امریکا ته د افغانانو لېږد په اړه د فدرالي محکمې حکم؛ په دې حکم کې کوم افغانان شامل دي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د ډونالډ ټرمپ بیاځلي را ګرځېدو سره سم، هغه د کډوالو مخنیوي په اړه یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې امریکا ته د کیس لرونکو افغانانو پروسه هم د ۹۰ ورځو لپاره وځنډېده. که څه هم ټاکل شوی ضرب‌الاجل د اپرېل میاشتې په ۲۰مه نېټه پای‌ته ورسېد، خو د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنۍ ادارې د کډوالو په اړه خپل دریځ لا سخت کړی او لا تر اوسه په افغانستان او نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه خواره واره افغانان بې‌برخلیکه دي.

تازه د امریکا یوې فدرالي محکمې امریکا ته د تګ په تمه افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدنې امر کړی دی. محکمې د امریکا دولت ته امر کړی، چې، څو د هغو افغانانو د لېږد بهیر بېرته پیل کړي، چې د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې له ۲۰مې نېټې وړاندې یې وېزې او د سفر ټکټونه ترلاسه کړي او د امریکا دولت ژمنو ته په تمه دي.

امریکا که د افغان کډوالو ملاتړي بنسټ «افغان ایواک» هم په یوه خبرپاڼه کې د فدرالي محکمې د دې حکم هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې سره به قطر کې بند افغان کډوال چې له وړاندې یې وېزې ترلاسه کړې وې او ټوله پروسه یې طی مراحل شوې وه، متحده ایالتونو ته ولېږدول شي.

دغه بنسټ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان او نورو هېوادونو کې بند پاتې د امریکا افغان متحدینو سره باید شوې ژمنې عملي او هغه کسان چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی، متحده ایالتونو ته ولېږدوي. د افغان ایواک په خبرپانه کې راغلي: «موږ د فدرالي محکمې د دې پرېکړې هرکلی کوو، د دې حکم له مخې، هغه افغانان چې په خورا سختو شرایطو کې زموږ ترڅنګ ولاړ وو او د کیسونو ارزونه یې بشپړه شوې وه، د دې وړ دي، چې متحده ایالتونو ته ولېږدول شي.»

په ورته وخت کې، امریکا کې د استیناف یوې محکمې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لرونکو نږدې ۱۲ زره افغانانو د پاتې کېدو موده، چې د دغه هېواد د کورني امنیت له لوري د جولای میاشتې تر ۱۴مې نېټې د وتلو امر ورته شوی و، د لنډ مهال ینعې د جولای میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې غځولې ده.

د امریکا استیناف محکمې وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې د کډوالو ملاتړ یوې ډلې (سي‌اې‌اس‌اې) له لوري یې شکایت ترلاسه کړ. که څه هم فډرالي قاضي تېره جمعه د قضیې د پرمخ وړلو اجازه ورکړه، خو محکمه د CASA غوښتنه رد کړه چې د قانوني بهیر په جریان کې د TPS د پای ته رسېدو مخه ونیسي.

امریکا ته د تګ په تمه خورو ورو افغانانو ستونزې او راتلونکی برخلیک

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې لسګونه زره افغانان متحده ایالتونو ته د پناه غوښتنې په تمه دي. د رویټرز خبري آژانس د راپور پر بنسټ، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر د یوه اجراییوي فرمان پر بنسټ، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر (کې‌یر) وتاړه، شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي. د افغان کډوالو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تشکیل کې د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني ولسمشر جوبایډن په حکم رامنځته شوی و، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۹مې نېټې یې، ۱۱۸ زره افغان متحدین متحده ایالتونو ته لېږدولي دي.

همداراز د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۰ ماشومان، چې د تخلیې پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي وو، لا هم قطر کې بند پاتې او له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي. همداراز د دې پروسې په ځنډېدو سره، ۳۰ زره افغانان چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي او له پراخو ستونزو سره مخ دي، امریکا ته د تګ په تمه دي.

د کډوالو حقونو فعالان وایي، چې په لوېدیځه نړۍ کې معمولاْ دوه ډلې (ګوندونه) د سیاست په رأس کې وي او له دې دوو ډلو یوه یې د ټاکنو له لارې واک ترلاسه کوي. د دوی په خبره، دا چې دا مهال امریکا کې جمهوري غوښتونکي په واک کې دي، نو دوی تر ډېره د کډوالو ضد پالیسي تعقیبوي او هرڅه د ځان او خپلو خلکو لپاره غواړي.

د کډوالو حقونو فعالان په دې باور دي، چې که ډیموکراټان د واګ پر ګدۍ ناست وای، نو د افغان کډوالو د لېږد په بهیر کې به هېڅ خنډ نه و رامنځته شوی. د دوی په خبره، د کډوالو په اړه د ډیموکراټانو پالیسي تر ډېره نرمه ده او دوی په نړۍ کې د بشر حقونو ملاتړ او ډیموکراسۍ ته د جمهوري غوښتونکو په پرتله زیات ژمن دي.

اوس چې د ټرمپ په مشرۍ جمهوري غوښتونکو د واک پر ګډۍ تکیه کړې او تر ډېره د کډوالو ضد سیاست تعقیبوي، ښایي د افغان کډوالو مسئلې حل څه ناڅه وخت ونیسي. دوی نشي کولی چې دا پروسه په بشپړ ډول بنده کړي، خو ښایي څه ناڅه بدلونونه راوړي، د کډوالو منلو په اړه خپل سیاستونه نور هم سخت کړي او د وخت په تېرېدو سره ورو ورو د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروسه بېرته پیل کړي.

که څه هم اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی، چې په کور د ننه د هېچا سرته خطر نشته، خو پر دې سربېره، لا هم زرګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي. دوی وایي، چې په افغانستان کې خپل کور او ټول شته له لاسه ورکړي او بېرته افغانستان ته هم وګرځي ژوند به له سره پیلوي، هغه څه چې د دوی لپاره ستونزمن ښکاري.

دا چې امریکا به کله او د کومو شرایطو پر بنسټ خپل افغان متحدین متحده ایالتونو ته لېږدوي، هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي؟

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد