولی ایران سره اوږدمهاله جګړه پیل کړي؛ ځکه امریکا په سیمه کې د چین او روسیې په څېر ستر مخالفین لري او که کله هم امریکا د ایران پر وړاندې اوږدمهاله جګړه پیلوي، نو دا هېوادونه به هم غلي پاتې نشي.

د چارو شنونکي زیاتوي، چې ایران چې په سیمه کې یو پوځي ځواک دی، لرې نه ده چې په سیمه کې به د امریکا سترې پوځي اډې په نښه کوي او د دې ترڅنګ به پر اسراییلي رژیم هم توغندیزو بریدونو ته زور ورکړي او په دې سره ښایي سیمه له یوه بوږنوونکي ناورین سره مخ شي. د دوی په باور، امریکا په سیمه کې ترخې ماتې تجربه کړې او امریکایي سیاستوال هېڅکله نه غواړي، په سیمه کې په یوه بله جګړه کې ښکېل شي. د چارو شنونکي وایي، د ترینګلتیاوو کابو کولو به موخه، ښایي امریکا له درېیم‌ګړي د منځګړي په توګه کار واخلي او ایران قانع کړي، چې نور د جګړې پر ځای د مذاکراتو مېز ته ستون شي، چې دا په حقیقت کې د جګړې په ډګر کې د ماتې په مانا ده. اوس چې د جګړې درېدو او نه درېدو تصمیم تر ډېره د ایران په واک کې دی، دا چې ایران به کومه پرېکړه کوي، هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي؟

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد