سريزه: ادراکي یا ذهني جګړه (Cognitive Warfare) د امنيتي مطالعاتو او نړيوالو اړيکو په برخه کې، د جګړې په ډګرونو کې د بدلونونو ښکارندویي کوي؛ هغه څه چې د ځواک خوځښت یوازې په سختو وسیلو نه، بلکې پر ادراکي او ذهني باورونو او هویتونو متمرکز شوی دی. دا بدلون د ډيجېټلي معلوماتي ټکنالوژيو، مصنوعي ځيرکتيا، ټولنيزو شبکو او چټکو مخابراتي زېربناوو له پراختيا سره هممهاله رامنځته شوی دی. نړيوالې اړيکې، د دې لپاره چې پر ځواک، مشروعيت، هويت او نړيوالو تعاملاتو متمرکزې وي، د ادراکي یا ذهني جګړې د ابعادو د درک لپاره خورا مناسب بستر دی. د دې ليکنې موخه د ادراکي جګړې د نظري بنسټونو، کليدي مفاهيمو، تخنيکونو او کارونو روښانه کول دي؛ پر دې سربېره، د ننګونو او د مقابلې د سټراټیژيو ارزونه هم پکې شامل دي، په ځانګړي ډول د هغو سيمهييزو لوبغاړو لپاره چې په يوه پېچلي امنيتي او رسنيز چاپېريال کې فعاليت کوي.
کليدي مفاهيم او تعريفونه
د کره شننې لپاره اړينه ده چې لاندې مفاهيم په روښانه ډول تعريف شي:
ادراکي (پېژندیزه) جګړه (Cognitive Warfare): د هغو ستراتېژيو، عملياتو او روايتي جوړښتونو ټولګه ده، چې موخه يې د انساني سرچينو لکه د (ملکي ټولنو، مهمو سياسي څېرو، پوځي او ملکي ځواکونو په ګډون) پر ادراک، پرېکړو او چلند اغېز کول دي؛ هغه که مستقيم وي يا غيرمستقيم وي، که پوځي وي یا ملکي او یا هم که د رسنیو، رواني، معلوماتي، سایبري او سمبولیکو وسایلو له لارې وي.
نرم ځواک (Soft Power): هغه هېواد یا ډله، چې د زور او جبر له لارې نه، بلکې د خپلو ارزښتونو، کلتور، بهرنۍ پالیسۍ او روایتونو له لارې ملاتړ یا مشروعیت ترلاسه کړي. په ادراکي یا پېژندیزه جګړه کې نرم ځواک د یوې مرکزي وسیلې په توګه پېژندل کېږي.
د روايت (کیسې) واکمني (Narrative Authority): په يوه منازعه یا شخړه کې پر غالب روايت یا کیسه کنټرول او تسلط؛ په ځانګړي ډول هغه کیسې چې واقعیتونه روښانه کوي او پر هویت، مشروعیت او سیاست اغېز ښندي.
د مشروعيت غوښتنه (Legitimacy Demand): کورني او نړۍوال تایید، سیاسي او اخلاقی مشروعیت ته د لوبغاړو اړتیا؛ هغه لوبغاړي چې مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې وي، په ادراکي جګړه کې ډېر زيانمنونکي وي.
د ادراکي یا پېژندیزو سیالیو حوزې (Cognitive Domains of Competition): په دې حوزو کې عمومي افکار، رسنۍ، سایبري فضاء، د سیاسي پرېکړو بهیرونه، د واقعیتونو د انځورولو سیستمونه (media framings) ټوليز هويت، د ګواښ او اندېښنې احساس، باورونه او مانا لرونکې خبرې اترې شامل دي.
بېلابېل تعريفونه: معلوماتي جګړه، رواني عمليات، (PSYOPS)، رسنيزه جګړه، حقوقي جګړه (Lawfare)، سمبوليکه جګړه (Symbolic Warfare)، مانايي سيالي (Semantic Competition) ټول د ادراکي جګړې فرعي برخې بلل کېږي.
د ادراکي (پېژندیزې) جګړې د تحلیل لپاره په نړيوالو اړيکو کې نظري چوکاټونه
په نړۍوالو اړیکو کې بېلابېل نظري چوکاټونه د ادراکي جګړې د ښه بیان وړتیا لري:
الف- حقیقتپالنه (Realism) او نئورئالیسم
په انارشيسټ نړيوال نظام کې پر بقا او ځواک ټینګار؛ ادراکي (پېژنديزه) جګړه د نرم/ذهني ځواک د سيالۍ يوه بڼه ده، چې د سخت ځواک بشپړوونکې بلل کېږی.
د ځواک د توازن نظريه: هغه لوبغاړي چې رواني او معلوماتي وړتياوې هم په خپلو معادلو کې شاملوي، تر ډېر برلاسي وي. د دولتونو ترمنځ د ادراکي سيالۍ بېلګې چې سټراټېژيکې ګټې اغېزمنوي (د پوځي اقداماتو د مشروعيت لپاره د واقعيت تحريف، د نړيوال دریځ ښه کول، د مستقيمو نظامي لګښتونو کمول) شامل دي.
ب- ليبرالېزم او بنسټپاله نظريې
د دې نظریې ملاتړي بیا د بنسټونو، بشري حقونو، رسنيو او شفافيت رول د ادراکي عملياتو پر وړاندې د مقاومت په رامنځته کولو کې مهم بولي.
د زيانمنونکې ډيموکراسۍ نظريه: ډيموکراټيک دولتونه د بيان ازادۍ، ازادو رسنيو او پياوړې مدني ټولنې له امله هم زيانمنونکي دي، ځکه متضاد روايتونه په اسانۍ خپرېږي، خو په عين وخت کې د مقابلې زياتې سرچينې هم لري. نړيواله همکاري او څو اړخيز اقدامات د معلوماتو د څارنې، رسنيزو مقرراتو او د بشري حقونو د ساتنې لپاره مهم دي.
ج- جوړښتپالنه (Constructivism)
په دې نظریه کې بیا تر دېره پر هويتونو، باورونو او روايتونو تمرکز کېږي؛ ادراکي جګړه د مانا توليد، د هويت جوړولو، د ملي کيسو او مقاومت د بيا توليد ډګر دی. د تاريخي حافظې، سمبولونو او اسطورو کاري رول؛ دا چې څنګه پر کورني او نړيوال مشروعيت اغېز کوي. روايت او انځور جوړونه (framing) د هويتونو د بيا توليد يا بدلون کليدي عنصر دی.
د- نوې نظريې
په دې نظریه کې د عامه ادراک په بدلون کې د سايبري جګړې، ادراکي ټکنالوژۍ، د مصنوعي ځيرکتيا، ټولنيزو شبکو، ډېټا شننې (DataAnalytics) او عصبي علومو اغېز شامل دي. دا نظریه د «neuro-rights» يا ذهني حقونو، ادراکي حريم، ذهني ازادۍ او د پرمختللو ادراکي وسايلو د انساني ذهن د اغېز په اړه پراخ بحثونه کوي.
ميکانيزمونه او د عملي کېدو لارې چارې
په دې برخه کې هغو ځانګړو لارو چارو او ميکانيزمونو ته اشاره کېږي چې د ادراکي (پېژندیزې) جګړې په عملي کولو کې کارول کېږي:
- د اوازو او ناسمو معلوماتو خپرول (Disinformation / Misinformation): په دې برخه کې د هغو محتواوو توليد او خپرول شامل دي، چې کره نه وي او د تېر ایستلو لپاره چمتو شوې وي، څو حقایق تحریف کړي.
- عاطفي اغېز او عصبي تحريک (Emotional Appeal / Affective Manipulation): د ټوليزو احساساتو د اغېزمنولو لپاره د وېرې، غوسې، کرکې، د قرباني کېدو احساس يا تاريخي کينې کارول.
- ټولنيز قطبي کېدل (Polarization): د ټولنيز انسجام د ماتولو لپاره د هويتي، مذهبي، قومي، قبيلوي يا سياسي اختلافاتو را برسېره کول.
- د رسنيز ادراک کنټرول (Framing / Agenda Setting): د رسنيو د پام وړ موضوعاتو ټاکل، د پېښو د انعکاس طرز، د پېښې يا منازعې د ځانګړو اړخونو برجسته يا پیکه کول.
- معلوماتي عمليات (Information Operations): سايبري يا فزيکي؛ هک کول، د محرمو اسنادو خپرول، د فساد افشا، جعل او تور لګول.
- د منازعې حقوقي کول: د کورني او نړيوال مشروعيت لپاره د نړيوال قانون، نړيوالو محاکمو، شکايت او افشا کارول.
د ادراکي ټکنالوژيو او عصبي علومو کارونه
د پيغامونو د مایکرو هدف ټاکنې لپاره رواني څارنه، د احساساتو سنجول، د انسانانو په روان کې پرته ډېټا، د الګوريتمونو او مصنوعي ځيرکتيا کارول.
د کیسو ځواک او تاريخي حافظه: د هويت او مشروعيت د تاييد لپاره پر افسانو، ملي روايتونو، د مقاومت اسطورو او د تېرو ظلمونو پر کيسو تکيه کول. د ادراکي جګړې سټراټیژیکې پایلې کله چې اغېزناکې ثابتې شي، کېدای شي لاندې پایلې له ځانه سره ولري:
ستراتېژيکې اغېزې او پايلې
که ادراکي جګړه اغېزمنه وي، لاندې پايلې لرلای شي:
- د نظامي لګښتونو کمښت: پرته له درنو نظامي عملياتو يا بشپړې جګړې موخو ته رسېدل.
- نړيوال مشروعيت: که غالب روايت کنټرول شي، لوبغاړی کولای شي د نړيوالې ټولنې ملاتړ يا لږ تر لږه بېطرفي ترلاسه کړي.
- د مقابل لوري د داخلي روحيې کمزوري کول: ټولنيز انسجام کمول، داخلي درزونه زياتول، وېره او نااميدي رامنځته کول؛ د پرېکړو او مقاومت پر وړتيا اوږدمهاله اغېزې.
- د ډيموکراسۍ او نړيوالو قوانينو لپاره ننګونه: ادراکي جګړه کولای شي د بيان ازادي، شفافيت او معلوماتو ته لاسرسی ګډوډ کړي؛ نظارتي بنسټونه کمزوري يا تر فشار لاندې ونیسي.
- د جګړې او امنيت د مفهوم بدلون: د ملي امنيت، ادراکي امنيت، بشري حقونو، بيان ازادۍ او بهرنۍ پاليسۍ ترمنځ پولې کمزورې کېږي؛ لوبغاړي بايد ادراکي عنصر د خپلو امنيتي ستراتېژيو رسمي برخه وګرځوي.
ننګونې او اخلاقي ملاحظات
- ذهني ازادي او ادراکي حريم (Cognitive Liberty / Mental Privacy): دولتونه یا ډلې تر کومه بریده حق لري پر ذهنونو اغېز وکړي؟ ايا د عصبي علومو يا رواني لارو چارو له لارې ذهني لاس وهنه مشروع ده؟
- مصنوعي ځيرکتيا او د انسانانو په روان کې پراته اخلاق: د الګوريتمي تعصب، شخصي معلوماتو ناوړه کارونې، پراخې څارنې او د محرمیت د نقض ګواښ.
- د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو سره سمون: د بيان ازادي، معلوماتو ته لاسرسی، د حقيقت حق او له رواني فشارونو سره د چلند معيارونه.
- د مسووليت او حساب ورکولو مسئله: که يوه ټولنه له ادراکي زيان سره مخ شي، څوک مسئول دي؟ دولت؟ رسنيز بنسټونه؟ او که د ټکنالوژۍ اړوند شرکتونه؟
د مقابلې ستراتېژي او لارې چارې
د مقاومت يا هر زيانمنونکي لوبغاړي لپاره لاندې ستراتېژۍ اغېزمنې ثابتېدای شي:
- د متقابلو کیسو چمتو کول: (Counter-narratives) د حق، مقاومت، عدالت او مظلوميت روايتونه، چې د دښمن غالب روايتونه ننګوي.
- د رسنيز او معلوماتي سواد پياوړتيا: د ناسمو معلوماتو، اوازو او تبليغاتو پېژندنه.
- ټولنيز استقامت(Social Resilience): پياوړی ټولنيز انسجام او ګډ هويت.
- نړيواله همکاري او عامه ډيپلوماسي: د نړيوالو رسنيو، مدني او حقوقي بنسټونو کارول.
- د سايبري او بومي ادراکي ټکنالوژۍ پياوړتيا: د کوډونو ورکړه، خوندي شبکې، د ډېټا تحليل او مصنوعي ځيرکتيا.
مطالعاتي بېلګې یا نمونې
په دې برخه کې کولی شو د ادراکي جګړې څو نړۍوالو او سیمهییزو بېلګو ته اشاره وکړو، څو د مقاومت او راتلونکي تحلیل لپاره ترې زدهکړه وشي:
- ناټو او د ادراکي جګړې مفهوم: کوم مستندونه چې ناټو خپاره کړي، په ځانګړي ډول د ACT (Allied Command Transformation) پروژې، د ادراکي جګړې پر وړاندې مقابلې ته، د رسمي تګلارې د رامنځته کېدو ښکارندویي کوي.
- د روسیې – اوکراين جګړه؛ د روايتونو او معلوماتي عملياتو سيالي.
- غيردولتي سازمانونه او جهادي ډلې لکه داعش او القاعده؛ د روايت جوړونې کارونه.
- د لوېديځې اسيا سيمه او د اسرائيل – غزې شخړه؛ د روايتي جګړې بېلګې.
لنډيز
ادراکي جګړه د نړيوال امنيت په نظريه او عمل کې يو ستر سټراټېژيک بدلون دی. دا جګړه له کلاسيک زوره اوړي او مبارزه د ادراک، باور، هويت او مشروعيت ډګر ته لېږدوي.
هر هغه لوبغاړی، چې په نا متوازن حال کې وي:
لومړی: پر روايت، نړيوال مشروعيت او نرم ځواک تسلط د سخت ځواک په اندازه مهم دی.
دوهم: د ادراکي بريدونو د پېژندلو، مقاومت او چټک ځواب وړتيا حياتي ده.
دريم: رسنيزې، رواني، حقوقي او ټکنالوژيکي سټراټیژۍ بايد په ګډه طرحه شي.
په نړيوالو اړيکو کې، ادراکي (پېژندیزه) جګړه د ځواک، امنيت، حاکميت او مشروعيت مفاهيم بيا تعريفولی شي. په عملي ډګر کې، که مقاومت وکولای شي خپل نظري چوکاټ، تخنيکونه او عملي سټراټیژۍ پياوړې کړي، نو نه يوازې د جګړې په ډګر، بلکې د ذهنونو او وجدانونو په ډګر کې هم د بریا چانس زیاتېږي.