خوست کې د پاکستان او امارت تر منځ جګړه

د «انعکاس» د ۱۷/۱/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسف‌خان لالي د سیاسي چارو له شنونکي سید اکبر سیال وردګ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مذاکراتو، په خوست ولایت کې په تازه نښتو، او همدارنګه د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو ترینګلتیاوو بحث کړی دی.

د خپرونې په پیل کې د بحث اساسي پوښتنې مطرح شوې: په چین کې خبرې اترې او په خوست کې جنګي جنایتونه څه معنا لري؟ دا پوښتنه هم راپورته شوه چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د ملکي وګړو په نښه کول څه موخه لري؟ سربېره پر دې، د امریکا او ایران ترمنځ پر روانو کړکېچونو هم بحث وشو چې دا ترینګلتیاوې به کله پای ته رسېږي؟

په لومړۍ برخه کې، سید اکبر سیال وردګ وویل چې، سوله او جګړه دواړه متضادې دي او په یو وخت کې یې شتون ناممکن دی. هغه زیاته کړه چې پاکستان غواړي خپل قوت او ځواک وښيي او له دې لارې فشار زیات کړي، ترڅو خپلې غوښتنې عملي کړي. د نوموړي په وینا، د دغو کړنو موخه دا ده چې په مذاکراتو کې وښيي ځواک لري او غواړي خپلې غوښتنې ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان هر ځل د مذاکراتو پر مهال همدا ډول کړنې ترسره کوي.

نوموړي وویل چې پاکستان له امریکا او اسرائیلو څخه تقلید کوي؛ کله چې یادو هېوادونو له ایران سره خبرې اترې پیل کړې، نو ورسره هممهاله یې بریدونه هم کول، او اوس پاکستان هم همدغه تګلاره تعقیبوي. وردګ ټینګار وکړ چې، پاکستان په روانو مذاکراتو کې رښتینی نه دی، او دا جګړه د ملي ګټو او ملت لپاره نه ده، بلکې د امریکا او د یاد هېواد د استخباراتو په ګټه ده.

مطالب بیشتر:  په غریبۍ کې بدمعاشي؟

وردګ زیاته کړه چې د پاکستان ولس، علما او سیاسي ګوندونه د دې جګړې خلاف دي. هغه وویل چې دا جګړه د نورو په خوښه پیل شوې، چې په ځانګړي ډول یې امریکا او استخباراتو ته اشاره درلوده. د هغه په وینا، مذاکرات بې‌پایلې پای ته رسېږي. وردګ د جګړې په اړه وویل چې کله د اوربند په نوم درېږي، بیا هم دوام مومي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید نظامي او تجهیزاتي چمتووالی ولري.

وردګ د پاکستان ملت ته په اشاره وویل چې باید د دغو کړنو پر وړاندې ودرېږي. د نوموړي په وینا، پاکستاني سوداګر چې له افغانستان سره یې تجارت درلود، اوس له ستونزو سره مخ دي، او د پاکستان خلک له سخت وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.

د خپرونې په بله برخه کې، د امریکا او ایران ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه بحث وشو. وردګ د ټرمپ په اړه وویل چې نوموړی ادعا کوي جګړه یې نه ده پیل کړې، بلکې دا د دفاع وزارت کار دی، او کانګرس هم د دې جګړې له پیل څخه انکار کړی دی. د نوموړي په وینا، د دې جګړې لپاره بشپړ داخلي توافق نه و، او اوس هم متحدین له لاسه ورکوي.

وردګ د افغانستان او عراق جګړو ته په اشاره وویل چې هغه وخت جګړې د امریکا له خوا، د ناټو په ګډون، پیل شوې وې؛ خو اوس وضعیت توپیر لري. هغه وویل چې ټول ملت د دې جګړې ملاتړ نه کوي.

پایله:
په پایله کې، وردګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو پر رښتیني اړخ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د جګړې یوازینۍ حل لاره سوله ده. هغه د امریکا او ایران د جګړې په اړه وویل چې په دې پړاو کې نه شي کېدای وټاکل شي چې کوم لوری به ګټونکی وي، ځکه دا جګړه کولی شي سخت اقتصادي پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *